د "آریانا ويجه" د بڼو تر مېنځ توپير

۱۸ تورى ورگډ شول ،  ۲ کاله مخکې
د سمون لنډيز پرته
(د "'''آریانا ويجه''' د آریائیانو اصلی ټاټوبی: که څه هم دآریائیانو د اصلي ټاټوبي ( آریانا ویجه ) پ..." تورو مخ جوړ شو)
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل گورت سمون
 
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل گورت سمون
 
'''آریانا ويجه''' د آریائیانو اصلی ټاټوبی:
 
که څه هم دآریائیانود آریائیانو د اصلي ټاټوبي ( آریانا ویجه ) په اړوند د تاریخ پوهانو ترمینځ واړه اختلافونه شته ، خو بیا هم زیاتره مورخین په دې اړوند سره ورته نظرونه لري.په دغو تاریخپوهانو کې چې د آریانا ویجه په اړوند یې څیړنې کړي دي کولای شو د [[آلتهايم]] (Altheim)، لومل (Lommel)، [[میکس میولر]] (M.Mueller)، [[شویدر]] (Schaeder)، آرتور كريستين سین (A.Christensen)، نوبرگ (Nuberg)، ميلز (Mills)او جوباین ويل (Jubainville) نومونه واخلو.
 
ډیر تاریخ پوهان په دې اند دي چې چې [[آریانا ویجه]] د [[پامیر]] او د [[آمو سیند]] ( Oxus river ) په شمال کې پرتې وادي ګانې وي چې [[بدخشان]] ته څیرمه پرتې وې او دلته د آريائیانو بیلابیلې قبیلې چې [[پښتانه]] هم پکې وو اوسیدل . دوی د کوچیانو په څیر ژوند درلود او خپل څاروي او رمې به یې چې پسونه ، وزې ، آسونه او غوايي وو څرول ، خو کله چې ددوی په شمېر کې زیاتوالی راغی نو دوی مهاجرتونو ته اړشول . ځینې نور محققین [[آریانا ویجه]] د اوسني [[خوارزم]] (Khwarezm) په سیمه کې ګڼي چې اوس دمنځنۍ [[ایشیا]] د [[ازبکستان]] او [[ترکمنستان]] په هیوادونو کې پرته مشهوره سیمه ده ، خو ځینې ډیر نور مورخین د لومړنی نظر پلویان دي .
 
په [[اوستا]] کې چې د [[زردشت]] کتاب دی او پنځه برخې لري چې ګاتا، ویسپرد، یشتونه ، وندیداد او خرده اوستا نومیږي راغلي دي چې دآریائیانود آریائیانو اصلي ټاټوبی آریاناویج [[آریناویجه]] دی.
همداراز دوندیدادد وندیداد په لومړي فرګرد کې هم داریاد ئیانوآریائیانو دشپاړسود شپاړسو هیوادونو یا ولایتونو ذکر او یادونه شوې ده چې یو پکې همدا [[آریانا ويجه]] دی چې دښاغلو یا اصیلوراواصیلو او نجیبو خلکو ټاټوبی او د استوګنې د ځای معنا لری.
 
باید ووایو کله چې د اریائیانوآریائیانو دبهارتهد بهارته قبیلې د خیبر د تاریخي لارې نه تیرشول او تر [[اباسین]] ورپورې وتل او شمالي [[هندوستان]] ته ورننوتل نو دوی هلته دانوم له ځانه سره یووړ او پر خپلې نوي ځمکې او هیواد یې داریا ورشه یا آریانا ورته Arya varta نوم کیښود چې ددوی دددغه هیواد نوم په منو سمهیتا یا دمنوپهد منوپه قوانینو کې هم ذکر شوی دي او ددوی دغه ځمکه د هیمالیا د غرونو او د عربو تر سمندرګي پورې ښودل شوې ده .باید زیاته کړو چې د منو سمهیتا قوانین د عیسی مسیح علیه السلام تر زوکړې دمخه اته سوه کلونه وړاندې لیکل شوی دی. د بهارته قبیلې وروسته په هند کې دخپلد خپل [[هیواد]] ته د بهارت ورشه یا د [[بهارت ورته]] نوم ورکړ چې اوس هم دغه نوم ژوندی دي .
 
لنډه داچې [[آریانا ویجه]] د پامیر او [[آمو سیند]] سره نږدې هغه سیمه وه چې آریائیان یا د [[آرین]] نسل او د آرین قبیلې پکې په ګده سره اوسیدلې او له همدې ځایه یې خپل مهاجرتونه هم پیل کړي دي .
۱۴۶

سمونې