د "طالبان" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
۸۶ کرښه:
پېغلو ته اجازه نه وه ښوونځی ته ولاړې شي. هلکان د سبق د ویلو لپاره مسجد ته تلل. په مسجد کښې ملا د هغه هلکانو ته درس ورکا‌وه. ملا شاگردانو ته اول د عربی او وروسته بیا د قرآن مجید لوست ور زده کاوه. ډېر مهم کتاب قرآن کریم وو، له دي سره سره په هیواد کي پوهنتونونه او مکتبونه هم خلاص وو ، طالبانو يي په وړاندي خنډ نه ایجاداوو .
 
== طالبان او ترياک ==
د نشه یي توکو کر له طالبانو مخکې په افغانستان کې دود شوې وو، آن دا توکي د ډاکټر نجیب په ولسمشرۍ کې هم بازار درلود. د مجاهدینو د وخت په نامه د اسلامی دولت پر مهال دې کار ښه زور پیدا کړ. کله چې طالبان واکمن شول، نو په لومړي سر کې یې خلک لدې کاره نه منع نکړل، مگر کله چې په نړیوال سیاست پوه شول نو ، نو د امیر المومنین ملا محمد عمر مجاهد په یوه کاغذي فرمان هر ډول نشه یي توکي په ټول افغانستان کې بند شول، او تر هغي وروسته چا بیا ددې سوال هم نشو کولای چې نشه یي توکي وکري. په کال کې دننه ۹۹٪سلنه نشه یي توکي راکم شول. په هغو سیمو کې چې د شمالي ټلوالې په واکمنۍ کې راتلې لکه د تخار خواجه بهاو الدین، د بدخشان ولایت او داسې نورې یوه نیمه ولسوالۍ کې د تېر په څېر تریاک کرل کېده.
په ۱۹۹۹ کال کښې د متحدو ملتونو سازمان د طالبانو په خلاف اقتصادی بندیزونه اعلان کړ. د دی په سبب طالبانو په ۲۰۰۱ کال کښې د بامیان په ولایت کښې بودایی مجسمه د منځه یوړه کومه چي د افغانستان د۷۰۰۰ کلن تاریخ یو انځور وو .