د "منار جام" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د "Minaret of Jam" مخ د ژباړلو له مخې جوړ شوی
(بې توپيره)

د ۰۹:۵۴, ۱۲ سپټمبر ۲۰۱۸ بڼه

منار جام د خښتو څخه جوړ سوی د نړۍ دوهم څلی دئ چي د غور په ښهرک اولسوالي کي د اټکل اتو سوو کلنو څخه په برم سره ولاړ دئ، چي د ۱۱۶۳ع کال څخه تر ۱۲۰۲ع پوري د #غوري_پاچا [#سلطان_غياث_الدين_غوري] له خوا ودان سو. د څلی بېخ دايروی دئ چي د هر يوه مدار تر پوره کېدو وروسته د دوهم مدار د بهرنۍ خوا پلنتيا لږ سوې ده. دننه د څلي لوړو پوړيو ته د رسېدو لپاره زينې جوړي سوي دي، د منار د سر څخه تر پایه مستطيل، څلور ګونجه، ولونه، ستوري او نور شکلونه په خټو کي ډېر په مهارت جوړ سوي دي. دغه ۶۲ميتره لوړ منار پر يوه مناسبه تنګاچه ولاړ دئ چي اټکل دوولس زره پخې خښتي پکښي کارول سوي دي. په دې کي دوه د لرګي ګېلرۍ او په سر کي ئې د رڼا لپاره ځای جوړ دئ. د ښکلا د پاره ئې رنګيني کاشي خښتي پکښي کار کړي دي او په کوفي او نسخ خط ئې قراني آيتونه پکښي نقاشي کړي دي. چي د منار په سر کي د شهادت کليمه او لاندي په دوو ليکو کي د سوره صف ۱۳ ايت ليکلي دي. په څلورمه ليکه کي د #غياث_الدين_محمد_بن_سام نوم، په پنځمه ليکه کي د غياث الدين محمد نوم او د هګۍ په شکل اتو اړخونو کي دننه په نسخ خط ددې مينار د مهندس يا انجينر نوم دئ چي نيمه برخه ئې علي ابن... لوستل کېږي. د دې منار خبر په لومړي ځل په ۱۸۸۶ع کال کي يو انګرېز [#ټامس_هولډيخ] ورکړ چي د افغانستان او ايران تر منځ د سرحدونو ټاکلو لپاره هلته ورغلی وو. خو اټکل تر۷۰ کالو بيا هم د دې مينار په اړه لږ خلک خبر وه.

 په ۱۹۵۷ع کي فرانسوي لرغون پوهانو آندري ماريچ، او ګاسټن وايټ ددې په اړه معلومات وليکل. د پېړیو بې پروایۍ او سېلابونو بېره پیدا کړې چي دغه ۸۰۰ کلن تاریخي څلی ښايي ویجاړ سي، دغه منار د ملګرو ملتونو له ګواښ سره مخامخ د نړیوال کلتوري میراث په لست کي شامل دئ. منار ته تر ټولو ستر ګواښ دا دئ چي د جام منار په یوه دره کي د سیند او جګو غرونو تر منځ ولاړ دئ او ورتلل اسانه کار نه دئ. په ۲۰۰۲ع کال کي دا د افغانستان هغه لومړۍ تاريخي نخښه وه چي يونيسکو ژغورلې سيمه اعلان کړه چي یو مهال دغه ځای د نړیوالو سیلانیانو تر منځ ډېر شهرت درلود خو په سیمه کي د امنیتي ستونزو له کبله ئې اوس ډېر کم خلک لیدو ته راځي. د غور واکمن له يوولسمې ميلادي پېړۍ راهيسي د افغانستان څخه علاوه د ايران ختيځ او د هند لوېديځي سيمو کي واک درلود. خو د غياث الدين د مړيني وروسته په غوريانو کي نور داسي واکمن پيدا نسو چي خپل سلطنت وژغوري، داسي باور دئ چي په نړۍ کي تر ټولو لوړ د ډهلي قطب مينار هم د غور د واکمنو ځای ناستو د جام منار د بدل په توګه هند کي جوړ کړ. په ۱۲۱۲ع کي #چنګيز_خان د بلخ او هرات په شان په غور هم ناتار ګډ کړ او د جام منار ځکه د يرغلګرو له پامه ولوېد چي ورتک اسانه نه وو. د شلمي پېړۍ زلزلو او د اوبو د نم له کبله منار اوس يوې خوا ته کوږ دئ. ويډيو سرچينه: د يونيسکو اداره.

  • Minaret of Jam Archaeological Project
  • UNESCO World Heritage Center-Minaret and Archaeological