د "نازو توخۍ" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
 
۱۷ کرښه:
 
== ادبي ژوند او د ځوی روزنه ==
نازو اناد پښتو ادبياتو يوه تکړه او نازک خياله شاعره او د لوړ مقام څښتنه مېرمن وه ، چې ورته د انا لقب ورکړ شوی دی. او د پښتنو د ملي قاعد ميرويس نيکه مور ده. دې مېرمنې نه يوازې دا چې افغاني ټولنې ته د ميرويس نيکه په شان عښتلی او مدبره زوی وروزه (تربيه ېېیې کړ) بلکې د خپل عصر يوه مېړنۍ ښځه هم وه چې په پوهه ، متانت او مېلمه پالنه کې ېېیې لوی مقام لرلی ، هو ! دا واقعيت دی چې ميرويس نيکه د خپلې پوهې او اديبې مور د پوره پاملرنې او عالي روزنې په منښتې (نتيجې) کې د قوم او ملت د مشر ، د ملي او خپلواک دولت د بنسټ ايښودونکي ، نيکه او د يوه مدبر سياستمدار او پوهاند لوړو پوړونو ته ورسېد. او د هغه د شخصيت په ټاکلو کې ېېیې خپله مورنۍ او هېوادنۍ وجيبه تر سره کړې ده. نازوانا د ميرويس په ذهن او افکارو کې له قوم او وطن سره مينه د عالي اخلاقو ، د پوهې او پوهنو د زده کړې روحيه وروزله. لکه چې پدې لکه [[محمد هوتک]] ليکي (حاجي مير ويس نيکه چې وزږېد ، مور ېېیې (نازوانا ) په ديانت او عبادت سره لوی کړ او د دين ټول فرايض ېېیې په اووم کال وروښودل. هر وخت به ېېیې ميرويس نيکه ته نصيحت کاوه چې د بېټ نيکه په قول د تا په مخ کې لوی کارونه دي ، چې لوی شې د خدای عبادت او د خلکو خدمت کړه تر څو ستا د خدمت په اثر خلک ارام وکا) وايوایي چې ميرويس د خپلې مور دا وصيت پاو خبره تل يادوله تر هغه چې پر 1119 هجري کال ېېیې خپل قوم د صفويانو له ظلمه وژغوره او په کندهار کې ېېیې د ملي او مستقل حکومت بنسټ کېښود، نو ېېیې سجده د شکر وکړه او وې وېل !، خدايه دا هغه کار و چې ماته مور راسپارلی او وصيت ېېیې کړی و، دا خو ستاد عبادو او بندگانو خدمت و چې ما ترسره کا.
لنډه دا چې نازو انا لا په کوچنيوالي کې له پښتنو مېرمنو او سپين روبو پوهانو څخه لوست کړی و او مېړهمخې ارتينه وه چې نارينه ېې مېړانې ، زړورتيا او سخاوت ته حيران وو، برسېره پر زړورتيا ، ورين تندي او عبادت هسې مېرمن وه چې په مناجات ېې ډېرې رشې (اشعار) وېل. او يو ديوان ېې درلود چې دوه زره بيتونه پکې راغونډ و. او په داسې ښکليو او ښو وييکو (الفاظو) سره ېېیې ادا کړي او ويېلي وو چې نارينه مشاعرو نشو ادا او ويېلی.، خو له بده مرغه چې ددې د رشو (اشعارو)ديوان تر اوسه هم مورخينو او څېړونکو ته پلاس نه دی ورغلی و يوازې يوه رباعي ېېیې پټې خزانې په خپلو پاڼو کې تر مونږه رارسولې ده.
دا رباعي ېېیې داسې ده.
<center>
{{شعر}}