د "صلاح الدين ايوبي" د بڼو تر مېنځ توپير
Content deleted Content added
معلومات مي زیات کړه نښلنونه: ليدنيز سمون د موبايل سمون د موبايل وېب سمون |
ود سمون لنډیز نسته نښلنونه: ليدنيز سمون د موبايل سمون د موبايل وېب سمون |
||
۱ کرښه:
[[دوتنه:SalahudeenAyoubi.JPG|کيڼ|250px|بټنوک|د سلطان صلاح الدين ايوبي هديره]]
'''سلطان صلاح الدين ايوبي''' چي اصلي نوم یې ابوالمظفر صلاح الدین یوسف ایوبی دی په 1137میلادي کال کي دعراق هیواد په تکریت کي پیدا اوپه 1193 میلادي کال دمارچ پر3 تاریخ دشام په دمشق ښار کي وفات سو . نوموړی له اصله څخه کرد مسلمان وو اوپه کوچنیوالي يې کورنۍ له عراق څخه دشام په لوري ولاړه . سلطان صلاح الدین ایوبي دمشهوره غازي نورالدین زنګي له سرتیرو څخه وو اوپخپله ژوندکي یوتکړه جنګيالئ ترې جوړسو . دنورالدین تروفات وروسته صلاح الدین ایوبي دمصر اوشام واک په لاس کي واخیستی اوله هغه صلیبیانو سره یې دجهاد اعلان وکړ چي څولسیزي یې دمسلمانانو مذهبي ښار بیت المقدس لاندي کړی وو . په مصرکي تر فاطمي واکمنی چپه کولو وروسته صلاح الدین ایوبی ته دملک الناصر لقب ورکول سو اونوموړی ډیر ژر دیوقوی اوځواکمن سلطنت په مټ دانګلیسي او نورو اروپایي صلیبیانوسره جګړې پیل کړې . ترخونړیو نښتو وروسته صلاح الدین ایوبی وتوانېدی چي په 1187میلادي کال کي دبیت المقدس ښار له صلیبیانوڅخه ازاد اوپه اسلامي نړۍ ځان ته ځانګړی نوم خپل کړي . یاده فتحه په اسلامي تاریخ کي ډیر ستر ویاړ وو چي صلاح الدین ایوبی ترلاسه کړه اوترننه یې هم مسلمانان په ښه نوم یادوي . ترفتحي وروسته صلاح الدین ایوبي دښار ټولو عیسایانو ته دهغوی دجرمونو سربېره بیاهم عمومي عفوه اعلان کړه اوټول یې وبخښل . سلطان صلاح الدین ایوبي تردې فتحي وروسته په شام کي داسلامي دولت ریښې ټینګي کړې اوپه مصرکي یې دپخواني شیعه واکمنی اغیزي هم له بېخه وایستې .
|