د "پرې مخ" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمونګر په وسیله د یو نوي مخ جوړول.
(بې توپيره)

د ۱۲:۵۲, ۳ نومبر ۲۰۱۹ بڼه

мини|پرې مخ په په تخنیکي رسم کې پرۍ مخ (په انګرېزۍ: Cross section) په مېچپوهنه (په عربي: هندسه) کې د یوه شي فکري پرې کول په یوې، دوې او یا څو سطحو هرې سطحې ته پرې مخ او یا پرې شوی مخ وایي. په دغو سطحو کې هرې هغې برخې چې پرې شوې وي ښودل کېږي او په دغه توګه د شي منځ ښکاره کوي تر څو یې د جوړولو چار شونی اواسانه شي. که شي د X - څورلیځ موازي خوڅ شوی وي نو افقي پرې مخ او که د Y - څورلیځ موازي خوڅ وي نو د عمودي پرې مخ په نامه یې یادوي. کله ناکله شی ستونزمن او غټ وي نو پرې مخونه په کې ډېر شي نو بیا یې د A, ‌B، C، D ....نومونه ورکوي. په رسمونو کې چې د پرې کړې برخې او د ناپرې کړې توپیر وکړي پرې کړې برخې کرښیزه کوي (په کرښو یې ډکوي). بیا پرې مخونه په ساده او ستونځمن وېشل کېږي. ساده هغه ته وایي چې شی په یوه سطحه خوڅ کړي. ستونځمن هغه وي چې شي په څو سطحو کې خوځ کړي خو پرې مخ یو وي، په بله وینا د پرې مخ کرښه په شي کې ټوپ وهي. د پرې مخ کرښه هغه کرښه وي چې په رسم کې د پرې مخ ځای پر نښه کوي.

نن ورځ تخنیکي رسمونه په کمپیوټر څکول کېږي او تخنیکي پروګرامونه لکه اوټوکاد، ارخيکاد او داسې نور د (Section) توکمه لري. توکمه کښېکاږي او د پرې کولو پر ځای (کلیک) کوي او پرې مخ به چمتو وي.


سرچينې