د "بېګ بېنګ" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
و Typo fixing using AWB
د سمون لنډیز نسته
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون Advanced mobile edit
 
۲ کرښه:
لوی درز (Big Bang) څه ته وايي؟
(اخځ او انځورونه: ناسا)
 
'''بیګ بنګ''' (د بګ بنګ ټکر) په ۱۹۲۷ کې، د جارج لومیتره (Georges Lemaitre) په نامه بلجیکي ستورپوه ته یو فکر ور پیدا شو. هغه دا خبره وکړه چې زموږ کاینات ډېره موده مخکې له یوه کوشني ټکي څخه پیل شوی دی. بیا یې وویل چې کاینات د وخت په تېرېدا غځېدلی او پراخ شوی دی. دومره پراخ شوی لکه نن چې دی – او نور هم پراخېږي. د جارج لومیتره د دې خبرې مطلب دا دی چې زموږ دا لوی کاینات په پیل کې دومره لوی نه وو. خو دا خبره په یاد لرئ چې کاینات یو ډېر لوی ځای دی، او ډېره موده مخکې رامنځته شوی دی. دا دومره لوی کاینات څنگه رامنځته شوی دی؟ د دې پوښتنې لپاره د سم ځواب پیدا کول ستونزمن کار دی. دوه کاله وروسته، د اېډوین هبل (Edwin Hubble) په نامه امریکايي ستورپوه ولیدل چې نور کهکشانونه زموږ څخه لیرې کېږي. یوازې دا نه، بلکې لیرې کهکشانونه تر نږدې کهشانونو لا په گړندیتوب سره لیرې کېږي. نو د دې خبرې مطلب دا شو چې کاینات تر اوسه لا پراختیا مومي، کټ مټ لکه جارج لومیتره چې څنگه فکر کړی وو. که دا خبره ومنو چې کهکشانونه ورځ په ورځ یو له بل څخه لیرې کېږي او غځېږي، نو د دې خبرې مطلب دا دی چې دا کهکشانونه په یوه زمانه کې یو بل ته نږدې ول. موږ چې نن سبا په خپل کاینات کې هر څه لیدلای شو – لکه ستوري، سیارې، لکیورې (comets)، سیاره‌وزمې او داسې نور – دې شیانو په یو وخت کې شتون نه درلود. که یې شتون نه درلود، نو دا ټول شیان له کومه راغلل؟
 
==د کاینات کوشنی پیل==
کله چې کاینات رامنځته شو، ډېر گرم وو، او د دې گرم کاینات ډېر کوشني توکي له رڼا او انرژي سره گډ شول. کاینات هغه مهال داسې بڼه هم نه لرله لکه نن چې یې وینو. د کاینات له پراخېدا او غځېدا سره سم دا توکي هم ساړه شول. د دې کوشني توکو له یو ځای کېدو څخه [[اټوم]]ونه (atoms) را منځته شول. بیا د هغو اټومونو له یو ځای کېدو څخه لومړني ستوري او کهکشانونه را منځته شول.