د "ازبکستان" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
ود سمون لنډیز نسته
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
د سمون لنډیز نسته
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
۹۶ کرښه:
|footnote_b = As the [[Emirate of Bukhara]], [[Khanate of Kokand|Kokand Khanate]], and [[Khwarezm]].
}}
'''ازبکستان''' ([[اوزبکي ژبه|اوزبکي]]: O‘zbekiston Respublikasi يا O‘zbekiston Jumhuriyati, يا [[روسي ژبه|روسي]]:'Республика Узбекистан' )، چې په رسمي چارو کې د اوزبکستان د جمهوريت په نامه يادېږي، د منځنۍ آسيا يو هېواد دی. دا هېواد په لوېديځ کې د [[قزاقستان]] سره، په سهېل کې د [[قرغزستان]]، په ختيځ کې د [[تاجکستان]] سره او په سوېل کې د [[افغانستان]] او [[تورکمنستان]] سره گډې پولې لري.

پدې سيمه کې د اوزبکستان د موقيعت داسې دی لکه په اروپا کې چې د [[لېختېنستاين]] د هېواد دی، خو د لېختېنستاين هېواد بيا داسې لکه د اوزبکستان په شان د غره نيزه هېوادنو لخوا نه دی چاپېر. ددې هېواد يواځينۍ ژبه رسمي ژبه اوزبکي ده. دا ژبه د ترکي ژبو په کتار کې راځي. خو په دې هېواد کې ډېر وگړي په روسي ژبه هم خبرې کوي او تر اوسه پورې په ډېره پراخه کچه روسي هم کارول کېږي، چې ددې سبب د شوروي د پخوانيو وختونو نه راپاتې زوړ عادت دی. ځينې سرچينې داسې ادعاوې لري چې د [[دېگان]]و توکم يو داسې توکم دی چې د فارسيوانانو سره نژدې تړلی دی، او همدا توکم بيا په د اوزبکستان د وگړو ۴۲٪ برخه جوړوي. د ازبک ويی په مانا د اصل يا اصيل دی، او دا ويی د دوه نومونو تړنگ نوم دی چې لومړنۍ برخه يې "از" چې مانا يې لارښود دی، او دوهمه برخه يې "بک" چې د بېگ نه راوتلی او په مانا د اصيل دی.