د "منار جام" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د "Minaret of Jam" مخ د ژباړلو له مخې جوړ شوی
 
و د "Minaret of Jam" مخ د ژباړلو له مخې جوړ شوی
۱ کرښه:
{{Infobox UNESCO World Heritage Site|image=Minaret of jam 2009 ghor.jpg|image_upright=1.2|caption=|official_name=Minaret and Archaeological Remains of Jam|height={{convert|65|m|ft|adj=on}}|location=[[Shahrak District]], [[Ghor Province]], [[Afghanistan]]|criteria={{UNESCO WHS type|(ii), (iii), (iv)}}(ii), (iii), (iv)|ID=211rev|coordinates={{coord|34|23|47.6|N|64|30|57.8|E|region:AF_type:landmark|display=inline,title|format=dms}}|year=2002|danger=2002–...|area={{convert|70|ha|acre|abbr=on}}|buffer_zone={{convert|600|ha|acre|abbr=on}}|locmapin=Afghanistan|map_caption=}}منار جام د خښتو څخه جوړ سوی د نړۍ دوهم څلی دئ چي د غور په ښهرک اولسوالي کي د اټکل اتو سوو کلنو څخه په برم سره ولاړ دئ، چي د ۱۱۶۳ع کال څخه تر ۱۲۰۲ع پوري د #غوري_پاچا [#سلطان_غياث_الدين_غوري] له خوا ودان سو.
د څلی بېخ دايروی دئ چي د هر يوه مدار تر پوره کېدو وروسته د دوهم مدار د بهرنۍ خوا پلنتيا لږ سوې ده. دننه د څلي لوړو پوړيو ته د رسېدو لپاره زينې جوړي سوي دي، د منار د سر څخه تر پایه مستطيل، څلور ګونجه، ولونه، ستوري او نور شکلونه په خټو کي ډېر په مهارت جوړ سوي دي.
دغه ۶۲ميتره لوړ منار پر يوه مناسبه تنګاچه ولاړ دئ چي اټکل دوولس زره پخې خښتي پکښي کارول سوي دي. په دې کي دوه د لرګي ګېلرۍ او په سر کي ئې د رڼا لپاره ځای جوړ دئ. د ښکلا د پاره ئې رنګيني کاشي خښتي پکښي کار کړي دي او په کوفي او نسخ خط ئې قراني آيتونه پکښي نقاشي کړي دي. چي د منار په سر کي د شهادت کليمه او لاندي په دوو ليکو کي د سوره صف ۱۳ ايت ليکلي دي. په څلورمه ليکه کي د #غياث_الدين_محمد_بن_سام نوم، په پنځمه ليکه کي د غياث الدين محمد نوم او د هګۍ په شکل اتو اړخونو کي دننه په نسخ خط ددې مينار د مهندس يا انجينر نوم دئ چي نيمه برخه ئې علي ابن... لوستل کېږي.