د "اسټرالیا" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون Advanced mobile edit
د سمون لنډیز نسته
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون Advanced mobile edit
۷۴ کرښه:
}}
 
د '''آسټراليا''' (استرالیا) همګټی هېواد په سوېلي نيم کره کې پروت دی. دا د نړۍ تر ټولو وړوکی براعظم دی چې د هند په سمندر کې او په آرام سمندر کې گڼ شمېر ټاپوان لري. د آسټراليا سهېلي گاونډي هېوادونه [[اندونېزيا|انډونېزيا]]، [[ختیځ تیمور]]، [[پاپوا نیوګیني]] دي، په سهېل ختيځه خوا کې يې [[د سلیمان ټاپوګان]]، [[ونواتو]] او په فرانسې پورې تړلې [[نوی کالیدونیا]] پراته دي او په سوېل ختيځه لورې يې د [[نوی زيلانډ|نوي زيلاند]] هېواد پروت دی.
 
د ۴۰۰۰۰ کالونو راپدې خوا پدې لويه وچه کې بومي انسانان مېشت دي. په ۱۷ مه پېړۍ کې د سهېل له لورې د کب نيونکو او د اروپايي سپړونکو او سوداگرو د کله نا کله ليدنې وروسته په ۱۷۷۰ زېږيز کال کې د برطانيې حکومت ددغې وچې نيمه ختيځه سيمه د خپل په دولت کې ورگډه کړه، او په رسمي توگه يې په ۲۶ د جنوري، ۱۷۸۸ زېږيز کال کې د نوي وېلز د پېنل کالونۍ ترنامه په دې سيمه کې مېشت شوه.