د "هلمند ولايت" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
۱۵ کرښه:
دا ښار د غزنويانو دويمه پلازمېنه وه، خو علاوالدين جهانسوز، چې كله غزني ته اور ورته كړ، تر هغې وروسته يې بست هم وران كړ. هغه مهال چې اعرابو زرنج له منځه يووړ، بست پر خپل حال موجود و، په بست كې سكندر مقدوني هم يوه كلكه كلا جوړه كړې وه، خو دا هرڅه چنګېز دوړې كړل او چې څه ترې پاتې او يا وروسته ابادې شوې وه، هغه تېمور لنګ ګورګان له منځه يووړل، خو كله چې وروسته ورته د حبيب الله خان پام شو او د ابادۍ لپاره يې ښه ګامونه واخيستل لوى نهر يې ورته تېر كړ، ښېرازه يې كړ، سمسور شو او بيا كله چې اعليحضرت محمد ظاهر شاه واك ته ورسېد، د واكمنۍ په دوران كې يې هلته د امريكايانو په مرسته ډېر كارونه پيل كړل. نوى ښار يې د لښكرګاه په نوم جوړ كړ، ډېرې پانګې او پروژې يې تر كار لاندې ونيولې، خو وخت ورسره وفا ونه كړه او سردار داود پرې نوره كړه.
دا ولايت تقريباً صحرايي اقليم لري، په بست كې د باران كلنۍ اندازه دي ۵۰ او ۱۰۰ ملي مترو په شا و خوا كې وي او شمال، يعنې غرنۍ لوري ته يې د كلني اورښت اندازه ۲۰۰ او ۳۰۰ ملي مترو په اندازه اټكل شوې ده.
 
د دې ولايت په ځمكني جوړښت كې د شمينار دښتې، بخيل دښتې، ملك دوكند دښتې، شاه اسمعيل او لويې دښتې. همداراز د ارغنداب سيند، د موسى كلا سيند او د هلمند سيندونو ډېر تغييرات راوستلي دي.
په دې ولايت كې د كجكي بند ډېر ستر او ګټور بند دى، چې په يوه ساعت كې ۶۰۰۰۰كيلوواټه برق توليدوي او دا شمېره په يوه ساعت كې ۱۰۰۰۰۰كيلوواټو ته هم پورته كېدلاى شي.
د نادعلي كانال، مارجه او دروېشان كانالونه يې ډېر مهم او خړوب كانالونه دي. د دې ولايت خلك ګنبدي كورونه جوړوي، خلكو يې پخوا ډېر اوښان درلودل، خو اوس موټرو د اوښانو ځاى نيولى دى. دا ولايت يو دارالمعلمين لري، د هلكانو او جنكيو ګڼې لېسې لري، مالداري په كې ډېره ده.
خلك يې په غالۍ، نيمڅي او ټغر اوبدلو كې ښه مهارت لري. پنبه په كې ډېره كرل كېږي. د غوړيو، صابون جوړولو او بورې ښې فابريكې لري.
په كال كې دوه زره اكړه ځمكه په كې نوې ابادېدله، چې د نورو سيمو كې خلك به ورتلل او هلته به مشتېدل.
د قلعه بست درواه، د محمود غزنوي د وخت ويجاړه شوې ماڼۍ، د لښكرګاه كنډوالې، پخوانۍ سكندريه او تر اسلام دمخه كنډوالې يې تاريخي سيمې دي.
په دې ولايت كې پنبه، د انځر باغونه، انار، هندواڼې، د افتاب پرت ګل او غنم ډېر ښه حاصل وركوي. پاتې دې نه وي چې د كاغذ جوړولو فابريكه هم لري. په مجموعي توګه ۸۱۴۰۰۰اكړه خړوب وړ ځمكه او ۱۰۰۰ اكړه للمي ځمكه لري او ۲۷۹۰۰ جريبه ځمكه يې د ككتش اغزن بوټي، انار، چنار، كج بېد او د پنجه چنار ځنګلونو نيولې ده.
 
== د دې ولايت اداري وېش واحدونه په لاندې ډول دي ==
#لښكرګاه، د ولايت مركز،
#كجكي، ولسوالي،
Line ۵۷ ⟶ ۵۴:
 
د هلمند پخوانی والی، سير محمد اخوندزاده، اوس د حامد کرزي له خوا پارلمان ته وټاکل شوی دی او د هلمند نوی والی انجنير محمد داود نوميږي.
 
 
== '''اقليم او اب و هوا''' ==
د هلمند هوا د لويې دښتې ، لك دوكند دښتې، ګرمسير، مارګو او سوررېګ د دښتو په وجه كاملا صحرايي ده او په شمالي برخه كې يې د غرنو د موجوديت په وجه په نيمه سحرايي بدليېږي. بست د بحر له كچې څخه ۷۸۰ متره لوړوالې لري او د هرات د ۱۲۰ ورځو بادونه هلته ډېر اغېز لري. په بست كې د باران اندازه له ۵۰ څخه تر ۱۰۰ ملي مترو پورې اټكل شوې ده. او شمالي لورې ته يې چې غرنۍ سيمه ده له ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ ملي مترو پورې رسېيږي.
د تودوخې لوړه درجه يې د دېشو او بست په برخه كې ۳۰ څخه ۴۰ درجې سانتي ګرېډ ترمنځ او په غرنيو برخو كې د ۲۰ او ۲۵ درجو ترمنځ ثبت شوېده. د ژمي په موسم كې د بست او دېشو هوا +۵ او د باغران هوا صفر او ۲- درجو ته رسېږيس. په بست كې واوره نه كېږي. ژمې يې ښه معتدله هوا لري اوړې يې تود او سوځوونكې ګرمي لري.
 
 
== '''زمكنې جوړښت''' ==
د دې ولايت په ځمكني جوړښت كېنسبتا همواره زمكه تشكيلوي، يو شمېر دښتې لكه: د شمينار دښتې، بخيل دښتې، ملك دوكند دښتې، شاه اسمعيل او لويې دښتې. همداراز د ارغنداب سيند، د موسى كلا سيند او د هلمند سيندونو ډېر تغييرات راوستلي دي.
په دې ولايت كې د كجكي بند ډېر ستر او ګټور بند دى، چې په يوه ساعت كې ۶۰۰۰۰كيلوواټه برق توليدوي او دا شمېره په يوه ساعت كې ۱۰۰۰۰۰كيلوواټو ته هم پورته كېدلاى شي.
د نادعلي كانال، مارجه او دروېشان كانالونه يې ډېر مهم او خړوب كانالونه دي. د دې ولايت خلك ګنبدي كورونه جوړوي، خلكو يې پخوا ډېر اوښان درلودل، خو اوس موټرو د اوښانو ځاى نيولى دى. دا ولايت يو دارالمعلمين لري، د هلكانو او جنكيو ګڼې لېسې لري، مالداري په كې ډېره ده.
 
 
== '''فرهنګي، علمي او اجتماعي حالت''' ==
فرهنګي حالت د ژوند د چاپېريال په ارتباط د مېشتو خلكو په ارتباط پورې اړه پېدا كوي. په هلمند كې توده هوا ددې سبب شوې چې خلك خپل كورونه په ګنبذي شكل او له خټو جوړ كړي. ترڅو له ګرمۍ څخه په امن كې وي. ددښتو او صحراګانو په ترانسپورټ كې اوښآن د هغوي د انتقال ډرې ښې وسيلې وى. مګر موټرو د هغوي ځاى نيوه.
دى ولايت كې يو دارالمعلمين ؤ، د هلكانو او جنكيو ګڼې لېسې وې، چې ښوونه به پكې په لوړه كچه كېده.
لكه څرنګه چې د پسپرلي په موسم كې د غرونو لمنې، دښتې او څړځايونه ټول شنه وي نو خلك هم د پسونو په روزلو لاس پورې كوي او مالداري ډېره لري، چې بيا له وړيو څخه خلك په غالۍ، نيمڅي او ټغر اوبدلو كې ګټه اخلي ، او دا خلك پدې شيانو كې ښه وړتيا هم لري. پنبه په كې ډېره كرل كېږي. د غوړيو، صابون جوړولو او بورې ښې فابريكې لري.
په كال كې دوه زره اكړه ځمكه په كې نوې ابادېدله، چې د نورو سيمو كې خلك به ورتلل او هلته به مشتېدل.
 
 
== '''تاريخي ځايونه''' ==
د هلمند ولايت تاريخي ځايونو كې د قلعه بست درواه،دروازه، د محمود غزنوي د وخت ويجاړه شوې ماڼۍ، د لښكرګاه كنډوالې، پخوانۍ سكندريه او تر اسلام دمخه كنډوالې يې تاريخي سيمې دي. خو له بده مرغه دا تاريخي سيمه د خپلو پخوانيو تاريخي وياړونو په بيا جوړونه او ابادونه كې پاتې راغلې ده.
مهم لاسته راوړنې
په ۱۹۶۶زكال د سل مليونو ډالرو په لګښت بغرا نهر بيا جوړ شو او ۱۰۷۲۰۰ ميله مربع زمكه يې تر اوبو لاندې او د كرنې وړ وګرځوله. په ټوليز ډول په دې ولايت كې پنبه، د انځر باغونه، انار، هندواڼې، د افتاب پرت ګل او غنم ډېر ښه حاصل وركوي. پاتې دې نه وي چې د كاغذ جوړولو فابريكه هم لري. په مجموعي توګه ۸۱۴۰۰۰اكړه خړوب وړ ځمكه او ۱۰۰۰ اكړه للمي ځمكه لري.
د هلمند ولايت پراخ ځنګلونه لري، چې له ټولې زمكې څخه يې ۲۷۹۰۰ جريبه يې د ككتش اغزن بوټي، انار، چنار، كج بېد او د پنجه چنار ځنګلونو نيولې ده.
 
 
== '''نفوس''' ==
د هلمند ولايت ټول نفوس چې د ۱۳۵۹هجري لمريز كال د احصايې لمخې اټكل شوې، پنځه لكه يوڅلوېښت زره پنځه سوه څلور پنځوس تنه اټكل شوې دى.
مساحت يوشپېته زره اته سوه شپاړس كيلومتره مربع
ولسوالي نفوس (د ۱۹۹۰م كال د اټكل له مخې) مساحت
بست ۵۶۲۱۷ مساحت ۹۹۸
خانشين ۲۱۱۱۴ مساحت ۷۴۱۳
نهرسراج ۷۱۸۹۸ مساحت ۱۶۹۲
څاروان كلا ۲۰۳۴۸
موسى كلا ۴۱۱۵۹ مساحت ۱۳۸۶
كجكي ۶۴۹۵۵مساحت ۲۲۶۸
نوزاد ۴۱۵۴۳ مساحت ۴۵۸۱
واشېر ۱۴۳۰۴ مساحت ۴۱۲۳
ګرمسېر ۴۴۶۹۸ مساحت ۲۰۶۹۰
نادعلي ۵۱۸۱۹ مساحت ۴۶۲۵
ناوه باركزي ۵۰۱۰۸ مساحت ۶۶۰
بغران ۴۴۲۹۲مساحت ۳۵۶۶
ديشو ۱۹۰۹۹مساحت ۹۸۱۴
 
ټول نفوس ۵۴۱۵۵۴ ټول مساحت ۶۱۸۱۶
 
 
== '''اړيكتيايي سېسټم''' ==
== '''ځنګلونه''' ==
== '''جګړې وراړولي زيانونه''' ==
 
== '''اخځليك''' ==
** '''د افغانستان د ولايتونو جغرافيه، ژباړه: اورنګزېب ارشاد، كال۱۳۷۹ه ل، خپرندويه ټولنه: د اريك د ګرځنده كتابتونونو اداره'''** '''د افغانستان تاريخي زمكپېژندنه، ليكوال: مير غلام محمد غبار، كال ۱۳۷۷هجري لمريز، د مېوند نشراتي مركز، صبا كتابتون-پېښور ښار'''
 
د دې ليكنې سرچينه: افغانستان پېژندنه نومى كتاب
 
ليكوال: اورنګزېب ارشاد
مخونه ۱۶۳، ۱۶۴ او ۱۶۵
{{د افغانستان ولايتونه}}