د "افتخار الحسن کاندهلوي" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د " '''افتخار الحسن کاندهلوي''' ابن روف الحسن کاندهلوي (۱۹۲۲/۱/۱۰–۲۰۱۹/۶/۲)(۱) هندي اسلامي عالم..." تورو مخ جوړ شو
نښلن: 2017 source edit
 
د سمون لنډیز نسته
نښلن: 2017 source edit
۴ کرښه:
 
==زده کړي==
 
 
افتخار الحسن له حافظ رحيم بخش څخه قرآن کريم ولوست. او د مظفر نګر په احيا العلوم مدرسه کي يې له حافظ سعادت خان ديوبندي څخه حفظ وکړ. د قرآن شريف له يادولو وروسته افتخار الحسن د [[نظام الدين مرکز]] ته لاړ تر څو په کاشف العلوم مدرسه کي فارسي او عربي کتابونه ولولي، مګر د هغه لپاره حالت مناسب نه وو، له دې امله بيرته مظفر نګر ته راغی او هلته يې په مراديه مدرسه کي تر شرح جامي پوري ديني زده کړي وکړې.
 
په مراديه مدرسه کي د زده کړو له بشپړولو وروسته افتخار الحسن د لوړو زدکړو لپاره [[مظاهر العلوم سهارنپور]] ته لاړ. له مظاهر العلوم سهارنپور نه له فارغېدو وروسته هغه اراده وکړه چي په کاندهله کي پاته شي. او د قرآن او حديث په رڼا کي يې د امت د بيا راژوندي کولو لپاره کار وکړي.
 
==تصوف==
 
 
هغه د [[تبليغي جماعت]] له امير [[مولانا [[محمد الیاس کاندهلوي]] نه بيعت اخيستی وو. د هغه له وفات وروسته يې له عبدالقادر رايپوري نه بيعت واخيست.
 
==ليکني==
 
 
افتخار الحسن کاندهلوي له څلوېښتو زیات کتابونه لیکلي دي.(۴) ځيني کتابونه يې دادي
Line ۵۰ ⟶ ۵۳:
 
==وفات==
 
 
افتخار الحسن کاندهلوي د ۲۰۱۹ز کال د جون په دوهمه نېټه ۱۴۴۰ه.ق د رمضان په ۲۷ د ۹۷ کالو په عمر په کاندهله کي وفات شو.(۵) درۍ زامن او درۍ لوڼي يي پاته شوې.
 
==سرچينې==
 
 
^ "इस्लामिक धर्म गुरु हजरत मौलाना के निधन से जिले मे शहर शोक की लहर, एसपी शामली पहुंचे कांधला कस्बे, आज होगी अंतिम विदाई". Amar Ujala.