د "عبدالصمد خان اڅکزی" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۴۸ کرښه:
}}
 
'''عبدالصمد خان اڅکزی''' (زوکړه د ۱۹۰۷ ز [[کال]] د [[جولای]] ۷ -د ۱۹۷۳ ز کال د [[ډيسمبر]] ۲) (په انگرېزي: ''Abdul Samad Khan Achakzai'') د سهېلي [[پښتونخوا]] يو مخور ولسي مبارز، سياسي مشر او نامتو ادبي شخصيت ؤوو. هغه د خپلو سياسي فعاليتونو او په سياست کې د ښکېل پاتې کېدو په سبب د برتانيوي هند د واکمن حکومت لخوا او بيا وروسته د پاکستاني حکومت لخوا په وار وار زنداني شوی. نوموړی د انجمن وطن په نامه د يوه ولسي غورځنگ مشر او بنسټگر ؤ چې بيا دغه ولسي غورځنگ د [[هند]] د کانگرېس [[گوند]] او خدايي خدمتگارو له خوا په رسميت وپېژندل شو.
 
== مخينه او زده کړې ==
[[دوتنه:Khan-Shaheed.jpg|کيڼ|250px|بټنوک|خان شهيد]]
عبدالصمد خان اڅکزی د نور محمد خان اڅکزي زوی ؤ.د ۱۹۰۷ هغهز کال د سهېليجولای پر پښتونخوا۷ په گلستان نومې سيمه کې زېږېدلی ؤدی. نوموړی چې د خان شهيد په نامه هم شهرت لري، خپلې لومړنۍ زده کړې تر اتم ټولگي پورې په منظمه توگه ترسره کړې وې، بيا يې نورې زده کړې په دوديزه توگه د سيمې له ديني عالمانو څخه ترسره کړي وې. کله چې په ۱۹۲۹ ز. کال کې د سياسي ښکېلتيا په سبب په ۱۴ کاله بند محکوم شو، نو بيا يې په بنديخانه کې په غير رسمي ډول د فاضل پښتو، فارسي، مېټرک او اېف اې په آزموينو کې گډون وکړ او د برياليتوب سندونه يې ترلاسه کړل. نوموړی په [[پښتو]] دري،[[دري]]، [[اردو]] او عربي ژبو ښه پوهېده او احاطه يې پرې درلوده. هغه خپل ټول عمر په زده کړه، فرهنگي او سياسي فعاليتونو تېر کړی او د [[سياست]] په ډگر کې له هېواد سره د مينې په گناه د مچ، هري پور او ملتان په زندانونو کې يې سختې شپې او ورځې تېرې کړي.
 
== سياسي فعاليتونه ==