د "اردو ژبه" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۲۶ کرښه:
|-
|}
[[File:Lashkari Zaban in Nastaliq script.png|thumb|د نستعلیق په اسکرپټ کې د لشکرې زابل سرلیک]]
 
'''اوردو''' يا '''لښکرې زابل''' د هندي ژبې په کورنۍ پورې تړلې د لرغوني [[هند]] د مسلمانانو ژبه بلل کېږي . دا ژبه يوه پراخه ويونکې او د [[پاکستان]] د دوؤ رسمي ژبو (انگرېزي ، اوردو) څخه يوه ملي ژبه ده . همدارنگه د هند له ۲۲ ژبو څخه يوه پراخه ژبه گڼل کېږي . د هند د پينځو ايالتونو لويه ژبه هم ده . دغه ژبه د پاړسي ، عربي ، پښتو او تورکي ژبو تر اغېزې لاندې د ۹۰۰ کالو راهيسې پرمختگ کړی دی . دې ژبې د هند د اتر پردېش ايالت کې د ډيلي د سلطنت (۱۲۰۶ـ ۱۵۲۷) پر مهال د وينا بڼه خپله کړه همدا رنگه ېې ليکني پرمختگ د مغلو واکمنۍ (۱۵۲۶ ـ ۱۸۵۸) سره منځ ته راغله. اوسينۍ نوې بڼه اوردو د هند د ځوانانو ترمنځ د دوه اړخيزې پوهېدنې لپاره ځانگړی ځای خپل کړی .
د مغلو اصلي ژبه [[چغتايي ژبه]] نومېده کومه چې د [[تورکي ژبې]] کورنۍ پورې تړاؤ لري . خو وروسته له هغه چې د مغلو قبايل سوېلي اسیا ته راکډه شول نو ېې د پاړسي ژبې لورې مخه کړه او پاړسي ېې خپله کړه . د ځينو سيمو چې ژبه ېې سنسکرېټ وه نو د مېشتو خلکو سره د اړيکو له کبله دې ته اړ شول چې هندي د پاړسوـ عربي په بڼه وکاروي . همداسې ېې ليکني بڼه او ويونه ېې د [[پاړسي]] ، [[عربي]] ، [[تورکي]] ، او وروسته ېې د [[پښتو]] ژبې د اغېزې په وجه ادبي وسموله . همدې نوې بڼې ژبې ته ېې د اوردو ٫٫ اردو٬٬ نوم ورکړ .