د "د ملاکنډ غزا" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د " د ملاکنډ غزا "دغه د ١٨٩٥ع د ملاکنډ د غزا عکس دی۔۔د جندول فوځيان د پيرنګي د فوځ په تحويل کې ب..." تورو مخ جوړ شو
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
 
(بې توپيره)

د ۲۱:۵۳, ۲ مې ۲۰۱۹ پورې تازه بڼه

د ملاکنډ غزا "دغه د ١٨٩٥ع د ملاکنډ د غزا عکس دی۔۔د جندول فوځيان د پيرنګي د فوځ په تحويل کې بند په بند په رسو تړلې شوې دي۔۔تاسو لږ ښه په غور د پښتنو فوځيانو دې انځور ته په ځير شﺉ۔ نو تاسو به په دغه انځور کې يوه تاريخي بې وسي او غريبي اووېنۍ۔۔هم دغه بې سره او بې سامانه خلک ددغه غريب وطن د ننګ او ناموس محافظان وو۔۔د دوی جنګ ددنيا د يو داسې قام سره و چې د هغوی سره هر رنګ جديده وسله فوځي تربيت عقل او ساينس و۔۔او ددې خوارانو سره بغېر د دين او وطن د مينې نه نور هيڅ هم نه وو۔۔دغه غريب لښکر به د خپل ملي لارښود عمرا خان جندولي په يوه اشاره د سر او مال نه تېر وو۔۔خدای دې دغه سرتېري وبخښي۔۔لحدونه يې منور او جنتونه يې مسکن شه۔۔

۔پيرنګيانو به د جنګي قېديانو سره ډېر ناروا او غېر انساني سلوک کوو۔۔اکثر به يې دغه قېديان د هند تورو اوبو ته واستول۔۔او چې څوک به يې په جېل کې هم نه شو برداشت کولې هغوی له به يې دومره ازيتونه ورکړل۔۔چې په ژوندوني به ترې د ګور مړي جوړ شول۔۔او ددې د پاسه لا چرچل دا هم وليکل چې پښتانه ډېر بې رحمه او وحشيان قبايل دي۔۔دوی په تعذيب او تمدن هيڅ نه دي خبر۔۔خو دغه مهذبه پېرنګيانو د يرغل ګر په حېث په زرګونو پښتانه قتل ژوبل او کنډ کپر کړل۔۔ددغه ظالمانو د Divide and rule د پاليسۍ په نتېجه کې پښتانه اوس هم په يو بل بدګمانه دي۔۔د ١٨٩٥ د ملاکنډ په جنګ او ددې نه مخکې پيرنګيانو د ملايانو تنخادارو خانانو او نورو مخبرانو په زريعه پښتانه د يو بل سره وجنګول۔۔په دې طريقه به دوی پښتانه کمزوري کول۔۔ ولې کله چې د چترال په جنګ کې غازي عمرا خان دوه انګرېزان فوځي افسران اېډورډ او پاولر اونېول۔۔د هغوی سره بې حده انساني سلوک شوې و۔۔۔ دوی به د باړوې په قلا کې خلاص ګرځېدل۔۔ددوی د کلچر مطابق به ددوی د خوراک څښاک ناستې ولاړې جامې پېزار او مذهبي رسوماتو خيال ساتلې شو۔۔کله چې دغه قېديان ازاد شول۔۔نو دوی خپلو افسرانو ته د عمرا خان د ښه سلوک بلها صفتونه وکړل۔۔او هغوی ته يې اوويل چې عمرا خان ډېر قابل او انسان دوست سړی دی د هغه نيول او وژل به زياتې وي۔۔

نن ځېنې خاينان راپاسي او د پښتنو په دغه قومي جنګ نيوکې کوي۔۔خپل ځان او خپل قام خرڅي مشران او د هغوی بې ننګۍ د اولس نه پټوي۔۔ خاين دې خبر وي چې عمرا خان او د هغه سرتېري ددې پاک وطن په ننګ او جنګ کې قربان شوې دي۔۔د هغوی تاريخي قربانۍ خدای ته هم او خپل اولس ته هم ښکاره دي۔۔تور مخي به هم دغه شان تورمخې وي۔۔

ياده دې وي چې د ملاکنډ دغه تاريخي غزا د يو څو خانانو خپل مېنځی جنګ نه و او نه دغه جنګ د قلاګانو د فتح کولو جنګ و۔۔۔دغه جنګ د ستر عمرا خان په مشرۍ کې د پيرنګي يرغلګر خلاف قومي جنګ و۔۔په دغه غزا کې د سيمې ټول قبايل شريک و۔۔هغه که ترکلاني وو که يوسفزي که اتمان خېل وو که مشواڼي۔۔۔ان تر د غرونو ګوجر او اقليتونه هم نېغ په نېغه د انګرېز مقابلې ته سر په تلي ولاړ وو".