د "محمد صديق پسرلی" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۱۷ کرښه:
 
==صديق پسرلى او نور ادبي ځېلونه==
تر دې ځايه زموږ بحث د استاد پسرلي د غزل په اړه و او هغه مو د غزل سالار شاعر په توگه وپېژانده، خو هغه يوازې د غزل شاعر نه دى، بلكې قصيدې، څلوريزې، نظمونه او منظومې يې هم ليكلي دي. په لنډو ټكو كې كه ووايو، استاد پسرلي د شعر په ټولو قالبونو كې شاعري كړې او په ټولو كې يې د خپل شاعرانه قوت ثبوت وړاندې كړى دى. [[پير محمد كاروانکاروان]] همدا خبره كوي: «پسرلى صاحب غزل هم ليكي، قصيده هم ليكي او نظمونه هم. كه په ځير سره وگورو داسې ډېر كم شاعران پيدا كېږي، حتي كه ووايم ډېره ناممكنه ده، چې هغه دې په دې ټولو قالبونو كې خپل شعريت برقرار وساتي. موږ ته ډېر لوى لوى شاعران معلوم دى، چې هغوى به ښه غزل ليكي، مثلا حمزه بابا، چې واقعا د پښتو غزل عظيم شاعر دى، غني خان ډېر بهترين نظمونه لري، خو غني خان ورسره تر څنگ غزل نه لري. حمزه بابا نظمونه ليكلي دي، خو د حمزه بابا ټول نظمونه، چې دي هسې نه دي لكه د هغه غزلې، خو پسرلى صاحب هغه شاعر دى، چې هم قصيده، هم غزل او هم هغه نور قافيه وال نظمونه په ډېر عجيب انداز ليكي.»
 
[[محمد اسماعيل يون]] هم په همدې نظر دى: «له غزل پرته، څلورېزې يې دي، چې د ډېر فكر انتقالونكې دي، خو ډېره زياته ښكلا، چې ده هغه د ده په غزلونو كې پرته ده او تر هغه وروسته په څلورېزو كې يې دې ښكلا ته تم كېږو.»