د "منظور پشتين" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
۶۲ کرښه:
 
===[[کراچۍ]]===
د پښتون ژغورنې غورځنگ مشر منظور پشتین په کراچۍ کې هم د زرگونو په شمیره کې د پلویانو غونډې ته د اتوار، یکشنبې، په ورځ وویل که چېرې د پي ټي ایم نیول شوي کارکونکي ازاد نکړی شول او یا ورته د دړکو لړۍ بنده نشوه نو د پاکستان په شمول به په نړیواله کچه احتجاجونه پیل کړي.
ښاغلي پښتين دا هم وویل، چې کراچۍ کې به هم غونډه جوړوي.
د کراچۍ د پښتنو د اکثریت سیمې سهراب گوټ کې د نیمې شپې نه ورسته خپل تقریر کې منظور پشتین غوښتنه وکړه چې د تحریک نیول شوي کارکونکي دې ازاد کړی شي گني نو د مۍ د میاشت د ١۵ مې نېټې نه به په پاکستان او په نړیواله کچه احتجاجونه پیل کړي.
هغه وویل چې موږ به په کراچۍ کې په هغه ورځ غونډه کوو کومه ورځ چې مشرف خلک وژلي وو.
 
منظور پشتین وویل په کراچۍ کې دې د حکومت امنیتي ادارې د عدالت پرته د خلکو د نیولو او د قتل لړۍ دې بنده کړي. هغه وویل د پاکستان د ائین او د قانون دلاندې د "ماورای عدالت" قتلونو او د خلکو د تښتولو په لړ کې د احتساب غوښتنه کوي او هغه کسان به د ائین د لاندې عدالتونو ته راکښ کوي چې بې قانونیو کې ککړ دي. هغه وویل د کومو خلکو وینا چې تویه شوي ده، ضایع کیدو ته به نه پریښدي.
 
منظور پشتین د غورځنگ دا غوښتنه تکرار کړه چې د "تروت اینډ ریکنسلینشن کمیشن" یعنې د حقیقت معلومولو او په مفاهمت دپاره دې ډله قایمه کړی شي.
 
په سهراب گوټ کې د پي ټي ایم جلسه د اتوار، یکشنبې، په مازدېگر شروع شوه خو د منظور پشتین په انتظار د نیمې شپې نه ورسته هم جاري وه.
 
منظور پشتین جلسې د شپې شا او خوا یولس نیمې بجې ورسیدو او د دولسو بجو نه ورسته پورې یې تقریر وکړو. هغه وویل ځای په ځای یې په لاره کې خنډان ور ولاړ کړی شوي وو.
 
هغه وویل د اسلام اباد نه یې د کراچۍ سفر په ۴٠ گنټو کې وکړو. هغه وویل که چېرې دا سفر په ۴٠ کلونو کې کول وي نو هم به یې کوي.
 
منظور پشتین په جلسه کې د مېرمنو د شرکت هم ساینه وکړه او وې ویل د مېرمنو احترام خو څوک ددوی نه زده کړي. هغه په خپلو پلویانو د اتحاد غږ وکړو او وې ویل چې په یوالې به خپل غږ پورته کوي.
 
ددې نه وړاندې منظور پشتین وي او ای ډیوه ته د کراچۍ جلسې ته په تگ ورته حکومتي ادارو وار په وار لاره نیولي وه، هوايي کمپنۍ یې د اسلام آباد نه د جهاز ټېکټ منسوخ کړی و او نامعلومو موټر یې د کراچۍ په لورې سفر کې تعقب کړی و.
 
د پي ټي ایم د ورستۍ جلسې دپاره د کراچۍ د پښتنو د اکثریت سیمې سهراب گوټ د لوبو په یو مېدان کې د زرگونو په شمیره کې خلک ورغلې وو چې په گڼه شمیره پکې په مېرمنې او هغه خلک هم وو چې وايي خپلوان یې د امنیتي ادارو په ولکه کې بې درکه شوي دي.
 
منظور پشتين وویل چې د خالي، شنبې، په ورځ سحر د اسلام آباد نه کراچۍ ته په هوايي جهاز کې سفر دپاره چې کله د اسلام آباد هوايي اډې ته ورغلو نو ورته وویل شو چې نوم یې د مسافرانو په فهرست کې نشته. هغه وویل چې بیا د لاهور نه د هوايي سفر ټیکټ واخیستو او چې د لاهور هوايي اډې ته تلو نو په لاره کې د امنیتي ادارو په چیک پوسټ تر دوو گنټو ایسار کړی شو او چې بیا هوايي اډې ته ورسیدو نو الوتکې ترې پرواز کړی و.
 
منظور پشتین وايي د لاهور نه د خپلو ځینو ملگرو سره په موټر کې د کراچۍ په لورې روان شو، لږ تر لږه دوه نامعلومو موټرو یې تعقب کولو او په دغه موټرو کې ناستو کسانو به ورته وخت په وخت خپل ټوپکې هم ښودلې.
منظور پشتین وویل په نابلده لارو کراچۍ ته رسیدلی دی خو د راني پل سیمه کې د رینجرز نومې امنیتي ځواکونو عسکرو ترې موبایل ټیلې فون اخیستی دی.
 
حکومتي مامورینو په سمدستي توگه د پي ټي اېم مشرانو په دعوو څه غبرگون نه دی ښودلی.
 
منظور پشتین وي او ای ډیوه ته وویل په لاره چې به کله نیول کیدل یا ایسارول کیدل نو د امنیتي ادارو چارواکو به پرې د ریاست پرضد د هلو ځلو الزام لگولو. خو د پي ټي ایم غړي وايي غوښتنې یې د پاکستان د ائین د چوکاټ دننه دي.
 
پي ټي ایم غوښتنه کوي چې په قبایلي سیمو کې دې په سړکونو پوځي چیک پوسټونه ختم کړی شي، د بې درکه کسانو درک دې ولگول شي او که په چا د څه جرم شک دی نو عدالتونو ته دې وړاندې کړی شي او په قبایلي سیمو کې د عملیاتو په مهال د مقامي خلکو د حقونو د خلاف ورزیو د پلټنو دپاره دې د رېښتیا او د پخولا اینې ډله جوړه کړی شي.
 
حکومت د پي ټي ایم د غوښتنو پوره کولو ژمنه کړې ده، وايي ځینې چیک پوسټونه ختم کړی شوي دي او ځینې بې درکه خلک خپلو کورونو ته ستانه شوي هم دي. خو پي ټي ایم وايي حکومت خپل لوظونه پوره کولو کې د سست روۍ نه کار اخلي.
 
== سرچینې==