د "مشارق الانوار" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د "پښتو ژباړه: عزت الله کوټوال / تعلیم الاسلام ویب پاڼه مشارق الانوار هغه کتاب دی چې یوه ا..." تورو مخ جوړ شو
نښلن: 2017 source edit
 
(بې توپيره)

د ۰۲:۵۱, ۱۶ سپټمبر ۲۰۱۹ پورې تازه بڼه

پښتو ژباړه: عزت الله کوټوال / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


مشارق الانوار هغه کتاب دی چې یوه اوږده موده په هندوستان او نورو ښارونو کې د احادیثو د واحدې سرمایې په حیث د تعلیمي نصاب حصه وه او په پخوانو او نوو ټولو تذکرو کې ددې کتاب یادونه شوې، لیکن اوس هم ډیر لږ خلک د دغه کتاب یا صاحبِ کتاب په هکله ضروري معلومات لري. خو ډیر بیا هم او خصوصاً د احادیثو د کتابونو سره تعلق لرونکو طلباؤ او علماؤ دغه خپله قدیمه سرمایه د حدیثو نظر انداز کړې نده .


ددې کتاب پوره نوم  ”مشارق الانوار النبویة من صحاح الأخبار المصطفویة “ دی.


مصنف یي:  امام رضي الدین حسن بن محمد بن حسن بن حیدر العدوی الصغاني الحنفي (وفات ۶۵۰ھـ) دی.


مشارق الانوار د صحیحو احادیثو مجموعه ده ، د احادیثو تعداد یي د شارح مشارق الانوار  سعید بن محمد بن مسعود الکازروني (مړ۷۵۸ھ) د وینا مطابق دوه زره، دوسوه او شپږ څلویښت (۲۲۴۶) دی ، د کازروني د شرحې نوم ”المطالع المصطفویة “ دی، ده  د هر باب یا د نوعې په آخر کې د احادیثو تعداد هم  لیکلی، د مصنف په وینا ددې کتاب په تالیف کې د خلیفه المستنصر بن الظاهر بن الناصر بن المستضي مالي کومک هم شامل وو، د کتاب آغاز پدې  خطبه باندې شوی :


الحمد للّٰه محی الرمیم ومجری القلم …الخ

ژباړه : ټول تعریفونه الله سبحانه وتعالی ته دي، چې د ورستوو ( خرابو شوو ) او خاورو شو اندامونو ژوندی کونکی دی او هغه ذات چې قلم ته یئ د لیکلو قوت ورکړی دی... الخ


پدې کتاب کې دولس ۱۲ بابونه دي او په هر باب کې څو فصلونه دي.  وروستی باب یې ”جوامع الأدعیة“ دی.


ددې کتاب شروحات

د دغه کتاب بې شماره شرحې او حواشي د لوی لوی علماو په قلم لیکل شوي. دا په نړۍ کې له هغه کتابو څخه دی چې پدې د پوهیدلو لپاره علماو ډیر کوششونه کړي او دغه کتاب يوه اوږده موده په اسلامي نړۍ کې د تعلیمي نصاب په حیث پاتې شوی. د څو مشهورو شرحو نومونه یي دادي :


۱_تحفة الابرار فی شرح مشارق الانوار د علامه اکمل الدین بابرتي (مړ۷۸۶ھ)

۲_شوارق الاسرار العلیة فی شرح مشارق الانوار النبویة د محمد بن یعقوب الفیروزآبادي الشیرازي (مړ ۸۷۱ھ)

۳_المطالع المصطفویة د سعید بن محمد بن مسعود الکازروني (مړ ۷۵۸ھ)

۴_ د قائق الآثار فی مختصر مشارق الانوار د محمد بن محمد الأسدي القدسي (مړ۸۰۸ھ)

۵_ حاشیة علی المشارق د شیخ قاسم بن قطلوبغا الحنفي (مړ ۸۷۹ھ)

او داسي نور... (کشف الظنون جلد ۱ صـــ ۶۳۵) .

یادونه :

د مشارق الانوار  په نوم یو بل کتاب هم شته ، چې په بازار کې موندل کیږي، البته ددې پوره نوم ”مشارق الانوار علیٰ صحاح الآثار “ دی، ددې کتاب مصنف د اسلامي نړۍ ستر عالم، قاضی ابو الفضل عیاض بن موسیٰ الیحصبي المالکي (مړ ۵۴۴ھ) دی ، دا د علامه صغاني څخه مخکې تیر شوی. پدې کتاب کې په ښکلي معیار او په خالص ادب قلم استعمال شوی.

ددې کتاب موضوع د مؤطا امام مالک ، صحیح بخاري او د صحیح مسلم په مشکلو او اجنبي الفاظو تشریح او تحقیق ده ، د موضوع په لحاظ کتاب ډیر مفید دی ، د " المکتبة العتیقة و دارالتراث "  څخه دوه جلدو کې چاپ شوی.


د تعجب ځای دی چې د " مکتبة الشامله " والاو دا کتاب په خپل فهرست کې شامل کړی، مګر د علامه صغاني  ”مشارق الانوار “ ته یي ځای ندی ورکړی.