د "سقراط" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون Advanced mobile edit
د سمون لنډیز نسته
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون Advanced mobile edit
۱ کرښه:
 
[[دوتنه:Socrates Louvre.jpg|بټنوک|دسقراط مجسمه]]
 
'''سوقرات''' (سقراط) ([[يوناني ژبه|يوناني]]: {{polytonic|Σωκράτης}} {{IPA|sɔkɹətiːz}}, ''Sǒcratēs''; [[۳۹۹ م.ز.پ|۴۷۰]]–[[ز م.ز.پ]]) يو [[ancient Greece|لرغونی يوناني]] [[فلسفه|فېلسوف]] ؤ چې د [[غربي فلسفه|غربي فلسفې]] د بنسټ ايښودلو يا پلار وياړ يې ترلاسه کړی دی. د سوقرات په هکله تر ټولو پخه او ډاډمنه سرچينه افلاطون و. که څه هم چې لرغوني پوهان پدې کې سره يوه خوله نه دي چې آيا د تاريخ له نظره د سوقرات انځورونه د سرچينو نه سم اخذ شوې. آن دا چې افلاطون هم د سوقرات يو بشپړ انځور نه دی راڅرگند کړی خو د هغه ډيالوگونه موږ ته سوقرات د يو ښوونکي په توگه راپېژني چې د سوفستيانو د زده کړو مخالفت يې کاوه. سوفستيانو به خپلو زده کوونکو ته د خبرو اترو کړه وړه ورښودل چې په بحثونو کې بېلابېلو پوښتنو ته څنگه په هوښيارۍ سره ځوابونه ووايي خو سوقرات بيا خپل زده کوونکي دې ته اړ وېستل چې په خپل شاوخوا نړۍ کې تل د حقيقت پلويان اوسي او تل دې په دې هڅه کې وي چې د خپل د ضمير سره په هماهنگۍ کې ژوند وکړي، آن تر دې بريده چې که چېرته د هغوی همدا کار د هېواد د قانون سره په ټکر کې هم مخامخ وي خو دوی بايد د رښتيا په دريځ ولاړ وي. سوفيستيانو بيا د سوقرات په مخالفت کې راپورته شول او داسې انگېرنې يې کولې چې سوقرات زده کوونکو ته ناسمې لارښونې کوي او د دی زده کوونکي د داسې بامنطقه کسانو په توگه د ټولنې پر خلاف راڅرگندوي څوک چې د هغه خدايي غږ په لار روان دی، کوم چې د سوقرات په سر کې ازانگې وهي. خو سوقرات يو نېک او روک سړی و څوک چې د خپلې خبرې څخه نه اوړي او د هغه مهال د حکومت لخوا محاکمه کېږي.
 
د سوقرات د ځای په هکله داسې وييل کېږي چې هغه د آتن وو چې د آتن د محکمې لخوا پدې تورن شوی وه چې هغه د سپېڅلتيا سپکاوی کړی او د آتن ځوانانو ته د ناسمې لارښوونې په کولو سره هغوی له لارې وباسي. چا چې د هغه د ژوند پېښې بيان کړي، داسې وايي چې که څه هم چې د سوقرات د محاکمې په پای کې هغه ته د هېواد نه د شړلو اختيار هم ورکړ شوی وه خو هغه د شوکران زهر څښل پخپله خوښه وټاکل as he believed to go into exile would both further dishonor the agreement he had willingly made to abide by the laws of Athens, and that he would fare no better teaching in other cities.
==زده کړې==
 
== د سوقرات محاکمه او مړينه ==
"https://ps.wikipedia.org/wiki/سقراط" نه اخيستل شوی