د "ابي نصر الفارابي" د بڼو تر مېنځ توپير
Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته |
د سمون لنډیز نسته |
||
۱ کرښه:
فارابي بشپړ نوم ابو نصر محمد بن محمد بن اوزلق، او په فارابي سره پېژندل كېږي. پلاريې محمد اوزلق بن ترخان د پوځ سپه سالار ؤ. د اټكل له مخې په ۸۷۰زېږيز كال چې له ۲۵۹هجري سره سمون خوري د نني افغانستان د فارياب ولايت په وسېج نومي كلي كې زېږېدلې دى. دې د درېيمې او څلورمې هجري پېړيو له نوموړيو فلسفيانو څخه شمېرل كېږي. دده زيات شهرت د ارستو د ثارو له شرحو له وجې دى. نو د همدې شرحو او د ارستو په كتابونو د لمنليكونو له وجې په دوهم ښوونكي (معلم ثاني) مشهور شو. ده له مرګ څخه مخكې د (الجمع بين الرايين))، (اغراض مابعدالطبيعه ارسطو)، (فصول الحكم) او (احصاء العلوم) په څېر نادره ليكلي كتابونه پرېښي. فارابي د خپل عمر په ۸۰يم كال د ۳۳۹هجري كال (۹۵۰ز) د نننۍ سوريي په پلازمېنه دمشق كې په حق ورسېد او هورې خاورو ته وسپارل شو.
|