د "هندواڼه" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
۳ کرښه:
'''هندوانه''' چې علمي نوم یې ( Citrullus lanatus ) دی په انگلیسي کې ورته watermelon او په دري کې ورته تربوز وایي. د دې مېوې اصلي سرچینه [[هندوستان]] دی او له هغه ځایه یې د نړۍ نورو سیموته لاره پیدا کړې ده .
 
هندوانه یو کلن [[نبات]] دی، چې پلنې پاڼې، څښېدونکی بوټی او ژېړ گلان لري، پوټکی یې شین او د ننه برخه یې سور رنگ لري .
 
هندوانه ډېره یخه ده، چې څومره یې خوږوالی زیاتېږي، نو گرم والي ته مایله کېږي. که چېرې اوبه یې په مخ او یا نور پوستکي وموښل شي، نو د مخ د پوستکي ښایست زیاتوي او انسان د پوټکي له ناروغیو ژغوري، مثانه ډېره قوي کوي او تیږه یا کاڼی یې له منځه وړي. که له خرما سره وخوړل شي، گټه یې ډېره زیاتېږي . حضرت [[نبي]] کریم (ص) به هندوانه له خرما سره یوځای خوړله، د هندوانې نورې هم ډېرې گټي دي، چې په لاندې مبارک حدیث کې یې یادونه شوې ده :