د "صديق الله رښتين" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۱۷ کرښه:
رښتين صاحب په ١٣٥٢ ل ل کال کې تقاعد پاڼه تر لاسه کړه. تر دې وروسته هغه د ژوند تر پايه بيا دولتي دنده ترسره نه کړه او نه يې هم د کوم دولتي نشراتي ارگان سره د ليکنې مرسته وکړه. پوهاند رښتين پر رسمي هڅو سربيره يو شمير مطبوعاتي او فرهنگې دندې هم تر سره کړې دي. د بيلگې په توگه هغه په ١٣٢٨ - ١٣٢٩ کې د شپې له خوا د کابل راډيو د يوې ځانگړې خپرونې د چلوونکي په توگه کار کړی دی. همدا ډول يې له ١٣٣٣ نه تر ١٣٣٧ کال پورې د مازديگر له خوا په کابل راډيو کې د يوې ځانگړې خپرونې د پښتو کميټې غړۍ وو او بيا د ١٣٣٦ نه تر ١٣٤٠ کال پورې د کابل راديو د رنگارنگ خپرونو د چلوونکي دنده په غاړه درلوده. د ١٣٤٣ نه تر ١٣٤٨ کال پورې يې د کابل راډيو د ادب د وږمو خپرونه پر مخ بيوله. پوهاند رښتين صاحب د يو لړ علمي او ادبي ليکنو او خپرولو وروسته په ستاينليکونو او نښانو نو نمانځل سوي او تر ١٥ يې زياتې جايزې تر لاسه کړې دي.
 
د پوهاند صاحب رښتين مورنۍ ژبه [[پښتو]] وه، خو په [[فارسي]]، [[اردو]] او [[عربي]] ژبو يې هم اثار ليکلي، له عربي او اردو نه يې يو شمير ژباړنې کړ ېکړې دي.
 
== رسمي ماموریتونه ==
 
ارواښاد پوهاند رشتین په ۱۳۱۸ لمریز کال د انجمن ادبي غړی او د پښتو ټولنې د قواعدو د څانگې مدیر شو . په ۱۳۲۱ لمریز کال د ً وړانگه ً د جریدې د مؤسس او لومړني مسؤل په حیث پکتیا ته لاړ. د ۱۳۲۱ کال په ثور کې د پښتو ټولنې د معاون کفیل او د قواعدو او لغاتو د څانگې مدیر شو.
 
د ۱۳۲۲ لمریز کال په سنبله کې د پښتو دایرة المعارف آمر . د ۱۳۲۶ لمریز کال په میزان کې د فراه ولایت د سیستان د جریدې دمؤسس او لومړنی مدیر په حیث مقرر شو.
 
د ۱۳۲۷ لمریز کال په سنبله کې د پښتو ټولنې د مرستیال او د پښتو دایرة المعارف آمر . د ۱۳۲۷ د اسد په میاشت کې د پورتنیو دندو په څنگ کې د هیواد د ورځپاڼې مسؤل هم شو. د ۱۳۲۵ څخه تر ۱۳۲۹ کال پورې د پورتنیو دندو بر سیره د کابل پوهنتون د ادبیاتو د پوهنځي داستاد په حیث هم دنده اجرا کوله.
 
د ۱۳۳۰ لمریز کال د حمل په میاشت کې د پښتو ټولنې مدیر شو.
 
د ۱۳۳۱ لمریز کال په اسد کې د زیري د جریدې د دوهمې دورې مؤسس شو.
د ۱۳۳۴ لمریز کال په حمل کې د پښتو ټولنې رئیس شو.
د ۱۳۳۵ لمریز کال په جوزا کې د کابل پوهنتون رسمي استاد او د پوهنې د وزارت مشاورشو.
پوهاند رشتین د پښتو ادبیاتو لومړی پروفیسور ؤ او له ده د مخه په دې میدان کې د پښتو په شعبه کې څوک تیر شوی نه دی.
 
پوهاند رشتین د ۱۳۴۲ کال په سرطان کې د دوهم ځل لپاره د پښتو ټولنې رئیس شو دا دوره لس کاله وه.
 
ډیر علمي او ادبي گټور کارونه یې سرته ورسول. د ۱۳۵۲ لمریز کال د سرطان د ۲۶ نیټې د داود خان له کودتا نه پس ورته جبري تقاعد ورگړ شو . جناب رشتین صاحب له هغې نیټې څخه د مرگ تر ورځې د وخت له حکومتونو او رژیمونو سره همکاري ونکړه.
مسلکي دندې :
پوهاند رشتین د رسمي دندو برسیره په معمول ډول پس له رسمي وخت څخه به نشراتي او تبلیغاتي کارونه هم کول . د ۱۳۳۸ څخه تر ۱۳۳۹ لمریز کال پورې د شپې له خوا په کابل راډیو کې د یو مخصوص پروکرام مسؤل ؤ د ۱۳۳۲ څخه تر ۱۳۳۷ لمریز کال پورې په کابل راډیو کې د پښتونستان د یو مخصوص پروگرام د کمیټې غړی ؤ.
د ۱۳۳۶ لمریز کال له میزان څخه تر ۱۳۴۰ لمریز کال پورې په کابل راډیو کې د پښتو د یورنکارنگ ادبي پروگرام ً د ادب وږمې ً د پروگرام مسؤل ؤ.
د ۱۳۴۶ تر ۱۳۴۸ لمریز کال پورې د ً وږمه ً مجلې د تحریر د هیئت لومړی درجه غړی. د ۱۳۳۷ څخه د ۱۳۴۲ لمریز کال پورې د پوهنتون د عالي شوری غړی ؤ.
 
== مهمې ليكنې او ژباړې ==