د "ملاريا" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل کاريال سمون Android app edit
۱ کرښه:
[[دوتنه:Symptoms of Malaria.png|thumb|Main symptoms of malaria.<ref>[http://www.webmd.com/a-to-z-guides/malaria-symptoms WebMD > Malaria symptoms] Last Updated: May 16, 2007.</ref>]]
'''ملاريا''' يوه پرازيتي [[انتاني ناروغي]] ده چې د نړۍ په تودو او نيمه تودو سيمو کې ډېره خوره ده. په نړېواهنړېواله کچه هر کال نيژدې (٣٠٠ تر ٥٠٠) ميليونه انسانان په ملاريا اخته کېږي، چې نيژدې (له ١،٥ تر ٣) ميليونه انسانان د ملاريا د ناروغۍ له امله مړه کېږي چې د دغو څخه يو ميليون کوچنيان دي چې عُمر ئې تر پنځو کلو لږ دی. ددغې ناروغۍ له امله لويه برخه ښکار شوي خلک، د افريقا په لويه وچه کې ماشومان او نوي ځوانان دي.
 
ددې [[ناروغۍ]] علت د پروټوزون يو ډول پرازيت دی چې د [[پلازموډيم]] ''Plasmodium'' په نامه يادېږي. ددغې ناروغۍ ترټولو خطرناکه ډول د [[پلازموډيم فالسيپارم]] او د [[پلازموډيم وايوېکس]] له کبله پېښه شوې ملاريا ده، خو ددغه [[پرازيت]] نور اړونده توکمونه لکه پلازموډيم اواله او پلازموډيم مالاريا هم انسانان په ناروغۍ اخته کوي. د پلازموډيم د توکمونو دغې ډلې ته چې انسانان په ناروغۍ اخته کوي، د مالاريا پرازيتونه وايي.