د "د پښتو لنډو کيسو تاريخ" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
 
۸ کرښه:
بيا هم هغه کيسه چې موږ يې نن "لنډه کيسه" بولو او د غرب د شارټ سټوري په پېښو او پيروۍ رامنځ ته شوې، په غرب کې له نولسمې پېړۍ څخه رانښليدلې او په پښتو کې د شلمې پېړۍ د پيل محصول ده. لنډې کيسې که په لويديځ کې هر څومره ځلک او بلک درلود خو پښتو ته په "شليدلې پڼه" کې د پښتو د لوى ليکوال [[راحت زاخيلي]] کره راغله او د شلمې پېړۍ په لومړۍ لسيزه کې يې د کيسې علاقمندانو ته پړونى له مخه لرې کړ؛ دا کيسه که هر څومره په زړو جامو او شليدلې پڼه کې وه خو پښتني ښکلا له ليرې په کې برېښېدله او هغه د ارواښاد الفت خبره : " په زړو جامو کې ما وليده حوره". " کونډه نجلۍ" هم د پښتو د دوهمې کيسې په توگه له راحت صاحب کره وزېږيده، دا کيسه هم د ناوړو او کرغېړنو دودونو په کړۍ کې راگېره وه خو د فن له نظره د يوې ښې کيسې خوبۍ په کې وې او تر دې راوروسته په پښتو کې لنډه کيسه دود شوه او د لرې او برې پښتونخوا له ډېرو ليکوالو کره وزېږيده او د کتابونو، مجلو، جريدو او ورځپاڼو غېږې يې ډکې کړې او بيا د راډيو او ټلويزيونو پر څپو هم سپره او خوره شوه.
د شلېدلې پڼې په زوکړه کې اختلاف دى، ډېر ليکوال عقيده لري چې دا کيسه په ١٩١٨ کال له راحت صاحب کره هغه وخت وزېږيده چې " کونډې نجلۍ" يو کال پخوا د مشرې کيسې په توگه له ده کره سترگې پرانيستې وې او دا کيسې راحت صاحب د هغې د نهضت تر اغېز لاندې رامنځ ته کړې چې منشي پريم چند د شلمې پېړۍ د دوهمې لسيزې په پيل کې په سرحد کې د اردو افسانې په ليکلو سره پيل کړې ؤ.
د ارواښاد سيد تقويم الحق کاکا خېل د معلوماتو له مخې دا کيسه د ١٩٠٨ کال ده: "راحت زاخيلي نه صرف ناول ليکل شروع کړل بلکې د شلېدلې پڼې (١٣٢٦هـ ق / ١٩٠٨ع) په نامه يې د افسانو ابتدا هم وکړه" او هم نوموړي محقق خپل د پښتو آثارو په کرونولوژيک فهرست کې دا کيسه د ١٩٠٨ کال په چاپي آثارو کې داسې راوړې ده: " "١٣٢٦هـ ق / ١٩٠٨ع اسرارالعارفين [[شير محمد هوتک،هوتک]]، گلبڼ [[نعت عبدالحکيم،عبدالحکيم]]، چاردروېش [[نعمت الله،الله]]، شلېدلې پڼه راحت زاخيلى، ديوان احمد کلاچي".
د ارواښاد تقويم الحق ليکنه له ليدنې سره اړه لري او په خپل فهرست کې راوړي آثار يې جنساً ليدلي نو ځکه باوري برېښي چې شليدلې پنه به يې په چاپي بڼه ليدلې وي او چې دا راوايت ومنو نو بيا د پښتو لڼدې کيسې د پريم چند د اردو کيسو په تعقيب او پيروۍ نه دي رامنځته شوې او تر هغې وړاندې يې سترگې غړولې دي.
په هر حال په پښتو ادب کې لنډه کيسه ارواښاد استاد راحت پيل کړه او دى په لره پښتونخوا کې د پښتو هغه پياوړى ليکوال دى چې د پښتو د زاړه او نوي ادب د زنځيرونو د وصل او کوشير کړۍ يې په لاس کې دي.
تر دې راوروسته د ابوالمعاني آزاد په " افغان" نومي مجله کې تر ١٩٢٦ کال را وروسته نورې پښتو کيسې هم نشر شوې چې يوه " د يوه مړي پيغام" تر سرليک لاندې د ده په خپل قلم ليکل شوې وه او بله " د نواب صيب اشنايي" تر سرليک لاندې وه چې سر بلند خان د بدرشو کښلې وه.
 
په بره پښتونخوا يا اوسني افغانستان کې هم د نورو ډېرو نوښتونو او ادبي پنځونو ترڅنگ د لنډې کيسې پيل هم لوى استاد علامه حبيبي کړى او د ١٣١٢ لمريز(١٩٣٣ع) کال د طلوع افغان په کالنۍ کې يې " د سرو زرو گيند ( توپ) " تر سرليک لاندې يې يوه داستاني طرحه نشر کړه چې د لنډې کيسې نخښې او څرکونه پکې وو، د ١٣١٥ لمريز (١٩٣٦ع) کال د طلوع افغان په لومړۍ گڼه کې لوى استاد پوهاند حبيبي د " توريالۍ پښتنه" تر سرليک لاندې يوه حماسي کيسه خپره کړه چې د لنډې کيسې يوه بشپړه نمونه يې بللاى شو. تر دې وروسته په طلوع افغان کې گڼې ليکلې او ژباړلې لنډې کيسې نشر شوې او نورو ليکوالو د لنډو کيسو په ليکلو لاس پورې کړ خو زياتو يې نور مصروفيتونه درلودل او لنډې کيسې يې په ضمني توگه ليکلې چې په دې لړ کې د ارواښاد استاد گل پاچا الفت، سراج الدين سعيد، عبدالقدوس پرهېز، مولانا محمد شريف حبيبي، عبدالرحيم هاتف، غلام محى الدين زرملوال، ننگ يوسفزي، امان الله سېلاب، محمد صديق روهي، نصرالله حافظ، محمد يوسف ساپي او يو شمېر نورو کسانو نومونه اخيستلاى شو.
 
تر ١٣٣٠ لمريز( ١٩٥١ع) کال راوروسته په افغانستان کې کيسه ليکنې ته ځانگړې پاملرنه وشوه او داسې کسان رامنځته شول چې پښتو کيسې ته يې اساسي کار وکړ، دغه کسان تر ډېره حده د نړۍ له نويو ادبياتو سره اشنا وو او داسې لنډې کيسې يې وليکلې چې زموږ په کيسه ليکنه کې يې نوې تجربې گڼلاى شو او په دې برخه کې دغه ليکوال د يادونې وړ دي: [[حبيب الله تږی|حبيب الله تږى]]، [[ميراجان سيال،سيال]]، [[نور محمد ترکی|نورمحمد تره کى]]، عبدالرؤف[[عبدالروف قتيل،قتيل خوگياڼی]]، [[سعدالدين شپون]]، [[غوث خيبري|غوث خيبرى]]، [[محمد موسى شفيق]] او يو شمېر نور.
په دې کسانو کې د ارواښاد حبيب الله تږي يوه کيسه د " جړ وربل" په نامه ده چې کليوالي ژوند انځوروي، د ميراجان سيال لنډې کيسې " د پښتونخوا افسانې" په نامه خپرې شوې چې د پښتنو ژوند په خپله غېږه کې رانغاړي، د نورمحمد تره کي کيسې د نړيوال کمونيزم د مفکورې په پيروۍ طبقاتي ژوند ښيي، د سعدالدين شپون کيسې لکه د عزيز خان کڅوړه او د سمڅې ياران د پېښو او کرکټرونو نويې زاويه لري، محمد موسى شفيق څلور کيسې ليکلي چې د عبقريان په مجموعه کې له دري کيسو سره يو ځاى راغلې خوږ نثر او په زړه پورې داستاني جوړښت لري او ورسره د طنز مالگه پرې گډه ده؛ د قتيل صاحب لنډې کيسې چې په " ارمان" کې راغلې پښتني ژوند انځوروي د غوث خيبري لنډې کيسې تاريخ په خپله غېږه کې رانغاړي او تاريخي پېښې هنري کوي چې د " هغه وژړل" په مجموعه کې راغلې دي.
د څلوېښت (١٣٤٠ / ١٩٦١ع) په لسيزه کې هم يو شمېر کيسه ليکونکي رامنځ ته شول لکه: سيداحسان الله هېر چې تر ټولو زياتې کيسې يې ليکلي او د کيسو ټولگه يې د " انځور" په نامه خپره شوې، عبدالله بختانى چې د کيسو مجموعه يې " د پښتو پت" په نامه ده، محمد دين ژواک چې کيسې يې پرونۍ هينداره نومېږي، کبرى مظهري چې " برښنا" يې خپره کړې ده، محمد ابراهيم عطايي، عبدالرزاق پالوال، دوست شينوارى، حبيب الله رفيع، محمد موسى معروفي، رازقي نړيوال، حبيب الله زړه سواند، محتاج متى زى، ظاهر افق، مجاور احمد زيار، امين افغانپور او يو شمېر نور.