د "تېمور شاه دراني" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
نښلنونه: ليدنيز سمون د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
د سمون لنډیز نسته
نښلنونه: ليدنيز سمون د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
۳۹ کرښه:
|}}
 
'''اعليحضرت تېمور شاه درانى''' ''(په انگرېزي: Timur Shah Durrani)'' د افغانستان د لوى او نوميالي مشر، د افغان دولت د بنسټ اېښودونكې او ټولواكمن اعليحضرت [[احمد شاه بابا]] زوى وو، چې د ۱۷۴۸ ز كال د مى د مياشتې په ۱۸ زېږېدلى دى او په ۱۷۷۳ ز كال كې د خپل پلار له مړينې وروسته د افغانستان پر تخت كېناست. د تيمور شاه واکمني د افغانستان پايتخت دده د واكمنۍ پر مهال له كندهار نه [[کابل ولايت|كابل]] ته ولېږدول شو.
ځيني تاريخ پوهان وايي، چې تېمورشاه هوسايي غوښتونكى سړى وو او دده نرم طبيعت له وجي محلي مشران له ياغي شول. ده د قزلباشو سره ډېر ډيري نږدې اړيکې لرلي او پښتنو ته يې دومره پاملرنه نه كوله. [[صديق فرهنگ]] په ۱۹۸۸ ز كال كې ليكلې، چې تېمور شاه پخپل حرم كې درې سوه ښځې درلودې او هره مياشت پکي يوه ښځه زياتېدله، خو لدي سربېره ويښ سړى وو، له هرې جگړې نه بريالى راستون شوى دى.
تېمور شاه تر ډيره د [[هند]] او [[ايران]] د پادشاهانو او قومي مشرانو لوڼې كړې وې، چې ټولې لس تنه كېدې.