د "کينډۍ:خبرونه" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
د سمون لنډیز نسته
نښلن: 2017 source edit
۲۱ کرښه:
* ''[[منظور پشتين|د منظور پشتين پاڅون]]''
* ''[[عبدالمنان ارغند|د عبدلمنان ارغند شهادت]]''
<!--يادونه: د هر خبر سره ځانته نېټه کال او مياشت وليکئ. او تر ټولو مهمه زموږ د ويکيپېډيا سيسټم پر عيسوي کال (٢٠١٩) باندې چليږي، مطلب چې مياشت ليکئ نو اکتوبر.... او داسې نورې وليکئ، د غویي او دا نورې مه ليکه او مه هم پښتو "کال" کاروئ که نه ستاسو خبر به ډيليټ (ليرې) کړلې شي-->
 
}}{{خبرونه/پاي|Month=January|Year=2018}}
* نن د افغان سولې په اړه د روسیې، امریکا او افغانستان درې اړخیزه غونډه جوړېږي
 
نیټه د 2020 زیږدیز کال د جون 15 مه
 
افغان حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، له روسيې او امریکا سره په ګډه د افغان سولې په اړه درې اړخیزه ناسته جوړوي.
 
کابل نیوز د بهرنیو چارو وزارت له قوله لیکلي، چې په دې درې اخیزه ناسته کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر، د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف ګډون کوي.
 
د بهرنیو چارو وزارت له قوله، ناسته نن ماښام جوړېږي او د بین الافغاني مذاکراتو، دایمي اوربند، بندیانو خلاصون او د جګړې د شدت کموالي په اړه پکې بحث کېږي.
 
د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په دې درې اړخیزه ناسته کې به د تاوتریخوالي پر کموالي، د بندیانو پر ازادېدو، بین الافغاني خبرو، دایمي او هر اخیز اوربند او د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پر رامنځ ته کېدو خبرې وشي.
 
تر بهرنیو چارو وزارت وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي «ضمیر کابلوف» هم ددې ناستې د جوړېدو خبر ورکړی وو، او یاده کړې یې وه، چې دا ناسته به دروانې میلادي میاشتې “جون” پر پنځلسمه پلان شوې، په انلاین بڼه جوړېږي او دافغان سولې او په بین الافغاني مذاکراتو کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په اړه به پکې بحث کېږي.
 
دغه ناسته داسې مهال رابلل کېږي، چې د طالب او دولتي زندانیانو د خلاصون د لړۍ له دوام سره هم مهاله د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو ته هیلې زیاتې شوې.
 
د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوې توافقنامې سره سم د درې زره طالب زندانیانو د خلاصون لړۍ بشپړه شوې او تمه ده روانه اوونۍ دوه زره نور زندانیان هم خلاص شي.
 
طالبان وایي، که له توافقنامې سره سم يې پنځه زره زندانیان خلاص شي، دوی تیار دي د یوې له ټولو افغان جهتونو سره خبرو ته کېني او د افغانستان د راتلونکې په اړه ورسره وغږېږي.
 
 
* صدیق مخترع د ور پېښې ناروغۍ له امله وفات شوی
 
(2020ز کال د جون 15مه نېټه)
 
غلام صدیق مخترع چې په بېلابېلو برخو کې یې لږ تر لږه ۳۴۴ اختراع ګانې کړې وې د ورپېښې ناروغۍ له کبله مړ شوی دی. نوموړي خپله لومړنۍ اختراع په څوارلس کلنۍ کې وکړه او په دې برخه کې یې ځانګړی مهارت درلود. غلام صدیق مخترع په تخنیکي برخه کې په بېلابېلو ادارو کې دندې تر سره کړې دي او ۳۴۴ داسې اختراع ګانې یې کړې وې چې له ټولو څخه یې په عملي ډول ګټه اخیستل کېده. خو نوموړي به تل له رسنیو سره په خبرو کې د حکومت له چارواکو ګیله کوله چې کار او اختراع ګانو ته یې ارزښت نه ورکوي او امکانات نه ورته برابرېږي. دده اختراع ګانې د ځینو بهرنیو تخنیکي شرکتونو لخوا هم منل شوې او ستایل شوې وې. غلام صدیق مخترع چې اوس مهال یې په کابل کې د بې وزلۍ ژوند تېراوه د ۸۰ کلونو په عمر د ور پېښې ناروغۍ له کبله کابل کې وفات شوی دی.