د "نصر الله سوبمن منگل" د بڼو تر مېنځ توپير
Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته |
د سمون لنډیز نسته |
||
۷ کرښه:
نصرالله سوبمن منگل پر ۱۳۵۶ ل ل کال له کابل پوهنتونه د پوهنيزې پوړۍ (علمي رتبې) په ساتنې سره د پښتو څېړنو نړيوال مرکز ته تبديل شو. دا مرکز پر ۱۳۵۷ ل ل کال د افغانستان په علومو اکاډمي کې ويله (مدغم) شو. په دغه مرکز کې د پوځي خدمت د احتياط دورې (۱۳۶۵-۱۳۶۶ ل ل) په تفريق سره نږدې شل کاله د تاليف او ترجمې د څانگې د امر په توگه دنده ترسره کړه. پر ۱۳۸۲ ل ل کال د علومو اکاډمۍ د بشري علومو د مرستيال په توگه وگومارل شو. پر ۱۳۸۳ ل ل کال يې د يو کال په موده د ملگرو ملتونو د يوناما په څانگه کې دنده پر مخ یووړه او بيا پر ۱۳۸۴ ل ل کال علومو اکاډمۍ ته راستون او د يوې لنډې مودې لپاره د ټولنيزو علومو د مرکز د سروال په توگه وگومارل شو. تر دې وروسته پر همدغه کال د علومو اکاډمۍ د بشري علومو د مرستيال په توگه وگومارل شو.
څېړنپوه استاد نصرالله سوبمن منګل له اوږدې ناروغۍ ورسته، د ۱۳۹۹ کال د حمل مياشتې په اوومه نېټه د پنجشنبې په سهار دې خاورينې نړۍ سره مخه ښه وکړه او د کابل په شهدای صالحيونو هديره کې خاورو ته وسپارل شو، روح يې ښاد جنت يې ځای.
د استاد سوبمن علمي آثار
|