د "تادین خان" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
Numerals in Pashto script
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
۱۷ کرښه:
ښاغلي تادين د پخواني امنیه قومندان ستر جنرال لوی پاسوال عبدالرازق اڅکزی ورور دی، چې د هغه د شهادت په پنځمه ورځ چي د ٢٢ اکتوبر سره سمون خوري، د کندهار د يو شمېر قومي مشرانو لخوا د اشرف غني تر لاسليک وروسته د جنرال رازق ځایناستی يا (د کندهار قومندان امنیه) وټاکل سو. په افغانستان کې ډير شمير خلګ دده طرفداره دي، خو لږ بې وايي چي که څه هم جنرال رازق يو ډېر ښه امنيه قومندان وو، خو ددې مطلب دا نه دی چې ورور به يې هم دده په څېر وي.
 
==تادين خان څنګه د کندهار د امنیه قومندانۍ اداري سيسټم پر مخ وړي؟==
*د کندهار امنيه قومانداني توانېدلې ده چي هره ورځ په اوسط ډول د زرو مراجعينو اداري کارونه پر وخت او له خنډ او ځنډ پرته اجراء کړي. نوموړې قومانداني خورا ساده او روان اداري سيسټم لري، چي د کندهار له پخواني امنيه قوماندان ستر پاسوال عبدالرازق اڅکزي څخه په ميراث پاته سوی دی.
*د قومندانۍ نظم، نوښت او کاري پرمختګ؛ بل خوا د خلکو قناعت او رضایت هغه څه دي چي زه یې اړ ایستم؛ د امنیې قومندانۍ رسميات د سهار په ۷ نیمو بجو پیل بیا د مازدیګر تر ۴ بجو پوري، حال دا چي په نورو ادارو کي رسمي کارونه په ۸ نيمو بجو پیل او پر ۲ نيمو بجو پای ته رسېږي.
دننه د مدیریتونو، آمریتونو او اړوندو څانګو تر منځ کاري وېش، معلوم مسؤلیت او مکلفیت، د عارض د کار پیل او پای ته پوره پاملرنه، لنډ عبور، ودانیز قرابت، پوره همږغي د دوی د کاري چټکتیا بل لامل بللای سو. په هره اداره کي د بېلابېلو څانګو شتون او کاري وېش د دوی د کارونو د چټکۍ بل اساسي علت نومولای سو؛ د بېلګي په ډول له پخوا سره په توپیر د پاسپورټ په شعبه کي د څلورو نورو اړوندو څانګو فعالتيا هغه آسانتیا ده چي د خلکو کارونه په یوځایي ډول له سرګردانۍ پرته په کښي تر سره کېږي؛ خو مخکي دغه څانګي په دې شعبه کي نه وې، نابلده مراجعین به سرګردانه په اړوندو څانګو پسې ګرځېدل.
د هري دروازې د مسؤل یا نوکريوال له لوري تر اړوندي ادارې پوري د مراجعینو لارښوونه له مراجعینو سره د دوی د مرستي بل مهم اصل دی؛ ځکه اکثره مراجعین نابلده او د خپل کار له پاره تر مربوطو ادارو پوري مستقیماً نه سي تللای. د قوماندانۍ دننه د عکاسخانې، فوټوکاپي او کانتین شتون د مراجعینو له پاره ستره آسانتیا رامنځ ته کړې؛ تر څو د عرایضو او کار اړوند چاري دننه له ځنډ پرته په چټکۍ سره تر سره کړي.
 
*مسؤلین: مسؤل کسان ښه رهبري، اوږدمهاله او لنډمهاله کاري پلانونه، منظمه کړنلاره، کاري وېش، مسؤلیت منل او پېژندل، کار خپلو اهلو ته سپارل د خپل کاري پرمختګ، نوښت او چټکۍ عوامل بولي. د کندهار د امنیې قوماندانۍ اداري مرستيال سمونوال عبدالله جان صدیقیار له اوربند سره په ځانګړې مرکه کي وویل چي امنیه قومانداني ۲۷ عمومي مدیریتونه لري او هر یو بیا په بېلابېلو آمریتونو وېشل سوی دی، چي په دې سره هم کاري وېش سم پر ځای سوی او هم مسؤلو کسانو ته خپل مسؤلیت په ډاګه دی. د صدیقیار په خبره، د احکامو ورکولو په برخه کي د قوماندان صاحب له لوري ځینو مسؤلینو ته دنده سپارل سوې؛ تر څو پر عمومي دفتر رش کم او په چټکۍ سره کارونه پر مخ ولاړ سي. صدیقیار زیاتوي چي قوماندانۍ ته په ورځ کي تر ۱۰۰۰ تنو پوري مراجعین خپلي عريضې وړاندي کوي او له نېکه مرغه له جدي ستونزي پرته د هيڅ چا کار سبا ته نه پاتېږي. صدیقیار زیاته کړه چي د کارونو د پاته کېدو په صورت کي د شپې له خوا او په غیر رسمي وخت کي دوی خپل کارونه پر مخ وړي.
 
*د یادوني وړ ده چي د کندهار د امنیې قوماندانۍ د ټولو چارو او منظم کاري سمبالښت د مخکني امنیه قوماندان ستر پاسوال عبدالرازق اڅکزي په وخت کي ترتیب او انسجام موندلی و؛ اوس هم یادي چاري په منظم ډول ورځ تر بلي په ښه ډول پر مخ ځي، تر اوسه هيڅ کوم بدلون نه دی په کښي رامنځ ته سوی او چارواکي وايي، تمه ده چي نور به هم په کارونو او خدماتو کي د پام وړ پرمختګ او چټکتیا رامنځ ته سي.
==د هغه او رسنیو ترمنځ خبرې آترې==
هغه په لومړي ځل په (۱۴ نومبر ٢٠١٨) کي و رسنيو ته وويل چې د کندهار د امنيت لپاره به نور کار هم کوي. او د جنرال عبدالرازق اڅکزي قاتلان به نيسي.