د "تادین خان" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
۱۷ کرښه:
ښاغلي تادين د پخواني امنیه قومندان ستر جنرال لوی پاسوال عبدالرازق اڅکزی ورور دی، چې د هغه د شهادت په پنځمه ورځ چي د ٢٢ اکتوبر سره سمون خوري، د کندهار د يو شمېر قومي مشرانو لخوا د اشرف غني تر لاسليک وروسته د جنرال رازق ځایناستی يا (د کندهار قومندان امنیه) وټاکل سو. په افغانستان کې ډير شمير خلګ دده طرفداره دي، خو لږ بې وايي چي که څه هم جنرال رازق يو ډېر ښه امنيه قومندان وو، خو ددې مطلب دا نه دی چې ورور به يې هم دده په څېر وي.
 
==تادين خان څنګهاو د کندهار د امنیه قومندانۍ اداري سيسټم پر مخ وړي؟==
*د کندهار امنيه قومانداني توانېدلې ده چي هره ورځ په اوسط ډول د زرو مراجعينو اداري کارونه پر وخت او له خنډ او ځنډ پرته اجراء کړي. نوموړې قومانداني خورا ساده او روان اداري سيسټم لري، چي د کندهار له پخواني امنيه قوماندان ستر پاسوال عبدالرازق اڅکزي څخه په ميراث پاته سوی دی.
*د قومندانۍ نظم، نوښت او کاري پرمختګ؛ بل خوا د خلکو قناعت او رضایت هغه څه دي چي زه یې اړ ایستم؛ د امنیې قومندانۍ رسميات د سهار په ۷ نیمو بجو پیل بیا د مازدیګر تر ۴ بجو پوري، حال دا چي په نورو ادارو کي رسمي کارونه په ۸ نيمو بجو پیل او پر ۲ نيمو بجو پای ته رسېږي.
۲۶ کرښه:
 
*د یادوني وړ ده چي د کندهار د امنیې قوماندانۍ د ټولو چارو او منظم کاري سمبالښت د مخکني امنیه قوماندان ستر پاسوال عبدالرازق اڅکزي په وخت کي ترتیب او انسجام موندلی و؛ اوس هم یادي چاري په منظم ډول ورځ تر بلي په ښه ډول پر مخ ځي، تر اوسه هيڅ کوم بدلون نه دی په کښي رامنځ ته سوی او چارواکي وايي، تمه ده چي نور به هم په کارونو او خدماتو کي د پام وړ پرمختګ او چټکتیا رامنځ ته سي.
 
==د هغه او رسنیو ترمنځ خبرې آترې==
هغه په لومړي ځل په (۱۴ نومبر ٢٠١٨) کي و رسنيو ته وويل چې د کندهار د امنيت لپاره به نور کار هم کوي. او د جنرال عبدالرازق اڅکزي قاتلان به نيسي.