د "افغان" د بڼو تر مېنځ توپير
Content deleted Content added
و wikidata interwiki |
و ک |
||
۱ کرښه:
د افغان کلمه چې اوس د [[افغانستان]] د ټولو خلکو ملي نوم دی او د اسيا په زړه کې تر ټولو تاريخي، وټه ييزه او ټولنيزو شرايطو لاندې يو نه بيلېدونکی واحد دی چې ځینې يې اووه سوه ( ۷۰۰ ) کلن تاريخي لرغونتوب گڼي او ځینې يې لکه هیونتسنگ هم د (نقش رستم) د کتيبې په شان د سلېمان غره په لړ کې د (اې - پې ـ گان) په نامه د ځينو خلکو يادونې کوي . دا ټول لفظونه یعنې (اسواغان، اب گائین، اپاکان او اې پې گان) د لفظ افغان سره ډېره نژدېوالی لري او امکان لري چې ددې لفظونو ريښه هم د ارمني ژبې لفظ (اوغان) وي . ددې نه دا اټکل کېدای شي چې د لومړي شاه پور په منصبدارانو کې په دې لفظ (اوغان ـ ابگان ـ افغان) موسوم ځينې خلک موجود وو، او دا نوم به په اغلب گمان دوی د خپلو غرنیزو سیمو په وجه ايښودلی وي . عبدالحی حبیبي د خلکو او عامه ذهنيتونو د روښانولو په خاطر ، او د هغوی د سیمې لارښوونې لپاره د شک او تردید د ورکولو په خاطر د (افغان) کلمه ښه راڅپړلې ، او وايي چې د (افغان) کلمه يوزرواووه سوه ۱۷۰۰ کاله لرغونتوب د تاریخي اسنادو، شواهدو، او لاسوندونو په رڼا کې لري .او ملي اصالت لري.
|