د "منظور پشتين" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
۳۹ کرښه:
 
==مظاهرې==
===[[لاهور]]===
د منظور پشتین په مشرۍ پښتون ژغورنې غورځنګ د یکشنبې په ورځ (٢٢ اپریل ٢٠١٨- ٢ غویی ١٣٩٧) د پاکستان د پنجاب صوبې د لاهور ښار غونډه کې له عدالت پرته وژل شویو او ورکو کسانو لپاره د حقیقت او پخلاینې کمېسون د جوړېدو غوښتنه وکړه.
د لاهور د موچي دروازې سره نږدې موچي باغ کې نوموړي خپلو زرګونو پلویانو ته وینا کې وویل، موږ له عدالت پرته د وژل شویو، ورکو کسانو او نورو مسلو د اواري لپاره د حقیقت او پخلاینې کمېسون د جوړېدو غوښتنه کوو. د پوځي ښوونځي د وژلو شویو وارثان دې هم له دې کمېسون انصاف وغواړي.
د ۲۰۱۴ کال وروستیو کې د پېښور پوځي ښوونځي باندې ډله ییز برید کې له سلو ډېر زدکوونکي ووژل شول.
د موچي باغ ناسته کې دریځ ته د تلو پر مهال د منظور پښتون تود هرکلی وشو.
هغه په وینا کې وویل، چې کراچۍ کې له عدالت پرته د وژل شوي نقیب الله مسید لپاره یې د انصاف او له پولیسو د [[راو انوار]] د نیولو غوښتنه وکړه. ټول پاکستان زموږ غوښتنې ولیدلې، خو دا یې هم ولیدل چې نتیجه یې څه ده. وموړې له محکمې پرته وژنو په تړاو خبرو کې وویل، د پاکستان قانون وايي، چې څوک تېروتنه وکړي، محکمې ته یې کش کړئ، خو په زرګونو پښتانه له عدالت پرته وژل شوي دي. د ورکو کسانو په تړاو نوموړي خبرو کې وویل، چې خلک په مختلفو لارو وژل شوي، د کلیو نوم او تاریخ درته وايي، تاسو لاړ شئ، موږ چلباز خلک نه یو، چې بې ځایه تور لګوو، موږ ریښتوني خلک یو او تل ریښتیا وایو. د خپل غورځنګ او ځان په هکله یې نیوکو ته ځواب کې وویل، چې دی او پلار او وروڼه او ملګري یې هم ترهګر بلل شوي وو. نومووړي د پاکستان په رسنیو هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې د دوی سره توپیري چلند کوي. هغه وويل چې موږ د پاکستانۍ رسنۍ درناوی کو، خو تاسو منافقت کوئ، زموږ د مخالفانو ټکی ټکی خبرې را اخلئ، خو زموږ دریځ او ریښتونولي نه وینئ.
د دې ناستې د امنیت لپاره ۶۰۰ پولیس ګومارل شوي وو.
===[[کراچی]]===
 
== سرچینې==
{{سرچينې}}