د "عبدالرحمان بابا" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
[[Image:Portrait of Rahman Baba.jpg|thumb|200px|left| رحمن بابا، پښتو صوفي شاعر]]
[[Image:RahmanBaba.JPG|thumb|200px|عبدالرحمن مومند]]
<font size=" face="Tahoma">
کومه مينه او ښه پېژندګلوي چې عبدالرحمن بابا عُرف رحمن بابا ته ميلاؤ شوې ده هغه د ډېرو ښوښو شاعرانو په نصيب کې نشته. د پښتو بچئ بچئ رحمن بابا د يو ښه او ښايسته شاعر په حېث پېژني. د پښتنو کوڅه په کوڅه، کور په کور او کلي په کلي د رحمن بابا شعرونه وئيل کېږي. د رحمن بابا د شعرونو نه متلونه جوړ شوی دی. عالمان ئې او خطيبان ئې د جومات په منبر د آیاتونو د مطلب او تشرېح واضح کولو لپاره او ملنګان او دروېشان ئې په وجد اوسر کې وايي ځوانان ئې په حجرؤ او مجلسونو کې د منګي او رُباب سره شعرونه وائي او اوسيني خلق ئې په دفترونو او کاروباري ځايونو کې په چُرت او مزه کې د ځان سره د شونډؤ لاندې په ګُنګوسۍ کې وائي تردې پورې چې د سوات اخون باباجي عليه الرحمة هم د رحمن بابا د شاعرۍ بې حده زياته ستاينه کړې ده اړ دده د شاعرۍ سليس او د عوامو د خوښۍ برابر بللي دی. ددې دومره تعريفاتو نه پس هم دا ډېر د افسوس مقام دی چې د رحمن بابا د ژوند حالات لامکمل په تفصيل سره معلوم نه دي البته که مونږ د عبدالرحمن بابا په سوانح د علماؤ مُختلف مضمونونه وګورو نو مونږ وينو چې اکثر حالات خو هغوی يو شان ليکلي دي خو بيا هم يوه نيمه خبره ئې د بل نه سېوا ليکلې ده او همدغه شان که مونږ د ټولو سوانح نګارانو په رحمن بابا ليکلئ شوی سوانح وګورو نو کافي ډېر معلومات راجمع کېدائ شي. عبدالرحمن بابا په يويشتم د جمادي الثاني سنه ۱۰۳۸ هجري کې د پېښور سره نژدې په بهادر کلي کې پېدا شوی و. دا کلئ د پېښور سوېل خوا ته درې ميله ليرې د کوهاټ د سړک غاړې ته دی. د پلار نوم ئې عبدالستار و، دئ په اصل کې غوري خېل و، غوري خېل څه لاروي خلق نه و، بلکه د زمکو مالکان وه او ښه په تول پوره وه په دې وجه دا نظريه چې عبدالرحمن بابا بالکل غريب سړئ وه غلطه ده البته داوه چې خپله رحمن بابا له دُنيا سره مينه نه کوله، عبدالرحمن بابا پيدا شوی په بهادر کلي کې وه بيا په هزارخوانۍ کې استوګن شو په دې وجه بعضې مؤرخين ئې د بهادرکلي بولي اوځينې نور ئې د هزارخوانۍ، خو صحيح خبره همدغه ده کومه چې وليکلئ شوه. په کال ۱۰۴۵ هجري کې مشهورعالم عبدالحق رحمة الله عليه په بهادر کلي کې ميشته شو. دا عالم د متنۍ اوسېدؤنکئ وه. عبدالرحمن بابا د قرآن مجيد او د دين نور ابتدائي علوم دده مشهور عالم نه زده کړل. په کال ۱۰۵۲ هجري کې يو بل مشهور عالم د مولانا محمد يعقوب ځوی مولانا محمد يوسف عليه رحمة په پېښور کې استوګنه شروع کړه دی په اصل يوسفزئ وه، عبدالرحمن بابا ددغه عالم نه هم فېض ياب شو. ددې مشهور عالم نه ئې د فقهې او تصوف علم حاصل کړؤ. عبدالرحمن بابا تقريباً په ۱۰۵۴ هجري يا ۱۰۵۵ هجري کې د پېښور نه کوهاټ ته تشريف يوړلو او هلته ئې درويشت کاله عمرتېرکړؤ په خصوصي توګه نهه کاله عمر ئې په ځنګل خېل نومي کلي کې تېر کړی او پنځه لس کاله ئې په شېرکوټ نومي کلي کې تېرکړل، دلته ئې د حاجي بهادرخان عبدالله کوهاټي نقشبندي نه درس واخيستو او په کوهاټ کې عبدالرحمن بابا د دين ښه کلک عالم جوړ شو همدغلته رحمن بابا باندې د خدائ رحمت وشو او شاعري ئې شروع کړه، هغه شاعر چې ټول پښتانه او په پښتو ژبه پوهېدونکي غېرپښتانه ئې اوس پېژني.
 
۸ کرښه:
{{د شعر پای}}
 
<font face="Tahoma">
د رحمن بابا په پېروانو کې چې د چاسره ئې ډېره مينه وه او يو بل سره ئې ډېر تعلق ؤ هغه هم شاعرؤ غټ عالم ؤ او هغه په پېښور کې اوسېدؤ کله کله به د رحمن بابا ليدلو ته کوهاټ ته ورغئ. دده نوم محمد صديق پېښورئ ؤ په پخوانو شاعرانو کې اوچت مقام لري، په کوهاټ کې د دېره اچولو په ورځو کې د محمد صديق نه به هم رحمن بابا فېض اخيستو. د محمد صديق شاعري ډېره خوږه، پسته او په تول پوره وه تر دې پورې چې د خوشحال خان بابا په شان اوچتو شاعرانو هم د محمد صديق په غزلونو باندې جوابي غزلې وئيلي دي دلته به زه هم هغه مثال وړاندې کړم کوم چې عبدالصمد په خپل اُردو کتاب شاعر انسانيت کړی دی.
 
Line ۲۶ ⟶ ۲۷:
{{د شعر پای}}
 
<font face="Tahoma">
چې کله په کال ۱۰۶۰ هجري کې حضرت مولانا اخوند محمد يوسف رحمة الله عليه کوهاټ کې د شيرکوټ کلي ته تشريف يووړلو نو عبدالرحمن بابا په خپل بزرګ اُستاذ پسې په ۱۰۶۲ هجري کې شېرکوټ ته راغئ او تر کال ۱۰۶۶ هجري پورې هم هلته د خپل اُستاذ په خدمت کې دېره ؤ کله چې په دې کال کې د اخون دروېزه بابا ځوی ميا عبدالکريم کريمداد د آګره (هندوستان) نه پېښور ته راغئ نو ددوي سره د ملاوېدؤ لپاره حاجي بهادر خان کوهاټئ پېښور ته راغئ او رحمن بابا هم ورسره ؤ. د ممتاز علي شاه د تبصرې تر مخه چا چې د ميا کريمداد کتابونه «الف نامه» يا «جام جهان نما» لوستلئ وي هغوی ته به دا اندازه ښه په آسانه کېږي چې رحمن باب د تصوف رنګ د چانه اخيستئ ؤ. رحمن بابا د خپلو اُستاذانو سره د میا کريمداد په خدمت کې دوه کاله په پېښور کې ؤ او د مياکريمداد نه ئې په عاليه کبرويه سلسله کې بيعت وکړلو. د مياکريمداد بل ورور عبدالحليم المعروف په حليمداد هم د خپل ورور سره ؤ. دی هم يو پوه او ښه شاعر ؤ دوي سره هم د رحمن بابا کښېناستل پاسېدل ؤ. په دې وجه د اخون دروېزه بابا )چې د سيد علي ترمذي عليه رحمة شاګرد او خليفه ؤ، کوم چې په ټوله نړۍ کې د پير بابا په نوم مشهور دی او په بونير کې ئې مزار پروت دی( د دوه ځامنو نه رحمن بابا نېغ په نېغه فېض حاصل کړو. په کال ۱۰۶۸ هجري کې عبدالرحمن بابا يو ځل بيا خپل اُستاذ حضرت مولانا اخون محمد يوسف له شېرکوټ ته راغئ او خپل اُستاذ په خدمت کې ئې اوسېدل شروع کړل. نهه کاله ئې دلته تېر کړل او په ۱۰۷۷ هجري کې بيا پېښور ته راغئ او په هزارخوانۍ کې دېره شو، ولې جې د رحمن بابا قبيله د بهادرکلي نه د قبائيلي تقسيم په وجه هزارخوانۍ ته راغلئ وه او هم په دې کلي کې دې اوچت او خوش بيانه شاعر د ژوند پاتې شپې ورځې تېرې کړې او د قانون قدرت تر مخه دا شاعر په ۱۱۳۸ هجري کښې د اوه اتيا کالو په عمر کې وفات شو. لوی خدائ (ج) دې اوبښي او روح دې ښاد وي.
 
Line ۳۴ ⟶ ۳۶:
..................................چې مجنون غوندې په مينه کې صادق وي ......................................رحمن وائي په هغو باندې سلام
 
<font face="Tahoma">
په دې کُتبه د رحمن بابا نوم عبدالرحمن او د پلار نوم ئې عبدالستار ليکلئ دی او د زېږېدؤ نېټه ئې ۱۰۴۲ هجري ليکل شوې ده خو د عبدالحليم اثر د تحقيق تر مخه ۱۰۳۸ هجري دی. په مزار کې ئې شاؤخوا څه يخ سورئ دی. د رحمن بابا کُتب خانه هم پکې قايمه ده. د ملنګانو لپاره بېله په زړه پورې ځاي دی چې پکې رنګ په رنګ مرغۍ ساتلې دي. کونترې هم ددغه عظيم شاعر د مزار زيارت ته راځي، ولې چې ډېرې کونترې پکې دي. د هزارخوانۍ هديره د بزرګانو او اولياؤ لکه اخوند دروېزه بابا، شېخ حېدر بابا وغېره د قبرونو نه ډکه ده او تر ټولو نه زيات پکې د رحمن بابا مزار ته خلق ځي راځي. هر کال د رحمن بابا په مزار يوه پرتمينه مشاعره ترسره کېږي.
 
Line ۳۹ ⟶ ۴۲:
 
== د رحمن بابا په باره کې اختلافي شخړې ==
<font face="Tahoma">
رحمن بابا د خپلې زمانې نه تر اوسه پورې دومره یاد سړی دی چې چا د هغه د ژوند د حالاتو د جمع کولو کوشش نه ؤ کړی ولې چې هرچا پېژندلو خو د زمانې په ګرد ا غبار کې د هغه د ژوند حالات پټ شول او هغه د ژوند په باره کې ډېر اختلافات پېدا شول. عجب خان چې د رحمن بابا قصه بيان کړې ده هغه د يوې افسانې حېثيت لري د عقل او پوهې خاوندان د عجب خان د کتاب نه دا اندازه لګولئ شي چې دا يو شاعرانه تخيل دی د رحمن بابا د دوست «مجنون» سره مينه او د هغه په غم کې ليونئ کېدل د رحمن بابا د ورور، رحمن بابا په کوټه کې بندول او د مجنون د هندوستان د فقير نه رحمن بابا لره په ربان کې برخه راوړل دا هر څه يوه ټوقه يو ګپ او د فصل هغه تودول ښکاري ولې چې رحمن بابا په خپل ديوان کې چېرته هم خپل دغه دوست چا چې د هغه د پاره دومره لويه قرباني ورکړې وه اشاره نه ده کړې او چې رحمن بابا ئې ذکر نه دی کړی بيا د رحمن بابا ددغه دوست هغه پټ حالات څرنګه څرګند شول چې د هغه او د رحمن بابا نه علاوه بل څوک نه ؤ خبر. غرض مې دا ؤ چې دغه هسې يوه افسانه ښکاري حقيقت دا دی چې رحمن بابا يو لوی عالم په قرآن او حديث پوه د فقهې په علم پوره او د تصوف په لار کې کامل انسان وه هغه د علم صرف او نحو لوی استاذ اخون محمد يوسف ابن محمد يعقوب يوسفزي سره علم حاصل کړی ؤ د چا کتاب «شمة النحو» چې لاتر اوسه د درس نظامي په کورس کې شامل ده، مقبول او غوره کتاب دی، بله دا خبره اختلافي ده چې رحمن بابا غريب ؤ او که امير نور رحمن بابا د غورياخېل قبيلې سره تعلق لرلو او پلار ئې د خپل کلي مشر ؤ. عزيز خان چې د علاقې معزز او دولتمن ؤ هغه د رحمن بابا ورور ؤ. دا وه چې رحمن بابا لکه د خوشحال خان خټک غوندې سردار او د پوره علاقې مشر نه ؤ خو بيا هم د هغه فقيري او ملنګي د غريبۍ او د بې وسۍ په وجه نه وه بلکه هغه دا دُنيا بده ګڼله په دې وجه ددې دُنيا نه کناره شوی ؤ همدا وجه ده چې د هغې زمانې خلقو هم رحمن بابا په غريبۍ او په اميرۍ شمېره ځکه نو وئې ويل:
 
Line ۴۷ ⟶ ۵۱:
.....................................هم پند اخلم هم پند وايم و هرچاته .......................................زه د ځينو ئې مُريد د ځينو پيريم
 
<font face="Tahoma">
يوه بله شخړه چې عموماً خلق پکې نښتي دي هغه دا ده چې د رحمن بابا ديوان چا مرتب کړو، ډېر خلق دا وائي چې رحمن بابا يو مجذوب ؤ د جذب په حالت کې ئې شعرونه وئيل، دوستانو ته به ئې ورکول او هغوئ به جمع کول. دلته ماته د داتا ګنج بخش د کتاب «کشف المحجوب» خبره راياده شوه. هجويري په دې کتاب کې ليکلي دي چې په کتاب نوم ځکه ليکم چې ددې نه مخکې مې يو کتاب وليکه او نوم مې پرې نه ؤ هغه ځما يو شاګرد يوړلو چې ئې وګوري څه موده پس مې هغه شاګرد هغه کتاب په خپل نوم خپور کړلو. د رحمان بابا دوستانو به هغه غزلې خپل ځانله په نوم کړې وې، بله دا چې رحمن بابا څه د فوټو سټېټ ماشين خو نه ؤ چې ګنې يوه غزل به ئې وويلو نو هغه به ئې لس پنځلس ځايه فوټوسټېټ کولو او بېلابېلو دوستانو ته بې ورکړلو او هغوی به ځان سره جمع کړو اصل خبره دا ده چې رحمن بابا خپل ديوان په خپله جمع کړئ دی. ده چې خپلې څه غزلې دوستانو ته ورکړې وې او څه غزلې ئې په خپل ديوان کې نه دي ليکلي. کيدائ شي چې د رحمن بابا ډېره شعري پانګه ددې کتاب نه بهر وي خو بيا هم له مونږه سره داسې څه ثبوت نشته چې مونږ ووايو چې د رحمن بابا ديوان بل چا مرتب کړئ دی. او ددې خبرې ډېر ثبوتونه دي چې دا ديوان رحمن بابا په خپله مرتب کړئ دی او هغه ثبوتونه هغه شعرونه دي کوم چې ديوان کې ددې ديوان په باره کې دي.
 
Line ۶۳ ⟶ ۶۸:
.......................................يو کتاب په سړبن کې چا ونه کړو .......................................ای رحمانه چې ئې وکړؤ دا کتاب
 
<font face="Tahoma">
ددې خبرې نه دا ظاهريږي چې رحمن بابا څه د جهان نه ناخبره نه ؤ بلکه يو ښه پوه او عالم سړئ وه. د دُنيا د سياست نه خبردار وه، د زمانې د حالاتو نه باخبره ؤ ځکه خو ئې د خپل هم عصرؤ په باره کې شعرونه ويئلي دي. د اورنګ زېب عالمګير په زمانه کې چې کوم سياسي حالات ؤ هغه ئې بيان کړي دي. د خپل پېش رو شاعر خوشحال خان په شعر ئې خپل شعر له فضيلت ورکړئ دی دا هر څه د ځان او جهان نه بې خبره سړئ نشي کولائ بلکه يو پوه عالم ئې کولائ شي لکه د خپل شعر تعريف کوي:
 
Line ۷۲ ⟶ ۷۸:
او يا لکه: ..........................................خوشحالا او دولتا مې غلامان دي ...........................................زه رحمن په پښتو ژبه عالمګير يم
 
<font face="Tahoma">
ددې نه دا معلومېږي چې د رحمن بابا خپل کتاب په خپله مُرتب کړئ وه او بيا بېلابېلو دوستانو نقل کړئ وه، خو دا خبره څه مستنده نه ده چې ګنې رحمن بابا بس همدغه ديوان پرې ايښئ دی بلکه اوس هم زاړه مجلسيان چې د نورؤ مجلسيانو شاګردان دي، د رحمن بابا د کسرلاندې غزلې او رُباعيانې وائي چې په موجوده ديوان کې ئې درک نه لګي. کېدائ شي چې رحمن بابا په نظم او نثر کې نور هم ډېر څه ليکلي خو لاتر اوسه ځمونږ په لاس نه دي راغلي. بله دا چې د ديوان په بېلابېلو نُسخو کې هم غزلې کمې بېشې وي. يوه دا خبره هم کېږي چې رحمن بابا او خوشحال بابا يو بل سره مناظره کړې وه او که نه؟ خوشحال خان خټک يو سردار جنګجويه سالار ؤ. د هغه خپلې جګړې دومره وې چې زما خيال دی چې هغه د شاعرۍ مناظرؤ ته وزګار نه ؤ، هغه د مغُلو سره نښتئ وه، قېد کې ؤ، بيا په افغانستان کې جنګ کې شريک شوئ وه. دا کېدائ شي چې رحمن بابا د يو عقيدتمن په حېث د خوشحال خان سره ملاقات کړئ وي خو د شعر مناظره که شوې وائ نو رحمن بابا يا خوشحال خان به ئې څه ناڅه ذکر کړئ وه، پاتې شوه هغه شعرونه چې په هغې کې ئې خوشحال خان ته اشاره کړې ده نو داسې شاعران کم و بېشي کوي چې د خپل پېش رو شاعرانو په شاعرۍ خپل اشعارؤ له فضيلت ورکوي لکه رحمان بابا د مرزاخان بېضاوي، انصاري او د مېرزا محمد عزيز ارزاني د شخړې په باره کې ليکي:
 
......................................د مېرزا د ارزاني دعوی به پرې کا ..........................................قدردان د شاعرانو رحمن راغئ
 
<font face="Tahoma">
خو ددې شعر له مخې رحمن بابا د مرزا انصاري او د محمد عزيز ارزاني هم عصر ګڼل يا ئې ورسره شعري مناظره کول نه ثابتېږي ځکه چې مرزا انصاري په کال ۱۰۴۰ هجري کې شهيد شوی وه دغه وخت د رحمن بابا عمر تقريباً دوه کاله وه او مُحمد عزيز ارزاني په کال ۱۰۵۳ هجري کې وفات شوی وه، دغه وخت د رحمن بابا عُمر څوارلس کالا وه. يوه اختلافي خبره دا ده چې د رحمن بابا اولاد وه او که نه؟ د مېجر راورټي د تحقيق مطابق د لور د طرفه اولاد ئې په بهادر کلي کې اوسېږي او د رحمن بابا د ايکي يو ځوی له طرفه د رحمن بابا د اولاد سلسله ختمه شوې ده خو د رحمن بابا هغه اولاد چې د شعر په شکل دي چې تر څو پښتو په دُنيا ده دا اولاد به ئې تل تر تله ژوندئ وي او پښتانه به ئې تل يادوي.
 
Line ۸۵ ⟶ ۹۳:
==== مېجر راورټي: ====
 
<font face="Tahoma">
دا مُحقق هغه انګرېز دی چې په پښتو ئې دا احسان دی چې د پښتو شاعري ئې رابرسېره کړې ده. دده لومړئ کتاب په ۱۸۶۲ عيسوي کال کې په لندن کې چاپ شو چې نوم ئې «د پښتنو د شاعرۍ نه انتخاب» وه پکې مېرزا حان انصاري، خوشحال خان خټک، عبدالرحمن بابا، عبدالحميد ماشوخېل، اشرف خان هجري، عبدالقادر خټک، کاظم خان شېدا، احمد شاه ابدالي، خواجه محمد بنګش شاعري شامله وه. د هر شاعر په هکله ئې مختصر حالات ليکلي دي. د رحمن بابا په باره کې ليکي:
 
Line ۹۵ ⟶ ۱۰۴:
...................................خوږ زبان ئې په زمان شکرې لولي ...................................هغه واف چې مستقر ئې پېښور دی ...................................د رحمن په ويئل ځائ د لقب نشته ...................................چې ئې ما شعر منظور کړ مُعتبر دی
 
<font face="Tahoma">
دغه شان نورو هم ډېرؤ کسانو د رحمن بابا په باره کې ليکلي دي لکه عبدالقادر خټک چې د رحمن بابا هم عصر وه د يو بل لپاره ئې زړونو کې درد هم وه. د يو بل غزلونو ځوابونه ئې هم ليکلي لکه رحمن بابا وائي:
 
Line ۱۰۹ ⟶ ۱۱۹:
.....................................وبه نه رسي په شعر له رحمانه ....................................که هر څوک کوي هوس افغان د شعر دغه شان مصري خان وائي: ...................................شعر د فارسي وينم شيرين لکه شکره ................................شعر د پښتو کړو تر فارسي حميد رحمن لذيذ همدغه شان عبدالعظيم بابا وائي: ....................................د مومند عبدالرحمن صاحب په مثل ...................................هسې خوږ زبان زما وې درېغه درېغه
 
<font face="Tahoma">
يو بل غټ شاعر چې (په لومړي ځل په ۱۹۷۰ عيسوي کال کې د پښتو اکېډمي پېښور په محنت سره رابرسېره شو او د مېجر راورټي په وجه محفوظ پاتې شوئ وه) ځان د رحمان بابا شاعر ګڼي ددې شاعر نوم نجيب دی دا هم د سربند دی د رحمن بابا په باره کې وائي:
 
Line ۱۶۹ ⟶ ۱۸۰:
{|-
<center>
|<font size="3" face="Pashto Kror Asiatype" Tahoma">
چي مـــــدام د بــــل و عيبو تــــه نــظر کړې
<br>