د "شبير احمد عثماني" د بڼو تر مېنځ توپير

پاکستانی عالم
Content deleted Content added
د "شبير احمد عثماني(1887/10/11_1949/12/13) د هند د نيمي وچي ديني عالم وو. چا چي په ۱۹۴۰ کال کي د پا..." تورو مخ جوړ شو
نښلن: 2017 source edit
 
(بې توپيره)

د ۰۷:۱۲, ۲ اگسټ ۲۰۱۹ پورې تازه بڼه

شبير احمد عثماني(1887/10/11_1949/12/13) د هند د نيمي وچي ديني عالم وو. چا چي په [[۱]] کال کي د پاکستان ملاتړ وکړ. هغه يو عالم، ليکوال، سياستوال او په حديث او تفسير کي ماهر وو.

د [[۲]]ز کال د اکتوبر په يوولسمه نېټه د بريتانوي هند د اتر پردېش ايالت په بيجنور ښار کي وزېږېد. د هغه پلار فضل الرحمن د ښوونځي څارونکی وو. شبير احمد عثماني په ديوبند دارالعلوم کي زده کړي وکړې، چي هلته د محمود الحسن زده کوونکی و. او په [[۳]]ز کال کي فارغ شو. له فارغېدو نه وروسته په ديوبند دارالعلوم کي د ښوونکي په توګه وټاکل شو.

په [[۴]]ز کي کله چي محمود الحسن حج ته ولاړ، عثماني د هغه پر ځای د صحيح المسلم درس ورکاوه. په [[۵]]ز کال کي د سعودي عربستان پاچا سلطان عبدالعزيز ابن سعود د نړۍ د مشهورو علماوو غونډه جوړه کړه. چي له هند نه هم يوه ډله عالمانو په دې کنفرانس کي ګډون وکړ. داسي ويل کېږي چي دوی عثماني د خپل مشر په توګه وټاکه.

په [[۶]]ز کال کي هغه د ګجرات ایالت ديبيل ښار ته ولاړ، هلته په جامعه اسلاميه ديبيل کي ښوونکی شو. د [[۷]]ز کال د اکتوبر په مياشت کي کله چي په نوي ډهلي کي د جامعه ملي اسلاميه د جوړولو لپاره د تاسیس کمېټه جوړه شوه، عثماني يې د غړي په توګه وټاکل شو. په دې کمېټه کي زياتو علماوو برخه لرله. لکه مولانا حسین احمد مدني، مولانا عبدالباري فرنګ مهلي، شیخ الهند مولانا محمود الحسن، مولانا مفتي کفايت الله، مولانا عبدالحق او داسي نور.

په [[۸]]ز کال کي کله چي انور شاه کشميري وفات شو عثماني د صحيح البخاري ښوونکی شو.

ليکني سمول

تفسير عثماني د محمود الحسن د تفسير اردو ژباړه ده.

فضل ملحم د صحيح المسلم شرح.

مولانا عثماني د جامعه ملي اسلاميه له موسسينو څخه وو. په [[۹]]ز کال کي د مسلم ليګ ګوند غړی شو او يو له هغو ديوبنديانو څخه وو چي د پاکستان د جوړېدو ملاتړ يې وکړ. په [[۱۰]]ز کال کي يې جمعيت علمايي اسلام ګوند جوړ کړ. د خپل ژوند تر پايه ددې ګوند مشر وو. هغه د پاکستان د موسس محمد علي جناح د جنازې لمونځ کي د امامت له امله هم مشهور دی.

د هندوستان له تجزیې وروسته يې تر خپل وفات پوري د پاکستان د اساسي قانون په جوړونکي کمېټه کي د غړي په توګه دنده ترسره کړه.(۱)

وفات سمول

عثماني د بهاولپور ايالت په بغداد الجديد سيمه کي د [[۱۱]]ز کال د ډسمبر په 13 د 62 کالو په عمر وفات شو، او د کراچۍ په اسلاميه کالج کي خاورو ته وسپارل شو.

سرچينې سمول

^ FIRST CONSTITUTE ASSEMBLY FROM [[۱۲]] at Pakistan National Assembly, Former members

ديوبنديان

وېشنيزه:پاکستاني اسلامي علماء