د "احمد شاه درانی" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
ود سمون لنډیز نسته
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
←‏احمد شاه بابا او نادرشاه: په ليکنه کې املايي اشتباوې شوې وې
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل وېب سمون
۹۰ کرښه:
د نورو پښتنو سالارانو په ډله کې نادرشاه ذولفقار خان او احمد خان ته هم په درنه سترگه وکتل او د [[مازندران]] حکومت او ماليات يې ور وسپارل خو دلته دوه روايتونه دي:
 
«يو دا چې نادرشاه هماغه وخت احمد خان د خپل يساول (نوکريوال ضابط بچه بیریش )او يا هم (مانۍ) په حيث د ځان سره وساته چې حتی وايي د هند په سفر کې هم ورسره ملگری و<ref>مطالعه تاريخ افغانستان از نگاه عسکري - د تورن ارکان حرب ښاغلي جلالي تاليف - ۲ تر ۲۴۸ مخ</ref> ددې روايت سره د احمد شاه بابا د دربار د منشي محمود الحسيني ليکنه هم لږ او ډېر سر خوري چې د نادر شاه په باب کې ليکي: بعد از تصرف دارلسلطنة هرات و قندهار را ايل جليل دراني را از محال هرات بالکاء [[نيشاپور]] و طايفه غلجايي را بمحال و رامین و خار و [[تهران]] کوچانیده خانه کوچ بزرگان را برسم گرو و يورقه مال بارض اقدس آورده سکنا و آنحضرت را (مقصد احمد شاه بابا دی) که هنوز در آن اوقات در سن ده دوازده سالگي بودند از راه احتياط با برادر و اعمام کرام اکثر او ان در اردوی خود ميداشت.<ref>تاريخ احمد شاهي - ۱ تر ۳۵ مخ</ref>»
 
«بل روايت دا دی چې احمد خان د خپل ورور ذولفقار سره د ۱۱۵۱ هـ کال په سر کې مازندران ته ولاړ او په ۱۱۵۴ هـ کال چې نادرشاه د هند فتح وروسته خراسان ته راوگرځېد د هېواد د نورو مشرانو په ډله کې احمد خان هم د مازندران نه د نادرشاه ښه راغلاست ته راغی<ref>لوی احمد شاه بابای افغان - ۷۸، ۷۹ مخونه</ref> او څنگه چې نادرشاه د هند او [[بخارا]] او [[خوارزم]] په جگړو کې د پښتنو مېړانه ليدلې وه نو ددې لپاره چې پښتنو ته خپله خاصه پاملرنه وښيي نو احمد خان يې په خپلو منصبدارانو کې واخيست او تر لږې مودې وروسته چې د احمد خان لياقت، قابليت، کفايت او جرآت ورڅرگند شو نو پر هغه یې لا زيات باور راغی او ورځ په ورځ ورباندې گرانېدی او تل به د نادرشاه په حضور کې وه او نادرشاه به په زياترو مجلسو کې خپلو اميرانو او نديمانو ته وييل: "در ايران و توران و هندوستان مردی چون احمد خان حميده خصال و پسنديده افعال نديدم<ref>سراج التواريخ - ۱ تر ۹ مخ</ref>" حتا وايي چې نادرشاه يوه شپه له خوبه راپاڅېد او احمد خان يې خپل حضور ته وباله او هغه ته يې ووييل: "بعد از مرگ من رتبه سروري به تو خواهد رسيد، لازم است که از من فراموش نکرده به اولاد من احسانات نمای<ref>تاريخ سلطاني - ۱۲۱ مخ</ref>".»