د "عبدالغفار بريالی" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
د سمون لنډیز نسته
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
۵۹ کرښه:
دغني صغراي كبراي نتيجه فقر
څه عجب شيرين مضمون دئ د توقير
 
 
 
=== زوکړه ===
په ۱۳۱۰ هـ ش کال کي د کندهار ولایت د ډنډ اولسوالۍ په ګیلان کلي کي په یوه مجاهده او عالمه کورنۍ کي نړۍ ته راغلی وو د ده نیکه غازي محمد معشوق د میوند د افغان انګلیس د جنګ په ‌شهید انو کي دفن دی.
 
=== ابتدایي زده کړې ===
د قران کریم، عقایدو، فقهي، فارسي ادب، صرفو، او نحوي ابتدایي کتابونه یې په کندهار ښار او شاوخوا کي د خپل پلار مرحوم مولوي اخترمحمد (عبدالله) او نورو دیني علماوو څخه ویلي وه.
 
=== منځنۍ زده کړې ===
په بلوچستان پښین په مدرسو کي له بېلابیلو فنونو کتابونه په بېلابېلو مدرسو کي له کڼو نامتو استادانو څخه تر لاسه کړي وې.
 
=== لوړي زده کړي ===
د فنونو ګڼ لوړ کتابونه او وړه دوره یې په پېښور کي وویل د هند و ګجرات ته په ځینو نادرو پسې ولاړی یوناني طب یې ولوستل بیایې په د پېښور په معتبره مدرسه اسلامیه کي د حدیثو لویه دوره وکړه او له مولانا عبدالرحمن بهبودي څخه د فضیلت مستنده دستاري بندي وکړه.
 
=== د شعر پیل ===
له ځلمیتوبه یې شعرونه لیکل او د کندهار په تاریخي اخبار کي یې ښکلي او اشعار چاپېدل.
 
=== دشاعرۍ استادان ===
اخښی یې مرحوم ملا محمد شریف جانان چي لیکوال او شاعر وو او د نورو دیوانونو لکه حمید بابا څخه متاثر وو.
 
=== دشعر اکثره محتوا ===
د اسلام او وطن مینه او د ټولني اصلاح وه همداراز علمي پېچلي تشبیهات یې د پام وړ وه.
 
=== د تدریس کله او څنګه پیل او د تدریس چیرته والی ===
تر فراغت وروسته یې په پنجوایي، خاکریز او میوند کي یې تدریس کاوه.
 
=== د ژوند ډېره برخه بوختیا یې ===
د تدریس، امامت او خطابت سره یې د مریضانو وړیا علاج کاوه د قران ترجمه او مریدانو ته د طریقت وظایف هم تر سره کول.
 
=== د ازدواج په اړه===
درې مېرمني یې لرلې چي د نجونو په کورنۍ مدرسه کي یې درس کاوه خور فاطمې حجاڼۍ او خورځې رابعې حجاڼۍ هم په کندهار ښار کي ورته کورنۍ مدرسه پر مخ بېوله.
 
=== د نارینه اوښځینه اولادونویې اړوند ===
مرحوم فیض الباري جان.
[[مولوي وکیل احمد متوکل]].
شهید خلیل احمد رحماني.
مولوي محمد حماد.
شهید مولوي جلیل احمد.
استاد احمد فیصل.
شپږ زامن او دوې حجاڼیاني لوڼي یې دي.
 
=== قومي تړاو ===
د ناخیلو سره یې چي د کاکړو مربوطه قبیله ده تعلق درلود.
 
=== د لیکني د پیل وخت ===
اشعار او لنډي مقالې لیکل خو یې له ځوانۍ څخه پیل کړي وه خو علمي لیکني یې تر فراغت مخکي او وروسته کړي دي.
 
=== څو کتابونه یې لیکلي دي د کتابونو په اړه یې معلومات ===
د ابو الفیض پښتو تفسیر.
د بخاري شریف حواشي.
د مسلم شریف حواشي.
د غفور حواشي.
د سراجي حواشي.
د خلاصة الحساب حواشي.
د میراث ضابطه.
د مراح د شرحو حنفیې او فلاح اصلاحات.
په فلکیاتو کي سیف السارم. اونور..
 
=== د چاپ او ناچاپ معلومات ===
تفسیر د بخاري او مسلم حواشي همداراز سیف السارم. نه دي چاپ سوي.
 
=== په افغاني ټولنه کي د علامه صاحب رسوخ ===
څرنکه جامعیت یې درلودی او د ښو اخلاقو خاوند وو نو نفوذ یې هم خورا پراخ وو د سیاسي خلکو څخه نیولې تر عوامو پوري.
 
=== د سیاسي مفکوري د څرنګوالي ===
د شرعي نظام د پلي کوکو پلي وو د معتدل مزاج څښتن وو. د علماوو او پوهانو د وطنپالو متحدانه هڅو هڅاند وو.
 
=== د سترو عالمانو د مفکورو تاثر ===
د دیوبند د اکابرو تر اغېز لاندي وو د عربي نړۍ دعلماوو خورا غوره مطالعه یې هم لرله.
 
=== د حبس او شهادت په اړه یې معلومات ===
څرنګه چي کمونیسټي کودتا وسوه نو نورمحمد ترکي پلویانو خلقانو او پرچمیانو علماء او قومي مشران د سیاسي بندیانو په نوم زنداني کول بریالی صاحب له حجه راتلی چي د کندهار په هوایي میدان کي ونیول سو چي بیا د کابل د څرخي پله له زندان څخه په پلي ګون کي په ډلییز او وحشیانه ډول شهیدان کړل سول او د بلدوزو په واسطه تر خاورو لاندي سول.
 
=== د علامه صاحب تر شهادت وروسته د هغه په نوم ځیني عملي مرکزونه ونومول سول ===
دبیلګي په توګه په میوند اولسوالۍ، کندهار ښار او کابل کي یو شمېر مدرسې، لیسې او علمي مرکز سته.
 
=== د بریالي صاحب په اړه ځیني نور معلومات ===
هغه ښه قاري وو غوره واعظ وو ښه خط یې وو ګڼي ژبي یې زده وې. مېلمه پال وو همداراز د شهیدانو، اولیاوو مزارونو او تاریخي مقاماتو د سیاحت سره علاقه درلوده. هرکال به یې د احادیثو د دوري د فارغانو لویي شانداره د د ستاربندۍ غونډي جوړولې.
 
=== مولوي عبدالغفار بريالى، شاعر وو، که ديني عالم، که دواړه ===