د "ليکوال" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۳ کرښه:
د ليکوال ويی د پېژند (تعريف) په پراخې کچې او مانا سره هغه چاته ليکوال يا ليکواله ويل کېږي چې ليکني اثار ولري. مانا دا چې که چيري ليکوال وگړي پوهنیزې څېړنې کړې وې يا يي هنري نثر يا په بله وينا داستاني اثار ليکلي وي، د ليکوال په نامه یادېږي. مطلق داسې هم نه ده چې هر ليکوال دې هرو مرو مسلکي او کسبي وي. د نړۍ په گڼ شمېر هېوادو کې داسې ليکوال تېر شوي او شته چې د ليکوالۍ په څانگه کې يې هېڅ کومې مسلکي زده کړې نه دي کړې، خو داسې هنري اثار يې پنځولي چې په ټوله نړۍ کې نامتو شوي او د ليکوال نوم يې تلپاتې کړی دی. د ساري په توگه د روسيې ستر ليکوال [[لېف نيکولاېويچ تولستوی]]، [فيودور ميخايلوويچ داستاېفسکي]]، ستر امريکايي ليکوال [[تيودور درايزر]] او گڼ شمېر نور له همدغو اماتورو ليکوالو له شمېر څخه دي.
 
زموږ په [[هېواد]] [[افغانستان]] کې هم داسې ليکوال ډېر دي چې د ليکوالۍ په څانگه کې يې مسلکي زده کړې نه دي کړې، خو د خپلې ځاني مطالعې او د ليکوالۍ د استعداد د درلودلو په پايله کې يې ډېر ښه اثار ليکلي او ډېرې ښې څېړنې يې کړې دي. لکه پوهاند [[عبدالشکور رشاد]]، استاد [[عبدالروف بېنوا]]، د اکاډميسين کانديد [[محمد انور نوميالى]]،
 
ماهر ليکوال د ژبې په کارولو سره انځورونه او نظريات څرگندوي. د يوه ليکوال اثر ډېری مهال د هغه د کلتوري او ټولنيزو تجربو او ژوندپېښو نه اغېزمن شوی وي. همدا راز ليکوال د ټولنې د وگړيو په ژبه د خپلې ټولنې د څرگندو او ناڅرگندو حقايقو بيان د قلم په مرسته ترسره کوي، خو په دې چاره کې په هنري ډول د ژبې د کلماتو پېيل يو هنري اثر رامېنځ ته کوي.