د "خوشال خان خټک" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۲ کرښه:
 
<font face="Tahoma">
'''خوشحال خان خټک''' په پښتنو کښ د تکړه قام يعني د خټکو مشهور تورزن، جنګيالي او شاعر وۀ. په 1022 هجري (1613ء) کښ پيدا شوي وۀ. د دۀ پلار شهباز خان چه د پښتنو زورور قام يوسفزو سره جنګيدۀ هغي کښ زخمي شۀ او څو ورځې پس هم هغه پرهار نه مړ شۀ. د دۀ له مرګ پس خوشحال خان چه هغه هم دغه (د 1050هجري يا 1645ء په) جنګ کښ په سر او زنګون باندې ژوبل شوي وۀ د خپلو خپلوانو او دوستانو په رضا مصلحت باندې سردار شۀ. د مغلو شاهجهان بادشاه د دۀ و پلار جاګير د دۀ په نوم کړ او هم ئي له اټک نه تر پيښور پورې د بادشاهي سړک حفاظت د دۀ په ذمه کړ او نور ډير کارونه ئي ورته په غاړه کړل څکه چه شاهجهان د دۀ ډير عزت کاوۀ. په 1645ء کښ د دي بادشاه زوي شهزاده سلطان مراد بخش سره خوشحال خان د بدخشان په لام تلي وۀ. او د دغي مدي نورو جنګونو ته هم ليږلي شوي وۀ.
 
د شاهجهان له مرګ پس د هغه د زوئي اورنګزيب بادشاه ئي هم لکه د پخوا په شان خدمتونه کول. ولي څه مده پس د دښمنانو په چغلو چه يو په کښ د کابل د صوبې امير خان ګورنر هم وۀ اورنګزيب د دۀ نه خفه شو. او د ګواليار په مضبوطه قلا کښ ئي قيد کړ. آخر اوۀ (7) کال پس د محبت خان په سفارش بادشاه پريښود او محبت خان سره ئي خپل وطن ته راوليږۀ. محبت خان په هغه ورځو کښ د کابل صوبه دار مقرر شوي وۀ او د پيښور د ضلعي ځنو ماتو ګوډو کارونو سمولو د پاره بادشاه راليږلې وۀ. ولې د جيلخانې زنځيرونو د خوشحال زړۀ داسې تور کړې وۀ چه وطن ته راورسيد نو په خلوت ننوت. دۀ د صوبې ګورنر او نوړو وړو وړو حاکمانو سره خبرې اترې بند کړې او د بادشاه د فوځونو د هر قسم مدد نه ئي لاس واخست.