د "عبدالغفار بريالی" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
۳۲ کرښه:
 
=== مخینه ===
په کال نولس سوه نه اويا کی د منٰی په شپو ورځو کی د کندهار په هوایی میدان کی د حاجیانو الوتکه پر مځکه کښېنستله. او د [[خلقی ]] [[رژیم]] پولیسو څو تنه حاجیان، مخکی له هغه چی د خپلو خپلوان دی مخ وگوری، د معمول سره سم د عادی پوښتنو او تحقیقاتو په پلمه ورسره بوتلل. په دغو حاجیانو کی چی پولیسو ورسره بوتلل ، [[مولوي عبدالغفار بریالی]] هم شامل و چی بیا یې تر مرگه پوری چا مخ ونه لیدی. او نه یې پسله مرگه چاته قبر معلوم سو. [[مولوی عبدالغفار بریالی]] د [[کندهار]] د کلاسیک طرز د [[شعر]] د وروستي ځلانده ستوري په حيث د تل لپاره د ادب له آسمان څخه پرېووت.
 
توری زلفي یې اوږدې د مخ پر لوري
که هندو پښې غځولي دي [[قرآن]] ته
کج که سولې پېچاپېچ سره ټولېږی
که فرعون سجده وکړله وه ځان ته
زاغ د خط دی کړې منګولي په مخ ښخي
که شیطان وو لاس یې واچاوه ایمان ته
بېهوده تړمه عشق په تار د صبر
زمری کله نیسي پزه و پېزوان ته
'''بریالیه''' خال که گوښه د کږو ورځو
دا کتاب ضرورت نه لري نښان ته
 
'''مولوی عبدالغفار بریالی''' د [[کندهار ولايت]] اوسېدونکی و او د عمر وروستي لس دوولس کاله یې د [[هلمند ولایت]] د [[گرشک]] په [[ولسوالۍ]] کی د [[دیني]] علومو په تدریس تېر کړل. په [[پښتو]] , [[فارسی]] ، [[عربی]] او [[اردو]] ژبو یې خبری کولې او فارغ وختونه یې معمولا په [[عبادت]] او [[شعر]] ویلو تېرول. بریالي خپل تقریباً ټول شعرونه په [[کلاسیک]] سبک لیکلي دي، او د شعرونو مضمون یې زیاتره خط و خال ، وصال او هجران او [[جانان]] او رقیب دی. خو د همدغو محدودو مضامینو د افادې د پاره یې په زرهاو الفاظ او [[ترکیبات]] درلودل او که د مرگی څپېړی نه وای وهلی نوهرو مرو به یې د یوه کاکړ شاعر په حيث د خپلو اسلافو، [[پیر محمد کاکړ]] او [[شمس الدین کاکړ]] ادبی خلا ډکه کړې وای.
 
پر دماغ می خطر ناک اثر د چا دی
دا هجوم چی بلوي شرر د چا دی
که [[آسمان]] دی په ابرو وهلی نه دی
پکښی ډوب دا هلالي خنجر د چا دی
وایه تاچی '''بریالی''' وژلي نه دی
دا په غېږ کی دی پرېکړی سر د چا دی
 
[[مولوي عبدالغفار بریالي]] د مذهبی علومو ابتدایی زده کړه د [[کندهار]] له بېلو بېلو مذهبی علماو څخه وکړه او وروسته د عالي مذهبي تحصیلاتو دپاره د [[هند]] د [[دیوبند]] مدرسې ته ولاړ، او له هغی مدرسې نه هم په ممتازه درجه فارغ سو. او سمدستي کندهار ته ستون سو. د [[شعر]] له پوخوالي څخه یې څرگندېږي چی په ډېر کم عمر کی یې په شعر ویلو پیل کړی وي، خو له مطبوعاتو سره یې دونه کمه علاقه ساتله چی نه په ژوند کی له [[کندهار ]] څخه بهر چا پېژاند او نه یې پسله مرگه چندانی څوک له نامه سره آشنا وه. یا لږ ترلږه لکه څرنګه چی د ده حق و هغسی چا نه پېژاند. خو مولوی عبدالغفار بریالي د شعر ویلو ترڅڼګ د موسیقۍ خصوصا د هند له کلاسیکی موسیقۍ سره ډېره زیاته علاقه درلوده اودغه علت دی چی د کندهار تقریبا ټول محلی سندرغاړي د ده له نامه آشنا او د ده شعرونه یې زمزمه کړي دي.
 
نن که دي پر ما باندی د جبروستم واري دي
سرې شونډي گلناري دي
ستا د عبادت کتاب
زما د هجر یو جواب
وینم په خلوت کی د ریا پردې هواري دي
شیخه تهمت بس که نور
وځي مي له خولې څه شور
ولاړ سه ناواقفه د عشق نوري نوري لاري دي
 
مولوی [[عبدالغفار بریالی]] د پښتو ژبي د نازکخیال او موښاف شاعر [[عبدالحمید ماشوخېل]] په پیروی د حسن د ستایلو پر میدان زلفو او خط ته تر هر څه زیات متوجه دی. او په دې برخه کی یې د [[کندهار]] تر ټولو معاصرو شاعرانو هم د کيفيت له مخی ښه او هم زیات بیتونه ویلی دي.
 
خط دی ورکړه مخ ته نوې زېبايی
زياتوی شبنم و گل ته صفايي
دا اطلس دی مبارک وي دې مکې ته
د حاجی سره احرام وی خوبايي
سپين کاغذ وې بې فايدې گوڼی په ژبه
په تور خط سی د کاغذ خوشنمايي
په سنبلو خار گيری د جنت ښه ده
هر باغوان بد وړي د باغ په رسوايي
چی پر لوېدې داستا د زلفو سيوري
په هغو رنجو آهو کړې سترگی توري
چی [[منصور]] يې کړ بدنام په سپينه ږيره
پر ما هغه فتنې د پاسه اوري
د غاښو زېب دی خزان کړ خط د ږيری
په پېرونی پوری وی هغه وړ پوري
تور گيسو دی سو را مات مخ پر لبانو
حبشی دی د حيات پر مېنه ښوري
بخت می تور په تور گيسو کی راڅه ورک سو
په کتو می سوه سياهی د سترگو توري
'''خدايه''' ماهم په دې تور کی پسی ورک کړې
مه وای اړ ددې کتاب په پنځه توري
[[بريالی]] کاشکی د خضر انډيوال وای
چی ايستلای می تر خولې خبري توري
چی د خط په ايرو مخ سو د جانان تور
زما په سترگو کی سوه مځکه او اسمان تور
دا پر مخ باندي يې څوکي د خط ښکاري
که توی سوي دي د زلفو څه ريحان تور
ريحان نه زما د تور طالع اثر دی
د سياه باد په توره شپه سو گلستان تور
دا ريحان نه دی زما نا اميدي ده
وه مېلمه ته سخي نه ايږدی دسترخوان تور
دا خط نه دی مفلس خط دی [[برياليه]]
تاواني معامله دار پرېږدی دکان تور
 
[[مولوی عبدالغفار بريالي]] نه يوازی ښايسته غزلی او د موسيقۍ د تودو محفلونو د پاره ښکلي غزلی او نظونه ليکلی دی، بلکه د پخوانيو شاعرانو په پيروی يې ځينی داسی قحط القافيه شعرونه ليکلي دی چی ساری يې چندانی نه ليده کېږی.
 
چی د عشق له های و هويه څه سي کوڼ
د فتنو په غشو بار ځی لکه شکوڼ
تر پېکي لاندي يې خال ښکاری په مخ کی
که پر غله باندی سپېدو وواهه سپوڼ
زما و مرگ ته يې ليندۍ د ورزو کش کړې
خوشی بولي يې په نام د تندي چوڼ
راته شوخ مه گوره ياره زه ړندېږم
شب پرک و لمر ته وی په سترگو بوڼ
په کاکل يې د سنبل تشبيه غلط دی
کله ځای د گلابتونو وهي سوڼ
د شهلا شونډو په ديد رقيب نه گرځی
پر قند مکړه خدای هرگز د مگس بوڼ
لمر د وصل به يې هسک سی په لمن کی
که فلک رڼ واړه شپه وم په مخ روڼ
که پاخه دي که اومه دي٫ دي له ځانه
بریالی مضمون گويی نه کا په سوڼ
سړی نه پوهېږی چی مولوی عبدالغفار بريالی به له کوم زاهد او واعظ څخه شکايت کوی. ځکه چی دی پخپله مولوی دی او په اصل کی خو به له ده څخه په زړه سوځېدلو مينانو شکايت کولای. خو کله چی د راز او د مينی د اسرارو خبری کوی نو سړی متوجه کېږی چی بريالي بیا هم د کلاسيکو صوفي شاعرانو پر پله باندی گام ايښی او د ده زاهد هغه عادی پرهېز گار نه دی چی د ملايی په عادی سپينو جامو کی گرځی. د ده خبری له هغه چا سره دی چی د ده د زړه په راز نه پوهېږی او يوازی يې د ده سپينو خبرو ته سترگی سرې کړي دی.
د لمر مخ او د عشق اور لره يو خس يم
که می وسوځي ور تېر تر خپل نفس يم
ما معذور گڼه زاهده په توبه کی
ستا په زهد می قسم که په خپل وس يم
گاه می دم د خاموشۍ کړي خوله راپټه
گاه په زر ژبي گويا لکه جرس يم
 
زنخدان يې سپين صدف په تصور کا
بيرته تور سی د کاکل په کفرانی رڼ
محبت يې بيا گلون او جلبل کا
زار قربان سه گلونی جاودانی رڼ
شيخه چوپ سه کنه اوس به می پر ضد کړې
کړم به ناری چی پکښې دی د فلاني رڼ.
 
=== زوکړه ===