آرنۍ غورنۍ پرانيستل

بدلونونه

۱۲۱ بايټونه ورگډ شول ،  ۱ کال مخکې
و
'''منظور احمد پښتين''' یا '''منظور احمد پشتين''' په کال ١٩٩٢ کې د [[سويلي وزيرستان]] په يو وړوکي کلي مولا خان سرای کې زېږېدلی. پلار عبدلودود محسود يې د کلي په پوھنځي کې استاد دی او ځکه منظور پښتين خپلې لومړۍ زدکړې هم د کلي د پوھنځي څخه پيل کړي. د تعليم مزل يې د [[گومل پوهنتون]]، [[ډېره اسماعيل خان]] څخه د ډي وي آيم يا د څارو د ډاکټر د سند په اخستلو پاې ته ورسيد.<ref>{{cite web|url=https://www.aljazeera.com/news/2018/03/manzoor-pashteen-voice-pashtuns-pakistan-180314091327342.html|title=Manzoor Pashteen: The voice of Pashtuns for many in Pakistan|website=www.aljazeera.com}}</ref>
==مظاهرې او رسنۍ==
{{quote|''موږ د سوات پر پښتنه خاوره څوکیو ته اړتیا نه لرو
| منظور پښتین}}
ښاغلی پښتين د جنورۍ تر اخره يو ناپيژندلي ځوان او ډيرو خلګو هم نه پيژنده خو کله چې يې د فبرورۍ په لومړۍ ورځ په [[اسلام اباد]] کې د پاکستان د پوځ د روي په ضد احتجاجي پرلت ووهلو نو د پښتنو په کور کور، کلي کلي او په نړۍ کې خورو پښتنو وپيژند. د څيړنکارو په وينا د منظور پښتين نوم د پاکستان په نورو ښارونو کې دومره شهرت ځکه ونه موند چې د [[اردو]] ژبې ميډيا ته پاکستاني چارواکو پټ احکامات ورکړي وو چې د پښتنو د پاڅون په اړه دې د خلکو ډيره توجه نه راگرځوي.