د "مک ماسټر پوهنتون" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د "McMaster University" مخ د ژباړلو له مخې جوړ شوی
 
و د "McMaster University" مخ د ژباړلو له مخې جوړ شوی
۱۰۵ کرښه:
د مک ماسټر پوهنتون د پراختيايي پلانونو په لړ کې د دغه پوهنتون تر څو کلن فعاليت وروسته د کاناډا پاپټېسټ او ووډسټاک کالجونه له مک ماسټر پوهنتون سره يو ځای شول چې دغه پرېکړه په ۱۸۸۷ کال کې د سلطنتي منشور له لارې تصويب شوه او د مک ماسټر پوهنتون په تاريخ کې يو نوی څپرکی پرانيستل شو
 
== تاریخ ==
مک ماسټر پوهنتون په پيل کې د تورنټو ښار په مک ماسټر تالار کې فعاليت کاوه. په ۱۸۹۰ زېږديز کال کې يې د لومړي ځل لپاره د هنرونو او مذهبي زده کړو په برخه کې د لېسانس په کچه محصلين ومنل او څلور کاله وروسته (په ۱۹۹۴ زېږديز کال کې) يې همدې محصلينو ته د مک ماسټر پوهنتون د لومړۍ دورې فارغانو په توګه د لېسانس سندونه ورکړل.
په تورنټو کې د مک ماسټر پوهنتون تر څو کلن فعاليت وروسته، د دغه پوهنتون محصلين دومره ډېر شول چې په مک ماسټر تالار کې يې ځايېدل ناشوني و. له همدې امله په ۱۹۰۹ زېږديز کال کې د پوهنتون يو شمېر محصلينو وړانديز وکړ چې پوهنتون دې له تورنټو څخه همېلټن ښار ته ولېږدول شي. دا چې دغه غوښتنې او وړانديزونه په جدي توګه تعقيب نه شول، نو پوهنتون په تورنټو کې خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړ.