د "سمبالښت" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
و Typo fixing using AWB
۸ کرښه:
# د کاروړ سمبالښت ، منطقي ځانگړونې او مصرف ته وایی.
# سمبالښت په موخه لرونکو کړنو باندې راڅرخي.
غونډ انسانان د خپلو ګډو موخو دلاس ته راوړلو لپاره یو نظام ته اړدي تر څو وکولی شي ددې نظام په درشل کې په ګډه او ډله ییزه توګه خپلې موخې او هدفونه په اړینه توګه سمبال او لاس ته راوړي،چې دغه نظام ته اداري نظام وایی.
نو کولی شو اداره په لاندې ډول تعریف کړو.
هغه ټولنیز نظام چې دټولوپانګو (مالي،فزیکي،او بشري) په نطر کې نیولو سره د موخو او بریالیتیبونو دلاسته راوړلو لپاره په ګډه کار کوي اداره بلل کیږي.
یو امریکایي عالم Woodrow Wilson بیا اداره داسي تعریفوي:
"په سیستماتیک ډول دقانون طبیق ته اداره وایي"
داچې نن ډېرۍ وګړي دافغانستان له اداري نظام نه سرټکوي علت یې همدا کیدلی شي چې زمونږ په اداري سیستم کې د قانون طبیق ډېر کم ترسترګو کیږی،او ځا ی یې رشوت،اختلاس ،خېل او خپل پالنې نیولی همدا وجه ده چې د اداري فساد دخبیثې دایرې شعاع ورځ په ورځ غوړیږي ،که دپورتني تعریف په رڼا کې مونږ دافعانستان نننۍ وضعې ته ځیرشونوهمدغه د قانون نیشتوالی دی چې دافغانستان کمزورې او سیاسي معامله ګره اداره نشي کولی په ټوله مانا سمبالښت،کنترول او منښت رامنځ ته کړي په هرحال چې خبره سیاست ته لاړه نشی راځم خپلی موضوغ ته.....
==دادارې ډولونه==
ځینې پو هان چه دادارې په ډګر کې یې نومونه ډېر اخستل کیږی لکه هنری فایول،یوریکو، مکس ویبر،اونور پدې باوردي چې ټولې اداری په حقیقت کې یو شان بنسټیزي کړنې ترسره کوی، او ددوی ترمنځ یوازی د درجې توپیردی نه د ډول اوقسم مثلآ لویې او واړې اداره ،پرمخ تتلې یا کمه په مخ تللې ادارې
خو ځینې بیا ادارې په لاندې دوو برخو ویشي
• عامه اداره او
• خصوصی اداره
===عامه اداره===
عامه اداره هغې ادارې ته ویلی شو چې ددولت هغه فعالیتونه څیړی چې په ګروپی او ډله ییز ډول دموخو دبشپړونې په خاطر دهم غږی په فضا کې په ګډه کارکوي، او ددولت د (څه) او (څنګه) پالسي، تګ لارې څرګندوینه کوي چه هدف او موخه یې دملي ګټو خوندي توب او دملت د درد دوا باللی شو.
===خصوصي اداره===
هغه نهادونه چې دټاکلو هدفونو دلاسته راوړو په موخه اقتصادي فعالیتونه پر مخ بیایي او دهیواد داقتصاد په وده کې هم رغنده ونډه لری. همدارنګه د ځینواداروکړنې په شخصۍ او ځانګړوګټو استوارې وي ،که ملت ته یې ګټه هم رسیږي د دوی آره (اصلي) موخه نه بلل کیږي .
== مخینه ==