د "ماري کیوري" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
د سمون لنډیز نسته
۴۶ کرښه:
}}
 
'''ماري کيوري''' (په انگریزي: MarieMaria Salomea Curie—Skłodowska) ماري په ۱۸۶۷ کې د نومبر په ۷ نېټه په پولنډ کې زېږېدلې او د جولای په ۴ په ۱۹۳۴ د [[فرانس|فرانسې]] په سالانچېس کې مړه شوې. ماري پولنډ کې پېدا شوې فرانسوی فزیک پوه ده چې په رادېو اکتیف کارونو کې ډېره مشهوره وه. او دنړي جاېزه ېې هم دوه ځلې گټلې . په ۱۹۰۳ کې دې او مېړه دواړو ته نړیواله ورکړل شوه. په ۱۹۱۱ کې بله جاېزه واخیسته چې اولنی جاېزه د فزیک او دوېمه د کیمیا په اړه کارونو کې وه. ماري اولنی ښځه وه چې په مختلفو مضمونونو کې ېې نړېوالې جاېزې گټلي. له وړوکوالي د ښې حافظې لرلو باندې مشهوره وه او په ۱۶ کلني کې ېې اولنې طلایي مډال وگاټه. په ۱۸ کلنی کې ېې د استاد په حیث دنده پېل کړه او له خپلې گټې ېې د خور فیس ورکاوه چې په فرانسې کې ېې طب وایه. صکلودووسکا په ۱۸۹۱ کې فرانسې ته ولاړه او هلته ېې خپل نوم بدل کړ چې نوی نوم ېې ماري وو هلته ېې ځنې فزیک پوهان ملگري پېدا کړل او ژوند ېې له چای، د کوچو شکل کې غوړ او وچې ډودی پېل کړ. په ۱۸۹۳ کې د فزیک په رشته کې اول نمره شوه او لېپ مېن په تحقیقاتي لابراتوار کې ېې کار پېل کړ او په ۱۸۹۴ کې د ریاضي په ساینس کې دوېم نمره شوه . په همدې کال پسرلي وو چې ځان ته ېې د ژوند ملگري پییر کیوري پېدا کړ.
د جولای په ۲۵ په ۱۸۹۵ کې ېې واده وکړ له واده وروسته خلک بچي زېږوی خو دې بې ساري جوړې د واده په اول کال پولونیم کشف کړ له دې څو مېاتې وروسته ېې رادېم چې وروسته ېې رادېو اکټویټي نوم ورکړ . په دې وخت کې د ماري توجه د مینرالونو په طرف ولاړه او په ډېر کم وخت کې په دې وپوهېده چې چې اورانیت یو منرال چې له یورانیم نه ېې فعالیت او عملکرد لوړ دې صرف په اوور چې په کاڼي کې فلز دې تشریح کېدای شي. وروسته د ماري دوه لورگانې پېدا شوې چې د یوې نوم اېرن او د بلې نوم ایو چې په پښتو کې هوا وېل کېږي بېا هم د فامیل په لوېدو سره د دې په کارونو او کړنو کې کوم توپېر رانغی خو د اپرېل په ۱۹ کال ۱۹۰۶ کې د ماري د مېړه نا څاپه مرگ ماري ته ترخه ضربه ورکړه او د ژوند په او مسلک مېدان کې یواځې پاتې شوه. له دې وروسته ماري خپله ټوله انرژي د هغو اختراعاتو په لور اړوي چې دې او مېړه ېې یوځای کشف کړی او اختراع کړی وو . مېړه ېې د سوربن پوهنتون پروفیسر وو چې د هغه پوسټ بیا ماري ډک کړ او په دې سره د سوربون په تاریخ کې اولنی مېرمن ماری کیوری وه چې استاده شوه . سوربون د فرانسې ډېر زوړ پوهنتون دې چې په ۱۲۵۳ کال کې تاسیس شوی. د اولني نړیوال جنگ دوران کې ماري د خپلې لور اېرن په مرستې په ایکس راډیوگرافي کار وکړ او په ۱۹۲۲ کې د طب په رشته د دې موادو پر کرېدلو کار وکړ وروسته له ماري په همدې رشتې د ماري لور اېرن کار ته دوام ورکړ او ماري امریکا ته ولاړه وروسته په فرانسه کې مړه او اوس مهال د هغې دفتر د میوزیم په څېر ساتل کېږي چې نوم ېې د کیوري مېوزیم دی.