د "د ژونکي غشا" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمونګر په وسیله د یو نوي مخ جوړول.
نښلن: 2017 source edit
 
لينک ورکول
نښلن: 2017 source edit
 
۱ کرښه:
'''ژونکيزه غشا'''، '''حجروي غشا''' يا '''پلازمايي غشا''' (په انګرېزي کي Cell membrane، plasma membran) يوه بيولوژيكي غشا ده، چي د حجرې داخلي برخه له بهرني چاپيريال څخه جلا کوي. چي دغه غشاد حجرې د داخلي محيط او خارج الحجروي محيط ترمنځ اړيكي ساتي. ضخامت يې ۷.۵-۱۰نانو متره ده. دا غشا له دريو طبقو څخه جوړه ده.
== جوړښت ==
حجروي غشا له غوړو[[غوړ]]و يا شحمو او [[پروټين]] څخه جوړه شوي ده. [[شحم]] يې له فاسفوليپيډ، ګلايکو ليپيډ او کليسترول څخه عبارت دي. فاسفوليپيډ له يوه قطبي سر او يوې غير قطبي لکۍ څخه جوړ شوى ده. حجروي غشا د فاسفوليپيډ له دوو ځنځيرونو څخه جوړه شوي چي دواړه ځنځيرونه يو بل ته مخامخ په غير متناظر شکل قرار لري. د فاسفوليپيډ د ماليکولونو په منځ كي کليسترول او انټيګرال پروټينونه قرار لري.
د حجروي غشا پروټينونه چي د غشا %۵۰ برخه جوړوي په دوو برخو وېشل شوي چي يو يې انتيګرال پروټينونه(integral protein) چي زياتره د ژونکي له داخلي برخې تر بهرنۍ برخي پوري امتداد پيدا کړی دى. او بل يې پريپرل پروټينونه(peripheral proteins) دي چي د غشا په سايتوپلازمي برخو كي قرار لري.
== له حجروي غشا نه د موادو لېږد ==
له حجروي غشا نه د موادو لېږد په دوو طريقو ترسره کېږي
=== غير فعاله لېږدونه ===
په دې ډول انتقال کي کيمياوي انرژي ته اړتيا نه شته او په دوه ډوله ده لمړى ساده انتقال يا simple diffusion په دې عمليه کي کوچني غير قطبي ماليکولونه لکه [[اکسيجن]] او [[نايتروجن]] او قطبي ماليکولونه لکه اوبه،[[اوبه]]، co2 او [[ګليسرول]] د انرژي او د لېږد د وسيلې په نظر کي نيولو پرته په اسانۍ سره تېرېږي. دوهم انتقال بالواسطه انتقال يا facilitated diffusion په دې عمليه کي د ايون چېنل او کېرير پروټين carrier protein په واسطه د کيمياوي انرژي نه بغير انتقال صورت نيسي.
=== فعاله لېږدونه ===
دغه ميکانيزم په کيمياوي انرژي او د انتقال په وسيلې متکي عمليه ده غوره بېلګه يې د سوديم-پوتاشيم پمپ ده.
== دا هم وګورئ ==
[[ژونکه]]
[[وېشنيزه:ژونپوهنه]]