د "ويکيپېډيا:د مياشتي غوره ليکنه/۲۰۲۰/۰۸" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د "<div id="mp-tfa-img" style="float: left; margin: 0.5em 0.9em 0.4em 0em;">{{main page image|Madhubala 1951.jpg|title=مدهوبالا}}</div> '''مدهوبالا'''..." تورو مخ جوړ شو
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
 
(بې توپيره)

د ۰۱:۵۰, ۱ اگسټ ۲۰۲۰ پورې تازه بڼه

مدهوبالا په ۱۴ فبروري ۱۹۳۳ کي په نوي ډیلي کي نړۍ ته ته سترګي روڼي کړې. هغې د خپل ژوند ډېره برخه یا بیا خپل ټول ژوند په هند کي تېر کړ. د مدهوبالا د پلار نوم عطاءالله خان او او دمور نوم یې بیګم عایشه وه. د ۱۹۴۴ زیږدیز کال د اپریل د میاشتې په چاودنې او اور کې یې کور وسوځيد اونهه کلنه مدهوبالا مجبوره سوه چې خپلې کورنۍ ته دیوې ګولې ډودۍ د پیداکولو لپاره فلمي نړۍ ته ولاړه سي. په خپلو هنري فلمونو کې مدهوبالا دهندوستان دمشهورو فلمي ستورو لکه؛ آشوک کمار، راج کپور، پرتهوي راج کپور، پردیپ کمار، شمي کپور، دلیپ کمار، سنیل دت او دیو آنند سره کارکړی دی. مدهوبالا په نړیواله کچه هغه مهال مشهوره سوه چې کله وتلي او منلي امریکايي مجلې (تیاتر او هنر) په ۱۹۵۲ کال کې د هغې انځورونه خپاره کړل، پر کومو چې ليکلي وه; (The Biggest Star in The World; د نړۍ ترټولو لویه ستورې). ددې فلمونو ډېر مینه وال درلودله په تېره بیا فلمونه لکه مغل اعظم، نیل کمل، شیرین-او-فرهاد، ساقي فلمونه یې ډېر مشهور سول. مدهوبالا په ۱۹۶۰ کال کې دیره سخته ناروغه سوه ځکه چې بدن یې ډیره وینه جوړوله، دغي بریالۍ فلمي اداکاري د ۱۹۶۹ زیږدیز کال دفبرورۍ د میاشتې په ۲۳مه په بمبئي کې د۳۶ کلونو په عمر له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې، او د سنټا کروز د مسلمانانو په هدیرې کې خاوروته وسپارل سوه.( بشپړه ليکنه...)