د "مکه معظمه" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۴ کرښه:
 
دې ښار ته د مشركانو او كاپرانو ننوتل منع دي، خو د اوسني واكمنو له بركته! ددې ښار دا سپېڅلتيا له خپو لاندې شوې، چې ښكاره ثبوت يې د بېنظيربوټو لخوا د يوې عيسوۍ وړل له ځان سره دى سپېڅلي ښار ته، او د ځينو ناوليو ولسمشرانو لپاره ان د بېت الله شريف دروازه خلاصول او ورننويستل، ان تردې چې د بېت الله شريف سر ته خېژولو باندې يې هم درېغ ندې كړې. حال داچې قرآن كريم د داسې خلكو ننوتل داسې سپېڅلو ځايونو ته په كلكه منع كړي دي.
 
[[Image:Mecca location.jpg|thumb|250px|مکه معظمه]]
 
د مكې مكرمې ښار د سرې بحيرې په ۸۰ كيلومترۍ كې موقعيت لري، چې د بحر له سطحې څخه ۳۳۰ متره لوړ پروت دى. دا ښار له جدې څخه په ۶۰ كيلو مترۍ او له مدينې منورې څخه د هجرت لوې لارې له سړك څخه ۴۲۵ كيلو مترو په واټ كې پروت دى.
موږ مسلمانان پدې ګروهه (عقيده) يو چې د ځښتن تعالى په فضل او كرم سره د اسماعيل عليه السلام د خپو لاندې د زمزم د اوبو چينه راوخوټېده. او د هغه مبارك له بركته پدې بېديا او وېجاړه دښته كې اوبه راپېدا شوې، خلك پدې ځاى كې استوګن شول او د مكې ښار يې د بيت الله شريف په شاوخوا ودان كړ.