د "ليکوال" د بڼو تر مېنځ توپير
Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته |
د سمون لنډیز نسته |
||
۱ کرښه:
'''ليکوال''' يا ليکواله داسې يوه وگړي (وگړې) ته ويل کېږي چې ادبي نثر يانې [[لنډه کيسه|لنډې کيسې]]، [[داستان]]، [[ناول]]، [[رومان]]، نندارمې او نورې هنري پنځونې وکړې او کړې يې وي. په [[پښتو ژبه]] کې هغو کسانو ته، چې په بېلابېلو پوهنو کې پوهنيزې څېړنې کوي او بيا يې د کتاب په بڼه چاپوي، هم د ليکوال ويي کارول کېږي. مانا دا چې که چيري کوم وگړي پوهنیزې څېړنې کړې وې يا يي هنري نثر يا په بله وينا داستاني اثار ليکلي وي، د ليکوال په نامه یادېږي.
مطلق داسې هم نه ده چې هر ليکوال دې هرو مرو مسلکي او کسبي وي. زموږ په [[هېواد]] لوی [[افغانستان]] کې داسې ليکوال ډېر دي چې د ليکوالۍ په څانگه کې يې مسلکي زده کړې نه دي کړې، خو د خپل ځاني لوست او د ليکوالۍ د استعداد د درلودلو په پايله کې يې ډېر ښه اثار ليکلي او ډېرې ښې څېړنې يې کړې دي. لکه پوهاند [[عبدالحی حبيبي]]، پوهاند [[عبدالشکور رشاد]]، استاد [[عبدالروف بېنوا]]، د اکاډميسين کانديد [[محمد انور نوميالی]]، پوهاند [[صديق الله رښتين]]، پوهاند دوکتور [[مجاور احمد زيار]]، [[حبيب الله رفيع]] او گڼ شمېر نور.
د [[نړۍ]] په نورو هېوادو کې هم داسې ليکوال تېر شوي او شته چې د ليکوالۍ په څانگه کې يې هېڅ کومې مسلکي زده کړې نه دي کړې، خو داسې هنري اثار يې پنځولي چې په ټوله نړۍ کې نامتو شوي او د ليکوال نوم يې تلپاتې کړی دی. د ساري په توگه د روسيې ستر ليکوال [[لېو نيكولايوويچ تولستوى]]، [[فيودور ميخايلوويچ داستاېفسکي|فیودور داستایفسکي]]، ستر امريکايي ليکوال [[تيودور درايزر]] او گڼ شمېر نور د همدغو اماتورو ليکوالو له شمېر څخه دي.
==دا هم وگورۍ==
|