د "ليکوال" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
'''ليکوال''' يا ليکواله داسې يوه وگړي (وگړې) ته ويل کېږي چې ادبي نثر يانې [[لنډه کيسه|لنډې کيسې]]، [[داستان]]، [[ناول]]، [[رومان]]، نندارمې او نورې هنري پنځونې وکړې او کړې يې وي. په [[پښتو ژبه]] کې هغو کسانو ته، چې بېلابېلېپه بېلابېلو پوهنو کې پوهنيزې څېړنې کوي او بيا يې د کتاب په بڼه چاپوي، هم د ليکوال ويي کارول کېږي.
 
د ليکوال ويی د پېژند (تعريف) په پراخې کچې او مانا سره هغه چاته ليکوال يا ليکواله ويل کېږي چې ليکني اثار ولري. مانا دا چې که چيري ليکوال وگړي پوهنیزې څېړنې کړې وې يا يي هنري نثر يا په بله وينا داستاني اثار ليکلي وي، د ليکوال په نامه یادېږي. مطلق داسې هم نه ده چې هر ليکوال دې هرو مرو مسلکي او کسبي وي. د نړۍ په گڼ شمېر هېوادو کې داسې ليکوال تېر شوي او شته چې د ليکوالۍ په څانگه کې يې هېڅ کومې مسلکي زده کړې نه دي کړې، خو داسې هنري اثار يې پنځولي چې په ټوله نړۍ کې نامتو شوي او د ليکوال نوم يې تلپاتې کړی دی. د ساري په توگه د روسيې ستر ليکوال [[لېو نيكولايوويچ تولستوى]]، [[فيودور ميخايلوويچ داستاېفسکي|فیودور داستایفسکي]]، ستر امريکايي ليکوال [[تيودور درايزر]] او گڼ شمېر نور د همدغو اماتورو ليکوالو له شمېر څخه دي.