د "عبدالرحمان بابا" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۷ کرښه:
== مخينه ==
[[انځور:Rahmanbaba-Poem.jpg|بټنوک|200px|عبدالرحمن مومند]]
کومه مينه او ښه پېژندگلوي چې د عبدالرحمن بابا عُرفپه رحمنبرخه باباشوې، تههغه ميلاؤد شوېيو دهگڼ هغهشمېر د ډېروپښتو ښوښوژبيو شاعرانو په نصيببرخه کېشوز نشتهنه ده. د پښتوډېری بچئ بچئپښتانه رحمن بابا د يو ښه او ښايستهاو صوفي شاعر په حېثتوگه پېژني. د پښتنو کوڅه په کوڅه، کور په کور او کلي په کلي د رحمن بابا شعرونه وئيل کېږي. د رحمن بابا د شعرونو نه متلونه جوړ شوی دی. عالمان ئې او خطيبان ئې د جومات په منبر د آیاتونو د مطلب او تشرېح واضح کولو لپاره او ملنگان او دروېشان ئې په وجد او سر کې وايي ځوانان ئې په حجرؤ او مجلسونو کې د منگي او رُباب سره شعرونه وائي او اوسيني خلق ئې په دفترونو او کاروباري ځايونو کې په چُرت او مزه کې د ځان سره د شونډؤ لاندې په گُنگوسۍ کې وائي تردې پورې چې د سوات اخون باباجي عليه الرحمة هم د رحمن بابا د شاعرۍ بې حده زياته ستاينه کړې ده اړ دده د شاعرۍ سليس او د عوامو د خوښۍ برابر بللي دی. ددې دومره تعريفاتو نه پس هم دا ډېر د افسوس مقام دی چې د رحمن بابا د ژوند حالات لامکمل په تفصيل سره معلوم نه دي البته که مونږ د عبدالرحمن بابا په سوانح د علماؤ مُختلف مضمونونه وگورو نو مونږ وينو چې اکثر حالات خو هغوی يو شان ليکلي دي خو بيا هم يوه نيمه خبره ئې د بل نه سېوا ليکلې ده او همدغه شان که مونږ د ټولو سوانح نگارانو په رحمن بابا ليکلئ شوی سوانح وگورو نو کافي ډېر معلومات راجمع کېدائ شي. عبدالرحمن بابا په يويشتم د جمادي الثاني سنه ۱۰۳۸ هجري کې د [[پېښور]] سره نژدې په بهادر کلي کې پېدا شوی و. دا کلئ د پېښور سوېل خوا ته درې ميله ليرې د [[کوهاټ]] د سړک غاړې ته دی. د پلار نوم ئې عبدالستار و، دئ په اصل کې غوري خېل و، غوري خېل څه لاروي خلق نه و، بلکه د زمکو مالکان وه او ښه په تول پوره وه په دې وجه دا نظريه چې عبدالرحمن بابا بالکل غريب سړئ وه غلطه ده البته داوه چې خپله رحمن بابا له دُنيا سره مينه نه کوله، عبدالرحمن بابا پيدا شوی په بهادر کلي کې وه بيا په هزارخوانۍ کې استوگن شو په دې وجه بعضې مؤرخين ئې د بهادرکلي بولي اوځينې نور ئې د هزارخوانۍ، خو صحيح خبره همدغه ده کومه چې وليکلئ شوه. په کال ۱۰۴۵ هجري کې مشهورعالم عبدالحق رحمة الله عليه په بهادر کلي کې ميشته شو. دا عالم د متنۍ اوسېدؤنکئ وه. عبدالرحمن بابا د قرآن مجيد او د دين نور ابتدائي علوم دده مشهور عالم نه زده کړل. په کال ۱۰۵۲ هجري کې يو بل مشهور عالم د مولانا محمد يعقوب ځوی مولانا محمد يوسف عليه رحمة په [[پېښور]] کې استوگنه شروع کړه دی په اصل يوسفزئ وه، عبدالرحمن بابا ددغه عالم نه هم فېض ياب شو. ددې مشهور عالم نه ئې د [[فقهې]] او تصوف علم حاصل کړؤ. عبدالرحمن بابا تقريباً په ۱۰۵۴ هجري يا ۱۰۵۵ هجري کې د پېښور نه کوهاټ ته تشريف يوړلو او هلته ئې درويشت کاله عمرتېرکړؤ په خصوصي توگه نهه کاله عمر ئې په ځنگل خېل نومي کلي کې تېر کړی او پنځه لس کاله ئې په شېرکوټ نومي کلي کې تېرکړل، دلته ئې د حاجي بهادرخان عبدالله کوهاټي نقشبندي نه درس واخيستو او په کوهاټ کې عبدالرحمن بابا د دين ښه کلک عالم جوړ شو همدغلته رحمن بابا باندې د خدائ رحمت وشو او شاعري ئې شروع کړه، هغه شاعر چې ټول پښتانه او په [[پښتو ژبه]] پوهېدونکي غېرپښتانه ئې اوس پېژني.
 
{{شعر}}