د "عبدالرحمان بابا" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۴ کرښه:
کومه مينه او ښه پېژندګلوي چې عبدالرحمن بابا عُرف رحمن بابا ته ميلاؤ شوې ده هغه د ډېرو ښوښو شاعرانو په نصيب کې نشته. د پښتو بچئ بچئ رحمن بابا د يو ښه او ښايسته شاعر په حېث پېژني. د پښتنو کوڅه په کوڅه، کور په کور او کلي په کلي د رحمن بابا شعرونه وئيل کېږي. د رحمن بابا د شعرونو نه متلونه جوړ شوی دی. عالمان ئې او خطيبان ئې د جومات په منبر د آیاتونو د مطلب او تشرېح واضح کولو لپاره او ملنګان او دروېشان ئې په وجد اوسر کې وايي ځوانان ئې په حجرؤ او مجلسونو کې د منګي او رُباب سره شعرونه وائي او اوسيني خلق ئې په دفترونو او کاروباري ځايونو کې په چُرت او مزه کې د ځان سره د شونډؤ لاندې په ګُنګوسۍ کې وائي تردې پورې چې د سوات اخون باباجي عليه الرحمة هم د رحمن بابا د شاعرۍ بې حده زياته ستاينه کړې ده اړ دده د شاعرۍ سليس او د عوامو د خوښۍ برابر بللي دی. ددې دومره تعريفاتو نه پس هم دا ډېر د افسوس مقام دی چې د رحمن بابا د ژوند حالات لامکمل په تفصيل سره معلوم نه دي البته که مونږ د عبدالرحمن بابا په سوانح د علماؤ مُختلف مضمونونه وګورو نو مونږ وينو چې اکثر حالات خو هغوی يو شان ليکلي دي خو بيا هم يوه نيمه خبره ئې د بل نه سېوا ليکلې ده او همدغه شان که مونږ د ټولو سوانح نګارانو په رحمن بابا ليکلئ شوی سوانح وګورو نو کافي ډېر معلومات راجمع کېدائ شي. عبدالرحمن بابا په يويشتم د جمادي الثاني سنه ۱۰۳۸ هجري کې د پېښور سره نژدې په بهادر کلي کې پېدا شوی و. دا کلئ د پېښور سوېل خوا ته درې ميله ليرې د کوهاټ د سړک غاړې ته دی. د پلار نوم ئې عبدالستار و، دئ په اصل کې غوري خېل و، غوري خېل څه لاروي خلق نه و، بلکه د زمکو مالکان وه او ښه په تول پوره وه په دې وجه دا نظريه چې عبدالرحمن بابا بالکل غريب سړئ وه غلطه ده البته داوه چې خپله رحمن بابا له دُنيا سره مينه نه کوله، عبدالرحمن بابا پيدا شوی په بهادر کلي کې وه بيا په هزارخوانۍ کې استوګن شو په دې وجه بعضې مؤرخين ئې د بهادرکلي بولي اوځينې نور ئې د هزارخوانۍ، خو صحيح خبره همدغه ده کومه چې وليکلئ شوه. په کال ۱۰۴۵ هجري کې مشهورعالم عبدالحق رحمة الله عليه په بهادر کلي کې ميشته شو. دا عالم د متنۍ اوسېدؤنکئ وه. عبدالرحمن بابا د قرآن مجيد او د دين نور ابتدائي علوم دده مشهور عالم نه زده کړل. په کال ۱۰۵۲ هجري کې يو بل مشهور عالم د مولانا محمد يعقوب ځوی مولانا محمد يوسف عليه رحمة په پېښور کې استوګنه شروع کړه دی په اصل يوسفزئ وه، عبدالرحمن بابا ددغه عالم نه هم فېض ياب شو. ددې مشهور عالم نه ئې د فقهې او تصوف علم حاصل کړؤ. عبدالرحمن بابا تقريباً په ۱۰۵۴ هجري يا ۱۰۵۵ هجري کې د پېښور نه کوهاټ ته تشريف يوړلو او هلته ئې درويشت کاله عمرتېرکړؤ په خصوصي توګه نهه کاله عمر ئې په ځنګل خېل نومي کلي کې تېر کړی او پنځه لس کاله ئې په شېرکوټ نومي کلي کې تېرکړل، دلته ئې د حاجي بهادرخان عبدالله کوهاټي نقشبندي نه درس واخيستو او په کوهاټ کې عبدالرحمن بابا د دين ښه کلک عالم جوړ شو همدغلته رحمن بابا باندې د خدائ رحمت وشو او شاعري ئې شروع کړه، هغه شاعر چې ټول پښتانه او په پښتو ژبه پوهېدونکي غېرپښتانه ئې اوس پېژني.
 
{{شعر}}
 
..................................هم نغمې کاندي هم رقص او هم خاندي .....................................د رحمن په شعر ترکئ د باګرام
د رحمن په شعر ترکئ د باګرام
 
{{د شعر پای}}
 
د رحمن بابا په پېروانو کې چې د چاسره ئې ډېره مينه وه او يو بل سره ئې ډېر تعلق ؤ هغه هم شاعرؤ غټ عالم ؤ او هغه په پېښور کې اوسېدؤ کله کله به د رحمن بابا ليدلو ته کوهاټ ته ورغئ. دده نوم محمد صديق پېښورئ ؤ په پخوانو شاعرانو کې اوچت مقام لري، په کوهاټ کې د دېره اچولو په ورځو کې د محمد صديق نه به هم رحمن بابا فېض اخيستو. د محمد صديق شاعري ډېره خوږه، پسته او په تول پوره وه تر دې پورې چې د خوشحال خان بابا په شان اوچتو شاعرانو هم د محمد صديق په غزلونو باندې جوابي غزلې وئيلي دي دلته به زه هم هغه مثال وړاندې کړم کوم چې عبدالصمد په خپل اُردو کتاب شاعر انسانيت کړی دی.
Line ۱۲ ⟶ ۱۳:
 
صديق:
{{شعر}}
 
.....................................څو مې څله شي د يار ښکلي ديدن ته ......................................هم هغه څله مې بيائي ځنکندن ته
هم هغه څله مې بيائي ځنکندن ته
{{د شعر پای}}
 
دولت:
 
{{شعر}}
.......................................ښايسته ګُله بيا راشه ؤ چمن ته .......................................بلبلان دي انتظار دی ؤ ديدن ته
ښايسته ګُله بيا راشه ؤ چمن ته
بلبلان دي انتظار دی ؤ ديدن ته
{{د شعر پای}}
 
خوشحال خان:
 
{{شعر}}
.......................................د صبا نسيمه راشه ؤ ګُلشن ته ........................................د ګُلونو انتظار دی شګُفتن ته
د صبا نسيمه راشه ؤ ګُلشن ته
د ګُلونو انتظار دی شګُفتن ته
{{د شعر پای}}
 
چې کله په کال ۱۰۶۰ هجري کې حضرت مولانا اخوند محمد يوسف رحمة الله عليه کوهاټ کې د شيرکوټ کلي ته تشريف يووړلو نو عبدالرحمن بابا په خپل بزرګ اُستاذ پسې په ۱۰۶۲ هجري کې شېرکوټ ته راغئ او تر کال ۱۰۶۶ هجري پورې هم هلته د خپل اُستاذ په خدمت کې دېره ؤ کله چې په دې کال کې د اخون دروېزه بابا ځوی ميا عبدالکريم کريمداد د آګره (هندوستان) نه پېښور ته راغئ نو ددوي سره د ملاوېدؤ لپاره حاجي بهادر خان کوهاټئ پېښور ته راغئ او رحمن بابا هم ورسره ؤ. د ممتاز علي شاه د تبصرې تر مخه چا چې د ميا کريمداد کتابونه «الف نامه» يا «جام جهان نما» لوستلئ وي هغوی ته به دا اندازه ښه په آسانه کېږي چې رحمن باب د تصوف رنګ د چانه اخيستئ ؤ. رحمن بابا د خپلو اُستاذانو سره د میا کريمداد په خدمت کې دوه کاله په پېښور کې ؤ او د مياکريمداد نه ئې په عاليه کبرويه سلسله کې بيعت وکړلو. د مياکريمداد بل ورور عبدالحليم المعروف په حليمداد هم د خپل ورور سره ؤ. دی هم يو پوه او ښه شاعر ؤ دوي سره هم د رحمن بابا کښېناستل پاسېدل ؤ. په دې وجه د اخون دروېزه بابا )چې د سيد علي ترمذي عليه رحمة شاګرد او خليفه ؤ، کوم چې په ټوله نړۍ کې د پير بابا په نوم مشهور دی او په بونير کې ئې مزار پروت دی( د دوه ځامنو نه رحمن بابا نېغ په نېغه فېض حاصل کړو. په کال ۱۰۶۸ هجري کې عبدالرحمن بابا يو ځل بيا خپل اُستاذ حضرت مولانا اخون محمد يوسف له شېرکوټ ته راغئ او خپل اُستاذ په خدمت کې ئې اوسېدل شروع کړل. نهه کاله ئې دلته تېر کړل او په ۱۰۷۷ هجري کې بيا پېښور ته راغئ او په هزارخوانۍ کې دېره شو، ولې جې د رحمن بابا قبيله د بهادرکلي نه د قبائيلي تقسيم په وجه هزارخوانۍ ته راغلئ وه او هم په دې کلي کې دې اوچت او خوش بيانه شاعر د ژوند پاتې شپې ورځې تېرې کړې او د قانون قدرت تر مخه دا شاعر په ۱۱۳۸ هجري کښې د اوه اتيا کالو په عمر کې وفات شو. لوی خدائ (ج) دې اوبښي او روح دې ښاد وي.