د "پښتني بانک" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د " پښتني بانک دپښتني بانک منځ ته راتګ: پښتني تجارتي بانک په۱۳۳۳ه ش کال کي د(۱۲۰) ميليونه افغ..." تورو مخ جوړ شو
نښلن: 2017 source edit
 
(بې توپيره)

د ۰۵:۵۵, ۲۳ اپرېل ۲۰۲۱ پورې تازه بڼه

پښتني بانک 
دپښتني بانک منځ ته راتګ:  

پښتني تجارتي بانک په۱۳۳۳ه ش کال کي د(۱۲۰) ميليونه افغانيو په لومړۍ پانگي سره دافغانستان ددولت لخوا يي بنسټ کيښودل شوو چي دبانکوالي په کړنو کي يو نوي نوښت رامنځ ته شوه . دپښتني بانک لومړي مرکز په داخل ديو سراي کي دشاه دوشمشيره (ع) زيارت ترڅنګ وه چي وروسته يي اوسني تعمير چي پل باغ عمومي سيمه کي ځاي لري ديو انګليسي شرکت لخوا په ۱۳۴۴ لمريزکال کي جوړشوي وه ځاي لري. لمړني رئيس يي ښاغلي ارواښاد جنت خان غروال ؤ. ددي مشرتابه د رياست په بهير کي ډيري د پام وړ لاسته راوړني کړي دي، چي د هغو له جملي څخه د پښتني بانک لس لوي مرکزي مديريتونه، پنځه ښاري څانگي، څلور ولايتي نماينده گۍ ، دري نمايندگۍ په بندرونو کي او دري نمايندگۍ له هيواد څخه بهر د پيښور، چمن او کراچۍ په ښارونو کي د يادولو وړ دي. سره ددي پښتني بانک لومړني بانک وه چي د افغانستان وروسته پاتي ټولنه کي يي د سپما او دپيسو دوران د ګټو په اړه د ذهنيت په رامنځته کولو سره دستايني وړ هلي ځلي وکړي بانکي کړنو ته يي دخلکو په راجذبولو کي هم ډير ګټور نوښتونه تر سره کړل. پښتني سوداګريز بانک دخپلو کړنو او دهيواد اونړي په کچه داقتصادي پيښو او پرمختګونو په اړه دهيوادوالو د خبرتيا لپاره په هماغه پيل کي دويسا په نامه دوه مياشتنۍ مهالنۍ راويسته چي دخپل وخت سره سم يي ډير ګتور معلومات خپرول تردغو خبرو وراخوا پښتني سوداګريز بانک يوازي يوه انتفاعي موسسه نه وه بلکي ديو پياوړي ملي موسسي په توګه يي دهيواد په پرمختګ کي اساسي ونډه اخيستي ده او دځينو ملي ناورينونو پرمهال يي سمدستي خپلو خلکو ته دمرستي لاس غځولي اودخپل حکومت او ولس لاسنيوي يۍ کړي. (سيد، پوهنوال مسعود، بانکداري، چاپ ‍‍۱۳۹۶، مطبعه کابل).


الحاج جنت خان غروال درياست مودي ته يوه ځغلنده کتنه: اوښاد جنت خان غروال په کال ۱۲۹۸ه ش کي دپکتيا(اوسني خوست) ولايت دځاځي ميدان ولسوالي په (ډيرميله) کلي کي زيږيدلي، لومړني زده کړي يۍ په غازي ښوونځي کي او ثانوي زدکړي يي د اعداديه په دارالمعلمين کي ترسره کړي. ارواښاد غروال دبانکداري کورس په دافغانستان بانک کي ولوست او په ۱۳۳۳کال کي دنوي جوړشوي پښتني سوداګريز بانک دونډه والو له خوا دعامل ريس په توګه وټاکل شو او تر۱۳۵۲کال يۍ څلوردوري دنده پرغاړه وه.

اروښاد غروال دهغي بي کچي ميني له امله چي له خپل کار سره يي لرله په دي وتوانيده چي پښتني سوداګريزبانک په ملي او نړيواله کچه ديوه ډاډمن باوري اوبا تجربي بانک په توګه وځلوي.
دده په مټ دهيواد دننه يو شمير مهمي ولايتي او بندري څانګي پرانيستل شوي او په بهر کي ديولړ سفرونو په لړ کي وتوانيده چي دنړي په يو شمير مشهورو او پرمختللو هيوادونو کي بهرنۍ څانګي پرانيزي څرنګه چي اروښاد غروال يوصادق زړه سواندي وطنپاله مهذب او په بانکي چارو پوه او مجرب سړي وو دده په مشرۍ دپښتني بانک کړنو او وړتيا ډيره لوړه شوي وه او پراختيايي يي موندلي وو. بانک په لسګونه زره پيرونکي ترلاسه کړل په هيواد کي دننه او بهريي دبانکي چارو پر يوه مهم پنسټ واوښت. په۱۳۳۷ کال کي جنت خان غروال دبانکي چارو ديوه ګزارش په ترڅ کي داسي هيله څرګنده کړي  وه. 
((ازخداوند کريم وتوانا التجا ميکنم براي حفظ سعادت وترقيات اينده مملکت ما را توفيق خدمت مزيد اعطا فرمايد تا به تاسي از نظريات بهي خواهانه حکومت بيدار در ظل عطوفت اعليحضرت پادشاه مجرب ودانش پرور خويش وموازي به ارمانهاي ملت عزيزوصدراعظم جوان وفعال درين فرصتي که نهال ازروي همه ګل کرده وچشم اميد همه به سوي اعمال وحرکات ما متوجه است انچه شايسته انتظاراست به ارزوي ديرينه خويش برسيم و موسسه ما درقطار ساير موسسات وسازمانهاي مملکت به ترقيات بيشتري نايل ګرديد)) 

خو ده يوازي دهيلي په څرګندولو بسيا نه کوله بلکي دخپلو هيلو لپاره يي عملا کار کاوه او دي هغه نيکمرغه انسان وو چي په خپل ژوند يي دخپلو هيلو تحقق وليده. دپښتني سوداګريز بانک اوسني وداني چي کار يي په۱۳۴۴ کال کي بشپړ شوي داروښاد غروال دبرياوو يوه نښه ده. کولي شو ووايو چي د اروښاد غروال نوم دپښتني بانک له نامه سره يو نه بيليدونکي نوم دي او دافغانستان داقتصادي ودي په تاريخ کي به هيڅکله دده نوم او کارنامي هيري نه شي. اروښاد غروال زمونږ پر ګران هيواد دروسانو له تيري سره دپاکستان ته هجرت وکړ او هلته يي دشهادت درجه په برخه شوه .

بايد ووايو چي پښتني سوداګريزبانک له هماغه پيل څخه نه يوازي بانکي  کړني ترسره کولي بلکي عملآ  يي داقتصادي کړنو په ډګر کي لويه ونډه درلوده پښتني سوداګريز بانک له يوي خوا بزګرانو،  کسبه کارانو، سوداګرو ا و نوروپانګه والو ته پورورکاوه له بلي خوا يي په بهر کي د دوي مالونو ته بازارونه موندل او ددوي دمالون به ليږد راليږد کي يي اساسي ونډه درلوده.

غواړم د۱۳۵۰ کال ديوشمير احصايو او ارقامو په وړاندي کولو سره دپښتني تجارتي بانک دکړنو وړتيا کچه معلومه کړم. پښتني تجارتي بانک تردي کاله خپلو هيوادوالوته په بيلا بيلو برخوکي ۵۸۳۳۶۵۶۸۳ افغهني پورورکړي وه. پښتني تجارتي بانک دهيواد دملي محصولاتو لکه قره قل او غاليو دصنعت په وده کي ډيره مهمه ونډه درلوده او عملآ يي د هغو په صادراتو کي برخه اخيستي . دبيلګي په توګه بانک په همدي کال کي دلندن اوهامبورګ بازارونو ته۴۲۴۴۷۸ متر مربع غالي صادري کړي وي .پښتني بانک همدا راز په بارتر او ترانزيت ډول ديو شمير مالونو په ليږد راليږد کي اساسي ونډه درلود.



دجنت خان غراوال درياست په وخت کي چي د بانک ډيره کمه موده شوي وه يوازي دانه بلکي دخپلو سوداګرو   لپاره يي عملآ بهرنۍ څانګي او دمالونو دخوندي ساتلو لپاره په بهر کي ګدامونه هم درلودل.
دبانکي حسابونو او چوپړتياو په برخه کي هم بانک دپام وړ پرمختګ کړي وه. د۱۳۵۰ لمريز کال کي که دپښتني بانک مالي راپور ترمطالعي لاندي ونيول شي نو ددي بانک وده او دهيواد په اقتصادي وده کي ددي بانک ونډه ښه معلوميږي.

ګراف۲-۱: د۱۳۵۰کال په ياي کي چي دجنت خان غروال ورستي کلونو وه دحسابونو شمير

دا ګراف ۲-۱: دجنت خان غروال درياست په موده کي د حسابونو شمير راښي چي د پښتني بانک لمړني کلونه وه په دي وخت کي د پښتني بانګ د ټولو حسابونو شمير ۶۴۱۲۸ کسه وه چي پردي بانګ يي باور کړي وه . په دي حسابونو کي ۹۷۰۳ جاري حسابونه ، ۱۵۰ کتور امانتي حسابونه ، ۱۵۹۳ بي ګتي امانتي حسابونه او ۵۲۶۸۲ يي د سپما حسابونه دي .


د پښتني بانګ څانکي : په لومريو کلونو په پښتني بانک په څو محدودي څانګي لرلي چي پنځه ښاري څانګي څلوړ ولايتي څانکي ،دري څانګي يي په بندرونو کي او دري څانګي يي د هيواد څخه بهر د پيښور ،چمن او کراچي په ښارونو کي د يادولو ور دي .وروسته يي بيا نوري څانګي هم پرانيستلي چي د حيات الله دياني د رياست په موده کي په ۱۳۸۶ لمريز کال کي په يوه ورځ دري څانګي پرانيستلي چي اوس مهال دا ابانک ۱۱ مرکزي څانکي او ۹ ولايتي څانګي لري( نيازي، محمد دواد، سيستم مالي افغانستان، ‍چاپ ۱۳۹۶، مطبه صلح). جدول ۲-۱: دپښتني بانک څانګي په کابل او ولايتونوکي. مرکزي‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎ څانګي ولايتي څانګي

Sarai Shahzada سراي شهزاده Heart هرات

Makroryan3 مکرويان سه Mazar e Sharif مزار

Baraki برکي Kunduz کندوز

Torabaz Khan شهرنو Kandahar قندهار

Deh Mazang دهمزنګ Nanghrhar ننګرهار

Taimur Shahi تيمور شاهي Fareuab فارياب

Khair Khana خير خانه Sherkhan Bandar شيرخان بندر

Mirwais Maidan ميرويس ميدان Hairatan حيرتان

Abada Maiwand جاده ميوند Pule Khomri پلخمري

Qala e Fatullah قلعه فتح الله


Kabul International Tarminal ترمينال ميدان هوايي کابل




دپښتني بانک سهام او سهام لرونکي: جدول۲-۲: دپښتني بانک سهام او سهام لرونګۍ دپښتني بانک سهام ٪ دپښتني بانک سهام لرونکي ٪

۱ دافغان ملي بيمي شرکت ۶۶/۷ دماليه وزارت ۹۸/۸۱

۲ دانترکانتينيتال هوتل ۴۴/۶ د تقاعد خزينه ۳۵/۱۰

۳ داريانا هوايي شرکت ۵/۵ د افغان ملي بانک ۰۲۵/۳

۴ دافغان کارت شرکت ۷۸/۳ نور سهام لرونکي ۶۴/۴

۵ د افغان ملي بانک ۸۹/۰ ټوټل ۱۰۰


دپښتني بانک پانګونه:

 لکه څرنګه چي پښتني بانک يو سوداګريز  بانک دي نو په ډيري برخو کي يي پانګونه کړي ده چي ددي لاري هم ددولت بوديجه ته دعايداتويوه منبع ده. 

۱- دکانټيننټال ملمستون : لومړي ځل پښتني بانک په کال ۱۳۴۵ کي دجنت خان غروال په مشري کله چي دميلمه پال په نامه يو سهامي شرکت جوړشو او دانګلستان د tailar wdrow له کمپني سره يي د کانټيننټال ملمستون دجوړولو تړون لاسليک کړ. ددغه هوټل دجوړولو لپاره انګلستان ٪ ۷۰ پور ورکاوه او ورپسي ترټولو لويه ونډه پښتني سوداګريز بانک واخيستله چي ۳۵ مليونه وه چي دتړون له مخي دهوټل دجوړيدو کارپه پنځو کلو کي بشپړ شو. چي اوس پښتني بانک په دي هوټل کي۶.۴۴٪ سهام لري .

۲-دافغان ملي بانک: عبدالمجيد خان زابلي لمړي ځل لپاره په ۱۳۱۲ ه ش کال کي لمړني بانک جوړيدو ډبره په افغانستان کي کيښوده چي د افغان ملي بانک(afghan nation bank) په نوم ونومول شو ټوله سرمايه يي ۶.۹ مليونه افغاني وه چي د خصوصي سکتور ونډه پکي٪۷۲او د دولت ونډه پکي ٪۲۸سلنه وه . د افغان ملي بانک ترڅو پوري چي دافغانستان بانک تاسيس شوي نه و د مرکزي بانک دنده ئي هم سرته رسوله د دولت لپاره ئي خارجي اسعار رانيول او د لمړي ځل لپاره ۱۳۱۴ ه ش کال کي د بانک له طريقه بانکنوټونه جاري شول . حميدي،ماري يوسفزي نورالله حقمل،بانکي محاسبه،۱۳۹۲ لمريزکال. دروسانو په راتګ سره انګلستانو ددي بانک څخه لاس واخيسته او دا بانک په ۱۳۵۵ ه ش کي ملي اعلان شو . په دي بانک کي٪۱۹۳.۹۷ سهم د مالي وزارت،٪۱۹۱.۱ سري مياشت،۰۳۲٪.۰ د هيوايي ځواک ۰۰۴٪.۰دکابل ښاروالي او په دي بانک کي پښتني بانک هم،٪۹۸.۰ سهم لري دا بانک هم اوس دپښتني بانک په شان يو دولتي بانک دي چي په بيلابيلو برخوکي کړني سرته رسوي دا بانک ۸۰ کاله کاري تجربه لري. په بله مانا ويلي شو چي دافغان ملي بانک او پښتني بانک دافغانستان بانک مرستيالان دي. پښتني بانک چي په دي بانک کي کوم سهام لري دهغي څخه هرکال خپله برخه ګټه اخلي چي مونږ يي په لاندي جدول کي ددري کلونو عوايد چي پښتني بانک لاس ته راوړي پرتله کوه.حميدي،ماري يوسفزي نورالله حقمل،بانکي محاسبه،۱۳۹۲ لمريزکال. ۳- دافغان بيمي ملي شرکت: دافغان بيمي ملي شرکت يو له دولتي شرکتونو څخه دي دا شرکت په ۱۳۴۲ لمريز کال کي د انګلستان دګاردين شرکت سره په هم غږي منځ ته راغي چي په دي شرکت کي ٪۵۱ سهام يي دافغانستان ددولت او٪ ۴۹ سهام يي دانګلستان دګاردين شرکت پوري اړه لري. چي دروسانو په راتګ سره انګلستان دخپلو سهام څخه تير شو اودا شرکت په ټوليزه توګه دولتي شرکت شو. په دي شرکت کي پښتني بانک ډيره پانګه ونه کړي ده چي۷،۶۶ ٪ سهام يي د پښتني بانک پوري اړه لري چي هرکل تري تر يوه اندازه


عوايد لاس ته راوړي په لاند جدول کي دافغاني دبيمي ملي شرکت څخه ددريو کلونو لاس ته راغلي عوايد پرتله کوه. ۴- دافغان کارت شرکت: دا شرکت دکارتونو بيلابيل ډولونه چاپوي پښتني بانک په دي شرکت کي هم يوه اندازه سهام لري. دا شرکت دمخابراتي شبکو،ملمستنونو،ودونو،ختمونواوداسي نور...کارتونه چاپوي. ۵- د اريانا افغان الوتني شرکت: دا شرکت چي يو له دولتي شرکتونو څخه دي او دډيري تيري مودي څخه کړني ترسره کوي پښتني بانک په دي شرکت کي ۵،۵ سلنه سهم لري . ددي شرکت څخه هم پښتني بانک هرکال عوايد لاس ته راوړي چي ددي شرکت څخه پښتني بانک په دي وروستيو کي ۹ مياشتو کي ۵۸۱۳۵۰افغاني لاسته راوړي دي . ګراف ۲-۲: دپښتني بانک سهام لرونکي


پورتني ګراف ۲-۲: پښتني بانک څلور سهام لرونکي لري چي دماليي وزارت ترټولو ډير سهام لري په پښتني بانک چي ۹۰ فيصدو ته رسيږي په دويمه درجي کي د خزاينو رياست چي ۲۰٪ سهام لري او دريم سهام لرونکي يي دافغان ملي بانک دي چي ۲۰٪ سهم لري او ۲۰٪ نور يي واړه سهام لرونکي دي . دپښتني بانک چوپړتـــــــــــــــــياوي: د اماناتو قبولول د جاري حساب په ډول د سپما حساب په ډول د معيادي حساب په ډول د ورکړي نقدي او بانګي چکونو ليږدونه دويستريونين او سويفټ له لاري د اسعارو د پيرولو او پلورلو ځانګړتياوي د هيواد په پراختيايي برخو کي پانګونه Services of - E- banking دارزښت لورونکوشيانو او اسنادو ساتـل ددولت دعوايدو راټولول پښتني بانک کي داماناتو اخيستل: پښتني بانک په دري ډولو امانتونه قبلوي چي دجاري حساب په ډول، دسپما حساب په ډول، دثابت امانتي حساب په ډول.




شکل۲-۱:دحسابونو ډولونه

جاري حساب (current account )

    دا ډول حسابونه معمولأ هغه سوداګري او کورني خلاصوي چي هر وخت وغواړي د بانګ څخه پيسي حصول کړي (whit draw) په دي ډول حسابونو کي پښتني بانګ کوم سود يا ګټه پيرودونکي ته نه ورکوي .

ددى ډول حسابونو څخه پيرودونکي هر وخت پيسى اخستلى شى يعنى يو پيرونکي ددى حساب په درلودلو سره په يوه وړڅ پيرونکي کولي شي چي ۱۰ ځلو څخه ډيري پيسي راوباسي ، دا دول حسابونو څخه پيرودونکي هر وخت پيسى اخستلى شى يعنى يو پيرونکي ددى حساب په ډرلودلو سره په يوه ورځ کي پيردونکي کولي شي چي ۱۰ ځلو څخه ديري پيسي وباسي ، دا دول حسابونه عمومآ د هغو کسانو لپاره د ګتي وړ دي چي ورځني کاروبار ولري او دا حسابونه په داخل د هيواد کي يوه ښه لاره دپيسود ليږ راليږد ده. پښتني بانک ددي حساب څخه چي کله يي پرانيسته او ديو کال موده پري تيره شوه نو۲۵۰ افغاني کلني فيس اخلي که يي ددي حساب څخه ګټه پورته کړه او که نه که يي دي حساب کلني فيس ورنکړو نو حساب يي بندوي .


په پښتني بانک کي ډيري شرکتونه جاري حساب لري اودابانک يي خپلو پيسو دساتلو اوليږد راليږد لپاره ډادمن ځاي ګڼي. هغه لوي شرکتونه چي په دي بانک کي حساب لري او د دي بانک څخه داړتيا په صورت کي دهمدي لاري کولي شي چي پورترلاسه کړي دالکوزي شرکت ، کاميردالوتني شرکت، داوي ايل او داسي نورشرکتونه چي ددي بانک په مالي مرسته يي دا لوړمقام ترلاسه کړي دي.( نيازي، محمد دواد، سيستم مالي افغانستان، ‍چاپ ۱۳۹۶، مطبه صلح).

پښتني بانک څلورډوله جاري حسابونه پرانيزي: ۱جاري افغاني Acc/af Current ۲جاري ډالر Acc/$ Current ۳– جاري يورو Acc/P Current ۴جاري پونډ Acc/u Current د جاري حساب پرانيستلو شرطونه د سوداګرو لپاره : د جاري حساب پرانيستلونکي بايد له ځانه سره شرکت جواز ولري. د جاري حساب پرنيستونکي بايد له ځانه شرکت احساس نامه ولري. د جاري حساب د پرانيستولو په وخت کي بايد د شرکت ريس او معاون يي حاضر وي. که چيري ريس وغواړي چي خپل معاون ته مستقله ډول صلاحيت ورکړي نو د يو عوښتن ليک په وسيله کولي شي چي خپل معاون ته مستقل صلاحيت ورکړي. ۲۵۰فـ کلني فيس معادي يي په نور اسعاروکي چي حساب پرانيستي وي. که چيري يو کس د ۵۰۰۰۰۰ افغانيو څخه زياتي پيسي راوړي او وغواړي چي په جاري حساب کي يي واچوي نو د هغوي پيسو د منبع سند بايد ولري که ورسره نه وي نو نه شي کولي چي په حساب کي يي ورزياتي کړي.

د جاري حساب شرطونه د حقيقي کسانو لپاره: د جاري حساب پرانيستونکي بايد له ځانه سره دو قطي انځورونه او پيژن پاڼه ولري. د جاري حساب پرانيستونکي کولي شي په يوه ورځ کي د لسو ځلو څخه ډير د خپل حساب څخه پيسي راواخلي. د جاري حساب پرانيستونکي هر وخت کولي شي چي په خپل حساب کي پيسي ډيري کړي. د جاري حساب پرانيستونکي بايد ۲۵۰ افغاني کلني فيس ورکړي او يي معادل په نورو اسعاروکي چي حساب يي پرانستي وي. هر کس چي دحاري حساب يو ځل پرانيزي تر شپږو مياشتو پوري نه شي کولي چي هغه حساب بند کړي وروسته د شپږو مياشتو يي له کوم اضافي فيس څخه کولي شي بند کړي. ګراف ۲-۳: جاري حسابونه په پنځو کلونو کي د ميليون په بنسټ

لکه څرنګه چي په پورته ګراف کي ۲-۳ کي ليدل کيږي په پښتني بانک کي جاري حسابونه پيسي هرکال په کميدو دي اګر چي جاري حسابونو دپيسو داندازي تعينول ډيرستونزمن کار دي ځکه هر کس په ورځ کي څو څو څله پيس اخلي او ورزياتيوي خو بيا هم که مونږ د ۲۰۱۳ کال د جاري حساب پيسي


چي ۸۴۳۴۳۸۹۰۰۰ افغاني کيږي د ۲۰۱۵ ميلادي کال سره پر تله کړو جي د ۷۳۱۶۵۰۵۰۰۰ افغاني فرق به يي ۱۱۱۷۸۸۴۰۰۰ افغاني شي. د سپما حساب (Saving Account): دغه ډول حسابونه معمولا د غير تحارتي اشخاصو لخو پرانستل کيږي. پدي حسابونو کي لږ څه کټه مشتر ي ته ورکول کيږي. جي دا حسابونه په دوه ډوله دي چي سودي او غير سودي حسابونه دي.ددي حساب به درلودلو سره مشتر ي کولي شي د خپل حساب څخه په هفته کي دوه واري پيسي راوباسي. او هم کولي شي په بيلابيلو وختونوکي خپله حساب ته پيسي ورډيري کړي. پښتني بانک څلور ډوله دسپما حسابونه پرانيزي: دسپما افغاني حساب Acc/af Saviing دسپما ډالر حساب Acc/$ Saving دسپما يورو حساب Acc/p Saving دسپما حساب د پونډ حساب Acc/u Saving دسپما حساب د پرانيستلو شرطونه کله چي يو کس غواړي د سپما حساب پرانيزي نو بايد خپل دوه قطعي انځورونه له ځانه سره ولري. اصلي پيژند پاني لومړي حساب يي بايد ۵۰۰۰ افغاني او يا ۱۰۰ ډالر وي دشپږو مياشتونه مخکي نه شي کولي چي خپل حساب بند کړي د حساب دلمنځه وړل کوم فيس نه لري.

ګراف ۲-۴: دسپما حسابونه دميليون په بنسټ

پورتني ګراف ۲-۴ :کي دسپما حساب کلني پيسي راښي که مونږ يي د پنځو کلونو پيسي پرتله کړو نو دجاري حساب برعکس ډيروالي راښې. ثابت امانتي حساب (Tixed Account): د دي ډول حساب درلوندوونکي بايد خپل حساب ته يوه ځانګړي نيټه وټاکي چي د هغي نيڼي څخه مخکي نه شي کولي د خپل حساب څخه پسي راوباسي. دشپږو مياشتو څخه تر څو کلونو کپوري کولاي شي خپلي پيسي دامانت په ډول بانک ته ورکړي. او په ثابت امانتي حساب کي مشتر بايد لږ تر لږ ۵۰۰۰ افغاني ولري. تر دي دمه مو د پښتني بانک دکړنو څخه لومړي حسابونه تر بحث لاندي ونيول چي ديو سواګريزبانک دکړنو اساس کڼل کيږي کله چي مو دا حسابونه او دهغوي کومي پيسي چي پکي شتون لري نو مونږ ته لاندي پوښتني پيداکيږي.


ايا تانک له دي حسابونو څخه کټه لاس ته راوړي؟ دکوم حساب پيسي بانک ډيره ګټه لاسته راوړي؟ دا حسابونو په يوه ټولنه کي کوم بدلونونه رامنځ ته کوي؟ ايا د حسابونه په ديو هيواد پر اقتصادي ودي کوم تاثيرات لري او که نه؟ پښتني بانک ددي حسابونو له لاري ډيره ګټه لاس ته راوړي له يوي خوا د جاري حسابونوکلي فيس چي ۲۵۰ افغاني کيږي چي له يوه حساب څخه يي لاس ته راوړي له بلي خو حسابونود ثابت امانيي حساب څخه جي يوه معينه موده لري نو پښتني بانک دا دا پيسي ديوي معيني مودي لپاره په کم سود سره اخلي او بيرته يي سوادګرو ته لږم ځّ ډير سود سره ورکوي چي پښتني بانک له همدي حساب څخه ډيره کټه لاس ته راوړي. دا حسابونه په ټولنه کي دداشافه مصرفي دود له منځه وړي او خلک د پيسو دسپما کولو ته هڅوي جي له يوي خوات بانک ددي پيسو په بدل کي دوي ته کټه ورکيو او له بلي خوا دا پيسي دهيواد به بيلابيلو برخوکي په پانګه اچول کيږي چي دا پانګوي ديو هيواد اقتصادي ودي باعث ګرځي. بانکداري د انټرنيټ له لاري: انټرنيټي بانکوالي ته مستقيمه بانکوالثي هم ويل کيژي انټرنيټي بانکوالي د کمپيوټري ټکنالوژي ييوه نوي لاسته راوړنه ده. خلک فکر کوي چي انټرنټي بانکوالي د ۲۴ ساعته بانکي جوپړتياو څخه عبارت ده.که څه هم بانکونه د صرافي داتومات ماشينونويا atm کارت ّه واسطه شپه او ورځ پيسي د مشتريانو په واک کي ورکوي خو انټرنټي بانکوالي تر دغعه هم له زياتو اسنتياوو ځه برخمنه ده.ځکه دورته بانکوالي په ترڅکي پيرونکي کولاي شي دانټرنيټي بانکوالي له لاري ابيلابيلي بانکي دندي له خپل کور څخه او يا دمسافرت په وخت کي دکار ځاي ته له تګ يا ورتلو څخه پرته ترسره کړاي شي. انټرنيټي بانکواليددي ځواک لري تر څو په اتومات ډول له خلکو ځه پيسي تر لاسه کړي او نورو خلکو څخه پيسي تر لاسه کړي او نورو خلکو ته يي د پورنو په توکګه ورکړي په لنډه توګه ويلاي شو چي د انټرنيټي بانکوالي پيرونکو ته دبانکي چوپړيتو يو نوي وړاتندي شيو سيستم دي چي د انټرنيټ په مټ ترسره کيږي.


دانټرنيټي بانکوالي اسانتياوي: دغه ډول بانکوالي کارونه اصلآ دکاغذ پر مخ ترسره کيري چي دکار دغه ميتود له نړيوال مخکښ اقتصاد سره اړخ لګوي اوس مهال دانټرنيټ د پراخي ټکنالوژي له منځته راتګ سره بانک او سوادګريزي کړني هم په برقي يا انټرنيټي توګه ترسره کيږي چي کولاي شو د بريښنايي سوداګري له لاري د صادراتو او وارداتو له بهير څخه برسروکړو دخپلي خوښي وړ احناس انتخاب او په برقي توګه يي دموبايل اوداسي نورو وسايلو له لاري خپله بانکوالي کنټرول کړو. بانکونه اوس دانټرنيټ له لاري دپيسو دليږد راليږد او د مبايل له لاري دپيسو ورکړه دانټرنيټ له لاري دچکونو د کنټرول په څير بانکي چوپړتياوي د پيرونکو په واک کي ورکړي. انټرنيټي بانکوالي په ۱۹۰۰ ميلايد کال کي د نړيوال جال له معرفي کيدو سره منځته راغله د انټرنيټي بانکوالي ګټي: دپيرونکو لپاره ګټي: دبانکوالي په برخه کي ګټي: ټولني ته کټي: (Automatic Teller Machine) ATM Card: د ATM پواسطه د تغدو پيسو د ترلاسه کولو لپاريو کارډ اسعماليږي چي هغي ته ATM کارډ وئي چي دا کارډ بانک خپل پيريدونکي ته کوي. بانک د ATM کارډ هغه پيرودونکي ته احرا کيږي چي په بانک کي د يو خاص حد پوري پيس ولري. د ATM پواسطه دنغدو پيسو د ترلاسه کولو طريقه د (ATM) پواسطه د نغدو پيسو د ترلاسه کولو لپاره لاندي اقدامات کيږي. د (ATM. CARD) د ماشين په يو خاصه برخه کي داخلول کيږي. کله چي کارډ دماشين په يو خاصه برخه کي داخل کړل شي نو ماشين پرمخ لاندي پيغام راښکاره کيږي.


(Enter your pin Code) مشتري د (ATM Card) کارډ (pin Code) ماشين ته داخلوي مشتري د (ATM) ّواسطه د يو مخصوص ادندازه پيسي ترلاسه کولاي شي کوم چي په سکرين بانيد ديو پټي په شکل درج وي که چيرته مشتري د درج شوو شمير و څخه د پيسو کومه شميره غواړي نو په نوموړي شميره کلک Click کوي که چيرته نوموئي شميره هلته ذکرنه وي نوبيا د ّيسو لومئي شميره ّه ATM ماشين کي نصبوي. د ATM ماشين د مخصوص عمل (Process) کوي د مخصوص عمل د تکميل کيدو څخه وروسته دماشن پرسکرين لارني پيغام راځي. (Take your card) کله چي مشتري (ATM Card) څخه پيسيد ماشين څخه وباسي نو دماشين ديو خاص برخي څخه مطلوبه پيسي په خپله راوځي. کله چي مشتري پيسي ترلاسه کړي نو په حساب کي دباقي پاتي پيسو پرچه دماشين ديوي خاص برخي څخه خارج شي. دټولو په اخر کي د (ATM) ّه سکرين لاندي پيغام ظاهريږي. [Thank you for using (bank name) A.T.M] ددولتي مخصولاتو راټولولو: پښتني بانک يوازيني بانک دي چي ددولت بيلابيل عواديد راټولولي. دکورونو دوکانونو لوړپوريزه ودانيو حرميي او دسي نورو عوايدو لپاره ځانګړي حسابونه لري او د خلکوي ځخه د نهغوي مالياتو راټولوي.


هره ناحيه ځانته يو ځانګړي حساب په بانک کي حلاصوي چي دا حساب دناحيي دريس به نامه وي او دهمغي ناحيي ټولي پيسي د ناحيي دريس حساب کي جمع کيږي دبريښنا بل د افغانستان بريښنا شرکت يو خصوصي شرکت دي چي د افغانستان د وارداتي او توليدي بريشنا ټول قراردادونه له همدي شرکت سره شوي دي دا شرکت په پښتني بانک کي يو حساب لري چي د بريښنا ټولي پيسي چي جمع کيږي هره هفته دجهار شنيپي په ورڅ ددي شرکت ديو هفتي عوايد ورليږيدوي دافغانستان بريښنا شرکته يوازيني شرکت دي چي دځان لپاره يي يو سيستم جوړکړي دي او دټولو بانکونوسره په اتوماتيک ډول فعاله دي دا سيستم د سي ډي په نامه ياديږي د C.D.S سيستم د بانک کارونه ډير اسانه کړي دي يوازيني او مهمه اسانتيا چي يي برابره کړ د وخت ده چي د خلکو وخت نه ضايع کيږي بله دا چي سيستم دير ساده شکل لري او که چيري د کوم بل موده تيرشيوي وي او يا کومه بله ستونزه ولري نو په اتومات ډول کله چي د بل نمبر داخل کړي هلته ورتهن په سره خظ هغه ستونزه ليکل شوي وي په دي سيستم کي هر ډول فساد پکي نا شوني دي د پيسو د ليږد طريقي: الف: سويفټ ( دبانکونو تر منځ دمالي اړيکو نړيواله ټولنه ) د دويمي نړيوالي جګړي څخه وروسته بلخصوص د۱۹۵۰م کال په وروستيو کي نړيوالي سوداګري په ډيري تيزي سره په ودي کي وه او ورځ تر بلي يي پراختيا موندله.په ۱۹۶۰م کال کي دامريکا او اروپا لويو بانکونوتصميم ونيوه چي داسي يو سيستم منځ ته راوړي. همغه وه چي په ۱۹۷۳م کال کي د۲۳۹بانکونه د۱۵ هيوادونو دبلژيک په هيواد کي جوړ کړو.

 ددي سيستم دبنسټ قانوني او  دتجهيزاتو نصب يي څلورکاله وخت ونيو پس له څلورو کلونو وکولاي شو په ۱۹۷۷ م کال کي د۵۱۸بانکونو په ګډون له ۲۲بيلابيلو هيوادونو څحه په کار پيل وکړ. 


سويفت يو تعاورني يا په بل عبارت يوه غير انتفاعي موسسه ده چي دګډونوالو بانکونو پوري اړه لري. دګډونوالو له طرفه د ګډون حق په ورکولو اوپه ډيره کمه اندازه د مسجونو دمصارفو په ورکولوسره شبکه خپل مصارف تمويلوي . بانک ۲۵کسيزه هييت له خوا اداره کيږي . دسويفت شبکي فايدي: ۱- دباوروړ: دسويفت سيستم داسي طراحي شوي چي اشتباه پکي په ډيره کمه اندازه امکان لري .که مسج په صحيح او استندرد ډول تنظيم نه شي نو سيستم يي نه قبلوي. سويفت ادعا کوي چي دباور حدي ۹۹،۹۹سلنه ده . او ادعا يي پرځاي ده ځکه چي تر اوسه يي يو مسج هم ندي ورک شوي. ۲ـ په هر ځاي کي دلاس رسي وړ دي: يعني دا شبکه ۲۴ساعته فعاله وي او په کال کي کومه رخصتي هم نه لري. ۳ـ امنيت: هر مسج په اتومات ډول پاسورد اخلي . هر مسج ترڅو چي خپلي موخي ته رسيږي پوښلي وي او غيره خلکو ورته لاس رسي نه کيږي. ۴ـ سرعت: هغه پيغامونه چې ددې شبکې له لياري ليږل کيږي وروسته له څو ثانيو څخه پيغام اخستونکي ته رسيږي. ۵ـ لږ لګښت: سويفت ددي سبب ګرځيدلي څو مالي انتقال لګښت کم شي. ددي شبکي څخه په ۱۳۸۵لمريز کال کي چۍ د۲۰۰۵م کال سره سمون خوري پښتني بانک هم دسويفت شبکي جواز تر لاسه کړو.

ويسټريونين (Western union)

 ويسټريونين  Western union يو له سرعت لرونکي وسيله ده دپيسو دليږد په ټوله نړي کي . ويسټر يونين د ۱۸۱۷ ميلادي کال څخه راپديخوا په پرمختللو وسايلو پيسې  په ډير کم وخت کي دنړۍ په سطحه کي په تضميني شکل ليږدوي.

‎‎‎ويسټريونين په ۱۸۰ هيوادونو کې فعاليت کوي چې ۸۰۰۰ څانکې لري.چې پښتني بانک د دې سازمان د مرستو په وسيله کولاي شي دپيسو د ليږد چوپړتياوي تر سره کړي. دغه ليږد کوم حساب ته په بانک اړتيا نه لري دا په دې معني کله چې يو کس وغواړي يوه اندازه پيسې يو ځاي ته وليږدوي اګر که پښتني بانک کي کوم حساب هم ونلريي کولاي شي چې پيسي بانک ته راوړي او وروسته د فورمې د ډکولو څخه کولاي شي چې هغه وليږدوي. پښتني بانک د ويستريونين شبکې د کار جواز په ۲۰۱۰ ميلادي کال کي تر لاسه کړ. پښتني بانک که څه هم دسويفت دشبکۍ جواز مخکي له ويستريونين څخه لاسته راوړي وه خو بيا يي ۸۰٪ ليږد ويسټريونين له لاري څخه دي.







د۲۰۱۲نه تر ۲۰۱۸کال پوري دپښتني بانک مالي راپور جدول۲-۳: د ۲۰۱۲ کال څخه تر۲۰۱۶ کاله پوري دپښتني بانک ټوليزه دارايي Year total asset AFN

2012 14.091

2013 14.97

2014 17.33

2015 16.88

2016 18.81

2017 21.31

2018 20.54


ګراف ۲- ۵:د ۲۰۱۲ کال څخه تر۲۰۱۶ کاله پوري دپښتني بانک ټوليزه دارايي

ګراف۲- ۵ : په دي ګراف کې د ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۶ کال پوري د پښتني بانک ټوليزه دارايي راښي. چه په بيلابيل کلونو کې بيلابيل ارقام لرلي. چه ترټول ټيټه دارايي په ۲۰۱۲ کال کې وه چې ۱۴.۰۹۱ ميليارد افغانۍ وه.او تر ټولو لوړه دارايي په ۲۰۱۷ کال کې وه چې ۲۱.۳۱ ميليارد افغانۍ وه.


جدول۲-۴: د۲۰۱۲ څخه تر۲۰۱۸کال پوري خالصه ګټه: Year net Profit

2012 0

2013 0

2014 790.3

2015 523.5

2016 757.8

2017 28.4

2018 221.2


ګراف۲-۶: د۲۰۱۲ څخه تر۲۰۱۸کال پوري خالصه ګټه:

دا ګراف ۲-۶:د۲۰۱۲څخه تر ۲۰۱۸ کال پوري خالصه ګټه راښي چې په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کي پښتني بانک کومه خالصه ګټه نه وه کړي بلکي دا بانک دکسر سره مخامخ شوي وو .او تر ټولو لوړه ګټه په ۲۰۱۴کال وو چي ۷۹۰.۳ مليونه افغانۍ وو



جدول: ۵.۲ له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۸ پورې د پښتنې بانک د بيلا بيلو مالې بنسټونو څخه پوروړي وه. Labilities (m) Year

142.54 2012

154.71 2013

164.97 2014

161.25 2015

169.02 2016

193.79 2017

184.15 2018


ګراف:۷.۲ : له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۸ پورې د پښتنې بانک د بيلا بيلو مالې بنسټونو څخه پوروړي وه.



جدول۲-۶:د۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱۸ کال پوري خالص سود : Year Net interest income

2014 403.3

2015 412.8

2016 317.9

2017 225.1

2018 59.6


ګراف۲- ۸ : د۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱۸ کال پوري خالص سود :

ګراف۲- ۷ : په دي ګراف کي د۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱۸ کال پوري خالص سود راښي چي تر ټولو ټيټ سود په ۲۰۱۸ کال وو .چي ۵۹.۶ مليونه افغاني وو او تر ټولو لوړ سود په ۲۰۱۵ کال کي وو چي ۴۱۲.۸ مليونه افغاني وو.


دريم څپرکي دپښنتي بانک تاثيرات دهيواد په اقتصاد باندي د پښتني بانک تآثيرات دهيواد په اقتصاد باندي جدول ۳-۱: له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۸ کال پوري دهيواد GDP په ميليارد افغانيو ښي. year GDP(miliard)

2012 1086.162

2013 1196.688

2014 1221.086

2015 1260.009

2016 1373.027

2017 1434.553

2018 1478.707


ګراف۳-۱: له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۸ کال پوري د هيواد GDPپه ميليارد افغانيو .


په دي ګراف کي له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۸ کال پوري د هيواد GDPپه ميليارد افغانيو ښی جي تر ټولو لوړه GDP په ۲۰۱۸ کال کي ده چي ۱۴۷۸.۷۰۷ميليارد افغاني وو او تر ټولو ټيټه GDPپه ۲۰۱۲کال کي ده چي ۱۰۸۶.۱۶۲ ده

جدول ۳-۲: له ۲۰۱۲ کال څخه تر ۲۰۱۸ کال پوري دپښتني بانک خالصه ګټه : year NET Profit(million)

2012 0

2013 0

2014 790.3

2015 523.5

2016 757.8

2017 28.4

2018 221.2


ګراف۳-۲: له ۲۰۱۲ کال څخه تر ۲۰۱۸ کال پوري دپښتني بانک خالصه ګټه :



ګراف : د۲۰۱۲څخه تر ۲۰۱۸ کال پوري خالصه ګټه راښي په افغانيو ښي چې په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کي پښتني بانک کومه خالصه ګټه نه وه کړي بلکي دا بانک دکسر سره مخامخ شوي وو .او تر ټولو لوړه ګټه په ۲۰۱۴کال وو چي ۷۹۰.۳ مليونه افغانۍ وو د هيواد په GDP کي د پښتني بانک د عوايدو فيصدي : جدول:۳،۳په دي جدول کي دپښتني بانک دعوايدو فيصدي د هيواد په GDPکي ښي. Percentage % Year

0 2012

0 2013

0.06% 2014

0.041% 2015

0.05% 2016

0.0019 2017

0.014% 2018


ګراف ۳-۳: له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۸ کال پوري دپښتني بانک دعوايدو فيصدي د هيواد په GDPکي ښی.



ګراف : له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۸ کال پوري دپښتني بانک دعوايدو فيصدي د هيواد په GDPکي ښی چي په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کي پښتني بانک کوم ګټه نه وه ګړي او د کسر سره مخ شوي وو . چي تر ټولو لوړه فيصدي په ۲۰۱۴کال کي وو چي ۰.۰۶٪وو . جدول ۳-۴: د پښتني بانک پانګه اچونه له ۲۰۱۴ کال څخه تر ۲۱۰۸کال پوري په افغانيو باندي ښيی Year Total Investments

2014 133.87

2015 141.27

2016 120.92

2017 121.58

2018 122.92


ګراف ۳-۴:د پښتني بانک پانګه اچونه په افغانيو باندي

دا ګراف ۳-۴ دپښتني بانک پانګونه د ۲۰۱۴کال څخه تر ۲۰۱۸کال پوري ښیی چي تر ټولو لوړه پانګه اچونه په ۲۰۱۵ کال کي وه چي ۱۴۱.۲۷ مليونه افغاني وي او تر ټولو کمه پانګونه په ۲۰۱۶۷ کال کي وه چي ۱۲۰.۹۲ مليونه افغاني وه.


جدول ۳-۵:د پښتني بانک پانګه اچوني ونډه د هيواد په مجموعي پانګه کي کال ونډه %

2014 0.24%

2015 0.47%

2016 0.32%

2017 0.15%

2018 0.16%


په عمومي توګه په لاندي ډول دي: ۱- د پانګي جوړښت کې پرمختګ رامنځته کوي: پښتني بانک د مالي منابعو په جوړولو کې ډير مهم او اساسي رول لري، دوي ډير خلک سپما ته تشويقوي او د هغوي دا تشويق کول د مختلفو انګيزو او ميتودونو په ورکړې سره رامنځ ته کيږي، دوي خپلې څانګې په مختلفو اطرافي مناطقو کې رامنځته کوي او په ډيرو لرو سيمو کې سپما برابروي.لکه صنعتي برخه کي ،ساختماني برخه کي ،تجارتي او داسي نور ۲- په نويو کاروبارونو کې پانګه اچونه Investment in New Enterprises)): اکثره متصدي اشخاص په نويو او خطري سيمو کې له پانګې اچونې څخه ويريږي، نوپښتني بانک په عمومي توګه لنډ مهاله او منځ مهاله پورونه پانګه اچونکو ته په نويو کاروبارونو کې د کاروبار لپاره تهيه کوي چې همدا کاروباري اشخاص خپله توليدي پروسه له نويو طريقو سره برابروي. ۳-د هيواد اقتصادي فعاليتونو متاثره کول) Influencing Economy Activity): پښتني بانک د هيواد اقتصادي فعاليتونه تر ډير مهمو تاثيراتو لاندې راولي چې د دې تاثيرات لاندې دي:



ـ د کريډيټ موجوديت ـ د ســـود نرخ که چيرې د سود نرخ په واسطه يا د کريډيټ د تشکيلولو په واسطه د هغوي د پيسو د مقدار په زياتوالي کې کامياب شي چې د ګردش په حال کې وي، دا په مستقيم ډول اقتصادي پرمختګ متاثره کوي. د سود کم نرخ پانګه اچونه تشويقوي، د کريډيټ تشکيل فعاليت کولاي شي چې په مجموعي تقاضا کې زياتوالي رامنځ ته کوي کوم چې د ډير توليد او ښه اقتصاد د رامنځته کيدو سبب ګرځي. ۴ـ د تجارت پرمختګ (Trade development): پښتني بانک کاروباريانو ته سرمايه اماده کوي، تخنيکې مرستې او نور سهولتونه د دوي د ضرورتونو مطابق برابروي.

۵- زيات توليد (More Production): پښتني بانک د اقتصاد په ټولو سکتورونو کې د زيات توليد د اطمنان سبب ګرځي، د کاريګر او پانګې د جوړښت سره د يو اقتصاد توليدي قابليت زياتوي.

۶-په سپما کې زياتوالي Increasing in Saving)): پښتني بانک خلک دې ته تشويقوي تر څو اضافي پيسې سپما په ډول وساتي، د سپما مختلفې طرحې په زړه پورې سودي نرخونو سره د دې مقصد لپاره معرفي کيږي، د بانک مختلفې څانګې په ليرو او کليوالي سيمو کې ددې هدف لپاره خلاصيږي. ۷- د کورونو جوړول (Construction of Houses): پښتني بانک مشتريانو ته د کور د اخستلو او جوړولو لپاره د پور سهولتونه برابروي. ۸- په استخدام کې زياتوالي) (Increase in Employment: پښتني بانک اقتصادي رفاه کي او دتجارت په پرمختګ کي زيات رول لري . صنعت، زراعت، ترانسپورت، مخابرات او داسې نور سکتورونه چې تمويلوي چي دغو سکتورونو په پرمختګ سره د استخدام فرصتونه زياتيږي.

۹- د زده کړې مرکز (Training Center): يو زيات تعداد خپلو کارکوونکو ته تجارتي مرکزونه تاسيس کړيدي پدې ډول سره بانکي ماهرين د دوي قابليتونو ته پرمختګ ورکوي او د هيواد اقتصادي پرمختګ کې کومک کوي. ۱۰- پانګې تهيه: په ډيرو هيوادونو کې د اقتصادي پرمختګ يو خنډ د پانګې نشتوالي دي چې دوي نشي کولاي خپلې پروژې تمويل کړي، بناً پښتني بانک د عامو خلکو سپما شوې پيسې راټولوي، پرلويو پروژو يې لګوي چې ورسره پروژې پر مخ ځي او په هيواد کې اقتصادي پرمختګ رامنځته کيږي همدارنګه پښتني بانک د بهرنۍ سوداګرۍ په پرمختګ کې هم ونډه لري. پښتني بانک په هيواد کې واردونکو سوداګرو ته بهرني اسعار په لاس ورکوي ترڅو هغوي پرې واردات وکړي. له بله پلوه د سوداګرو پيسې د نړۍ ګوټ ګوټ ته په څو د قيقو کې ليږي او تر لاسه کوي يې. ۱۱- دبهرنۍ سوداګرۍ ته پرمختګ ورکول (Foreign Trade Promotion): پښتني بانک واردونکو سوداګرو ته بهرني اسعار چمتو کوي تر څو هغوي پرې واردات وکړي چې ورسره سوداګري پرمختګ کوي.. ۱۲- مالي مشورې Financial Advices)): د کريډيټ د سهولت تر څنګ پښتني بانک خپلو مشتريانو ته ګټورې مالي مشورې هم ورکوي ترڅو خپل کاروبارونو ته پرمختګ ورکړي.






پايله په تيرو دريو لسيزو کې د خپل منځي جګړو په پايله کې زمونږ ګران هيواد افغانستان ويجاړ او ټوټه ټوټه شو او زمونږ غريب او جنګ ځپلي خلک ګاونډيو او نورو ممالکو ته مهاجر شول . زياتره سکتورونه لکه د صنعت سکتور ،سوداګريز سکتور ،کرنيزه سکتور او داسې نور سکتورونه تقريبا له منځه لاړل چې د دې په پايله کې زيات خلک بيکاره شول . وروسته د دې دريو لسيزو جنګونوڅخه يو ځل بيا خصوصي او دولتي سکتورونو وده وکړه چې د يو مملکت د اقتصادي ودي لپاره دولتي سکتورونه ډير عمده رول لري ځکه چي له يو خوا خلکوته اسانتياوي برابروي او له بلي خو ګټه يي ددولت بوديجي ته ځي. پښتني بانک يو له دولتي بانکونو څخه دى چې د طالبانو د رژيم څخه مخکي جوړ شوي دى. ددي بانک لومړي ريس الحاج جنت خان غروال وه چي ۲۳ کاله ددي بانک ريس پاتي شوو.غروال دخپل راياست په موده کي بانک ته ډيره وده ورکړه. پښتني بانک دهيواد په وده کي نه ستړي کيدونکي هلي ځلي کړي دي او دهيواد په اقتصادي وده کي ددي ونډه ديادولو وړ ده. دي بانک په دځانګړنو څخه يوه هم ددي بانک پانګونه ده چي په بيلابيلو برخو کي يي کړي ده.ددي بانک په په مالي مرسته ډيري شرکتونه په خپو ولاړ دي. په دي بانک کي دحيات الله دياني کړني دستايلو وړ دي چي بانک ته يي په۲۴ ساعتو ي نوي رنګ ورکړو حتي تر دي چي د ۴۰ کالو مخکي قرض چي حسابونه يي ورک شوي وه دفرانسي دهيواد څخه راوويستي د ۲۰۰۶ څخه يي تر ۲۰۰۸ کاله پوري ريس پاتي شو چي ډير ستاين ليکونه يي واخيستل. پښتني بانک دخپلو کرمندانو دپوهاوي په خاطر يو انستتيوت جوړکړي.



وړانديزونه ۱- پښتني بانک بايد خپلو څانګو ته پراختيا ورکړي ځکه چي پښتني بانک تنها په نهو ولايتونوکي څانګي لري .دڅانګو په پراختيا سره کولي شي چي ديو خوا خلکو ته اسانتياوي برابري شي او له بلي خوا کولي شي ددي لاري څخه ډيرعوايد لاس ته راوړي. ۲- لکه څرنګه چي مو دپښتني بانک کلني مالي راپور وليدو هر کال پښتني بانک په کومه برخوکي چي پانګونه کړي وه ثابتي پيسي لاس ته راوړلي چي په څو کلونو کي يي هيڅ توپير نه درلودو لکه داريانا افغان هيوايي شرکت څخه يا په نوروشرکتونوکي چي پانګه لرله ثاپتي پيسي لاس ته راوړلي له دي څخه دا معلوميږي چي پښتني بانک کومه دڅارني کميټه په خپلو پانګو نه لري ترڅو دهغوشرکتونو چي پښتني بانک پکي سهام لري څارنه وکړي، چي هر کال دا هغي شرکت خالصه ګټه چک او دهغي له روي خپل سهام ترلاسه کړي. نو پښتني بانک بايد دد لامل دمخنيوي لپاره يوه دڅارني کميټه جوړه کړي ترڅو په هغو شرکتنو کي چي سهام لري تري څارنه وکړي. ۳- پشتني بانک د معاش کوم حساب نه لري نسبت نورو خصوصي بانکونو ته چي دمعاش حسابونه لري لکه عزيزي بانک چي ملي اردو معاش ورکوي او کابل بانک چي دپوليسو معاش ورکوي. که دولتي کارمندانو ته دمعاش حسابونه جوړ کړي ديو خوا خلکو ته اسانتياوي برابريژي ځکه کوم رش چي په نور و بانکونو وي هغه تر يو حده کيږي او له بلي خو دولت ته هم يو څه عوايد لاس ته راځي. ۴- پښتني بانک دخصوصي بانکونو برخلاف دجاري حساب څخه په کال کي ۲۵۰ افغاني فيس اخلي حال دا چي خصوصي بانکونه دجاري حساب څخه کوم فيس نه اخلي لکه عزيزي بانک چي دا هم ددي بانک څخه چي يو دولتي بانک دي خلک کوښښ کوي چي خصوصي بانکونو کي حساب خلاص کړي ځکه چي هغوي کوم کلني فيس نه اخلي دجاري حساب څخه. ۵- داچه پښتني بانک يو دولتي بانک دي او دښارواليوعوايد راټولوي نو دخلکو ډيري وخت ضايع کيږي که چيري پښتني بانک داسي يو سيستم واخلي لکه دبريښنا لپاره چي اخيستل شوي ديوي خوا دخلکو وخت نه ضايع کيږي او له بلي خوا دکارمندانو وخت او کولي ځکه په يوه څانګه کي څلور تنه


د ښارواليو عوايد اخلي حال دا چي دبرق بل ته يو تن کار کوي. ۶- دا چي زمونږهيواد کي۹۰ سلنه خلک بيسواده او يا يي سواد کچه ډيره ټيټه ده او په خو بيا هم ۶۰ خلک انټرنټي چوپړتياو ته لاس رسي لري نو پښتني بانک بايد خپل سايټ له لاري چي جوړ کړي دي خلک د پيسو سپما ته وهڅو او هغوي تشويق کړي ترڅو هغه پيسي چي داقتصادي دوران څخه لري پاتي دي اقتصادي دوران ته داخلي شي.











مأخذونه: سيد، پوهنوال مسعود، بانکداري، چاپ ‍‍۱۳۹۶، مطبعه کابل. حميدي،ماري يوسفزي نورالله حقمل،بانکي محاسبه،۱۳۹۲ لمريزکال. حليم،قاري محمد،حميدي،عبدالمتين،بانکي تصدي لمړۍ چاپ ۱۳۹۲ لمريزکال. نيازي، محمد دواد، سيستم مالي افغانستان، ‍چاپ ۱۳۹۶، مطبه صلح. دپښتني بانک له کلنۍ ګڼي څخه. د عدلي وزارت، رسمي جريده، دافغانستان د بانکوالي قانون. فرهاني ، مجتبي زماني : پول و ارز بانګداري ،چاب نهم ، تهران ، سال۱۳۸۳ کلي اقتصاد ، (Priceple of Macroeconomecs)، پنځم چاب ، د امريکا متحده ايالات ، کال ۱۹۹۹ د پښتني بانک ويب سايټ bank.com www.pashtany 10.د افغانستان بانک ويب سايټ www.centralbank.gov.af